CRI Online

د ((ان هوی)) ولايت د مشهورو غرونو سيل

cri     (GMT+08:00) 2018-03-12 18:04:52

((ان هوی)) ولايت چې د چين په ختيځه برخه کې پروت دی، غني سيلانيزې سرچينې لري او طبيعې او بشري منظرې يې په ګډه ځلېږي. په دغه ولايت کې سيلانيان نه يوازې د تاريخي ښارګوټو، لرغونو معبدونو، د امپراطورانو سترو هديرو او کنډوالو سيل کولای شي، بلکې له په زړه پورې طبيعې منظرو څخه خوند اخيستلی شي. د ۲۰۱۷م کال تر نومبر پورې په دغه ولايت کې نهه ځايونه د کولتوري ميراثونو په نړيوال ليست کې شامل شوي دي. دغه راز، په دغه ولايت کې د نړۍ په کچه دوه جيالوژيکي پارکونه شته. مخکې تردې مو په دغه ولايت کې تر ټولو ډېر مشهور غر ((هوانګ شان)) په معلومات شريک کړي و، نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو سره د نورو مشهورو غرونو په اړه معلومات معرفي کړو.

((جيو هوا)) غر

((جيو هوا)) غر د ((ان هوی)) ولايت د ((چي جوه)) ښار په ((چينګ يان)) ولسوالۍ کې پروت دی. دغه غر د چين د بواديي دين په څلورو مشهورو مقدسو غرونو کې يو دی. ((جيو هوا)) هوايي ميدان د فرعي الوتنې کرښې ميدان لري، نو يوازې له شانګهای، بېجينګ،(( ګوانګ جو)) او ((چينګ دو)) سره د الوتنې کرښې لري. له الوتکې پرته، سيلانيان لومړی د اورګاډي او بس په وسيله دغه غره ته نژدې ښارونو ته ځي، بيا د بس او موټر له لارې دغه غره ته تللی شي. د پسرلي او مني په موده کې د دغه غره منظرې ډېرې ښکلې او په زړه پورې دي او هوا يې د سيل لپاره مناسبه ده. څرنګه چې د بوديزم مقدس غر دی، نو په دغه غر کې زيات لرغوني معبدونه ليدل کېږي چې شمېر يې اته اوياوو ته رسېږي او پکې د بودايي بتانو شمېر له يو زر او پنځه سوو څخه زيات دی. د ((جيو هوا)) غره د سيل لپاره د ختيځ، جنوب او شمال درې کرښې شته. په دغه غره کې زياتې منظرې شته چې لس لرغونې منظرې او لس نوې منظرې ويشل کېږي. لس لرغونې منظرې يې داسې دی: ((وو شي شان سه))، ((تيان تای شياو ژي))، ((هوا چنګ وان جونګ))، ((دونګ يان يان ځوه))، ((تيان جو شيان ځونګ))، ((ليان فنګ يون های))، ((شو تان اين يو))، ((بي تاو پو بو))، ((جيو ځي چيوان شنګ)) او ((پينګ ګانګ جي شيو)). لس نوې منظرې يې داسې دي: ((ګان لو لينګ شيو))، ((لونګ چي فې پو))، ((جي يوان چن شي))،((شن ګوانګ يي څای))، ((موه کونګ شنګ جي))، ((مين يوان جو های))، ((فنګ هوانګ ګو سونګ))، ((ګوان اين څي هانګ))، ((دا پنګ ټينګ جينګ))، ((هوا تای چون سه)).

((تيان جو)) غر

((تيان جو)) غر د ((ان هوی)) ولايت د ((ان چينګ)) ښار په ((چيان شان)) ولسوالۍ کې پروت دی. دغه غر د په زړه پورې طبيعي منظرو له امله شهرت لري او د ((ان هوی)) ولايت په دريو مشهورو غرونو کې يو دی چې نور دوه غرونه (( هوانګ شان)) غر او ((جيو هوا)) غر دی. د ((تيان جو)) غر منظرې په څلورو فصلونو کې بېلې دي او پسرلی، دوبی او منی د سيل وړ فصلونه دي. د ((ان چينګ )) ښار ((تيان جو شان)) هوايي ميدان له دغه غره څخه پنځوس کيلومتره واټن لري او اوس د دغه ميدان او شانګهای، ((ګوانګ جو))، ((شيا من)) او ((شي أن)) ترمنځ هوايي کرښې شته. د ((چيو هوا)) غره په شان، پر الوتکې پرته، سيلانيان لومړی د اورګاډي او بس په وسيله دغه غره ته نژدې ښارونو ته ورسېږي، بيا د بس او موټر له لارې دغه غره ته تللی شي. دغه غر د ۲۰۱۱م په سپتمبر کې د م م د يونيسکو سازمان لخوا د نړيوال جيالوژيک باغ په توګه وټاکل شو. په دغه غره کې اته عمده منظره لرونکې سيمې شته چې ((جو فنګ))،(( دا لونګ وه))،((ما ځو ان))، ((هو توه يا))، ((جيو جينګ هه))، ((سان ځو سي))، ((لونګ تان هه)) او ((هوه شان)) دی. په دې جمله کې ((جو فنګ)) منظره لرونکې سيمه د سيل وړ سيمه ده. په دې ځای کې د دغه غره عمده څوکه ((تيان جو)) څوکه ليدل کېږي او دغه څوکه د دې غره نښه هم ده. دغه راز، ډول ډول عجيبې ډبرې هم د ((تيان جو)) غره يوه ځانګړتيا ده چې سيلانيان د کامرې له لارې په زړه پورې تصويرونه اخيستلی شي. بر سېره پردې، په ((تيان جو)) غره کې هم زيات معبدونه شته.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای