CRI Online

د ((شان دونګ)) ولايت د مرکز ((جي نان)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2018-03-16 20:33:32








((جي نان)) ښار د ((شان دونګ)) ولايت د سياست، اقتصاد، ښوونې، ترافيک او کولتور مرکز دی. په دغه ښار کې زياتې چينې شته چې په دې جمله کې دوه اويا چينې ډېرې مشهورې دي، دغه ښار له دې امله شهرت لري او د چينو ښار په توګه هم بلل کېږي. په چين کې د ((شان دونګ)) ولايت ميشت وګړي د مېلمه پالنې له امله شهرت لري، د ((جي نان)) ښار ميشت وګړي هم دغه ځانګړتيا لري او تل د سيلانيانو ښه خدمت کوي. غر، چينې، جهيل، سيند او ښارګوټی د ((جي نان)) د سيلانۍ پيژند کارډونه دي. ((جي نان)) ښار د ((لونګ شان)) په نوم د چين د لرغوني کولتور سرچينه ده.


د ((شان دونګ)) ولايت ترافيکي سويه په چين کې مخکنی مقام نيسي، په تېره بيا د سړک شبکه يې بشپړه ده. د ((جي نان)) ښار په قلمرو کې د مختلفو کليو ترمنځ سړکونه شته، نو ترافيک يې ډېر اسان دی. د ((جي نان)) هوايي ميدان د ښار له مرکز څخه شاوخوا څلوېښت کيلومتره واټن لري او د هوايي ميدان او مرکز ترمنځ بسونه تګ راتګ کوي. بر سېره پردې، ګړندی اورګاډی او موټر هم ((جي نان)) ته د سفر ښه انتخابونه دي. د ((جي نان)) ښار په منځ کې له سلو نه زيات د بس کرښې شته، نو د سيل لپاره ترافيکي ستونزه نه شته.

((باو تو)) چينه

((باو تو)) چينه چې د ((جي نان)) ښار په ((لي شيا)) سيمه کې پرته ده، دغه چينه د ((جي نان)) له دريو ډېرو مشهورو منظرو څخه يوه ده چې نورې دوې منظرې ((دا مينګ)) جهيل او ((جيان فوه)) غر دی. جنوبي خوا يې ((چيا فوه)) غر، ختيځه خوا يې ((چيوان چنګ)) ميدان، شمالي خوا يې (( دا مينګ ))جهيل موقعيت لري. د ((باو تو)) چينې باغ پراخوالی لس اعشاريه پنځه هکتاره دی او د چينې پر بنسټ د دولت په کچه د پنځه اې په درجه يو باغ دی. د يادولو وړ ځای دا دی چې په ((جي نان)) ښار کې دوه اويا مشهورې چينې شته او ((باو تو)) چينه پکې لومړی مقام نيسي. نو د چينايانو په خوله کې ((باو تو)) چينه په دنيا کې د لومړۍ چينې په توګه بلل کېږي چې د چين په زياتو تاريخي کتابونو او ليکنو کې د دغې چينې نوم پيدا کېږي. ((باو تو)) چينه د ((جي نان)) ښار يوه نښه ده. د دغه باغ په شاوخوا سيمه کې د زياتو پخوانيو مشهورو شخصيتونو يادونځي شته، هم د سيل وړ ځايونه دي. ((باو تو)) چينې ته نژدې څه باندې دېرش نورې چينې ليدل کېږي چې د ((باو تو)) چينې د ډلې په توګه يادېږي. ځايي اوسيدونکي په رخصتيو کې هم د دغه باغ سيل کوي.

((دا مينګ)) جهيل

((دا مينګ)) جهيل د ((جي نان)) ښار د مرکز په شمال ختيځه خوا کې پروت دی او د ((جي نان)) د مرغلرې په توګه بلل کېږي. دغه جهيل يو طبيعي جهيل دی او د چينو د اوبو په راغونډېدلو سره رامنځته شوی دی. د دغه جهيل پراخوالی اته پنځوس هکتاره دی او د دغه جهيل په بنسټ د جوړ شوي باغ پراخوالی له يو سل او درې هکتارو څخه زيات دی. په دوبي کې د دغه جهيل مخ د ابي نيلوفر بې شمېره ګلونه پوښي او د جهيل پر غاړې د ولې ونې شنې کېږي چې يو ښکلی تصوير انځوروي. څرنګه چې د دغه جهيل منظره ډېره په زړه پورې ده، نو د چين په تاريخ کې زياتو شاعرانو د دغه جهيل لپاره په زړه پورې شعرونه ليکلي دي.

((چيان فوه)) غر

((چيان فوه)) غر په لرغونې زمانه کې د ((لي شان)) په نوم ياد شوی. دغه غر د ((جي نان)) ښار په جنوب کې پروت دی. له ۵۸۱ملادي کال څخه تر ۶۰۰ملادي کال پورې په هغه وخت کې بوديزم په چين کې ډېر مروج و، نو امپراطور حکم کړی و چې په دغه غره کې دې زرګونه بتان حکاکي کړای شي. نو له دې امله د دغه غره نوم په ((چيان فوه)) بدل شو چې په چينايي ژبه کې ((چيان)) د زر مانا او ((فوه)) د بت مانا لري.

له يادو ځايونو څخه پرته، په ((جي نان)) کې د نورو عصري او لويو ښارونو په شان لوړه کچه لرونکي راسټورانټونه او هوټلونه شته او سيلانيان په دغه ښار کې عصري او پخواني چيني کولتورونه احساسولی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای