CRI Online

د ((تای)) غر سيل

cri     (GMT+08:00) 2018-03-25 17:55:52

((تای)) غر د ((شان دونګ)) ولايت په منځنۍ برخه کې د ((جي نان))، ((تای ان)) او ((ځي بوه)) دريو ښارونو په تقاطع کې پروت دی او د ((تای ان)) ښار تر ادارې لاندې دی. د ((تای )) غره منظرې لرونکې سيمې مساحت څليرويشت زره او دوه سوه هکتاره دی. د دغه غره لوړه څوکه ((يو هوانګ دونګ)) نومېږي او جګوالی يې يوزر پنځه سوه او څلور پنځوس مربع متره دی. ((تای)) غر ستر دی او د چين له پنځو ډېرو مشهورو غرونو څخه يو دی. دغه غر د چينايانو په خولو کې په دنيا کې د لومړي غره په توګه يادېږي. ((تای)) غر د طبيعي او کولتوري ميراثونو په نړيوالو ليستونو کې شامل شوی او نړيوال جيولوژيک باغ هم دی. په لرغونې زمانه کې ((تای)) غر د خلکو په سترګو کې د امپراطورۍ څوکۍ ته د رسېدلو لار وه او هم جنت ته د تللو لار وه او د خلکو په خولو کې يو متل مروج و چې که ((تای)) غر ثابت وي، دنيا به ارامه وي. ځکه يې د خلکو او امپراطورانو په زړونو کې مقدس مقام نيولی و، نو دوی د دغه غره لپاره د قربانۍ مراسم اجرا کول. د چين له لومړي امپراطور څخه تر چينګ سلسلې پورې ديارلس امپراطوران دغه غره ته د قربانۍ ورکولو لپاره د دغه غره سر ته ختلي دي. اوس په دغه غره کې له شلو نه زيات د تاريخي ودانيو اثار شته او د حکاکي شويو کتيبو شمېر پکې له دوه زره دوه سوو څخه زيات دی. په تاويزم او بوديزم کې دغه غر د مقدس غره په توګه ياد شوی دی. ويل کېږي چې ((تای)) غر د چيني ملت او د چيني کولتور يوه نښه ده چې ورڅخه د اسمان او خلکو ترمنځ د يووالي او همغږۍ په اړه د ختيځې خوا کولتور څرګندېږي.

((تای)) غر ته د تګ راتګ لپاره عمده ترافيکي وسايل موټر او اورګاډي دي. څرنګه چې په ((تای ان)) ښار کې هوايي ميدان نه شته، نو سيلانيان لومړی د ((جي نان)) د ((ياو چيان)) نړيوال هوايي ميدان ته ځي او بيا د عمومي بس، موټر او اورګاډي له لارې ((تای ان)) ښار ته تګ کوي. د ((تای ان)) او ((تای)) غره ترمنځ ترافيک ډېر اسان دی. يادو ځايونو ته د تګ راتګ لپاره بس او ټکسي کارول کېږي.

د يو کال په څلورو فصلونو کې د ((تای)) غره منظرې بدلېږي او د هر فصل منظرې يې په زړه پورې او ځانګړتيالرونکې دي. سيلانيان د کال په څلورو فصلونو کې دغه غره ته ختلی شي، خو د هر کال له اپريل څخه تر نومبر پورې موده د دغه غر د سيل وړ وخت وي او منظرې يې تر ټولو ښکلې او په زړه پورې وي. سهار د ((تای)) غره په لوړه څوکه د لمر ختلو منظره د زياتو سيلانيانو خوښېږي. خو په سهار کې د غره په څوکې کې هوا سړه وي، نو سيلانيان بايد د بدني تودوخې د ساتلو لپاره زياتې جامې واغوندي.

د ((دای)) معبد او ((جونګ تيان)) دروازې ترمنځ منظره لرونکې سيمه

د ((دای)) معبد او ((جونګ تيان)) دروازې ترمنځ منظره لرونکې سيمه کې غره ته د پورته شوې لارې په دواړو غاړو کې زيات ډبريز حکاکي او کتيبې ليدل کېږي. ((دای)) معبد په ((تای)) غره کې د تاريخي ودانيو يو مثال دی، نو د سيل وړ ځای دی.

د ((جونګ تيان)) دروازې څخه تر ((نان تيان)) دروازې پورې منظره لرونکې سيمه

په دې سيمه کې زيات پاڼونه شته او غرنۍ لاره پکې سخته ده. په تېره بيا د ((شي با پان)) په نامه لاره چې له يو زر او شپږ سوو نه زيات ګامونه لرونکې زينه لري، نو په دغې زينې د ختلو لپاره قوي قوت ته اړتيا شته. بر سېره پردې، سيلانيان د هوايي ګاډۍ له لارې په مستقيمه توګه ((جونګ تيان)) دروازې ته تللی شي او له جګ ځای څخه منظرې کتلی شي.

له ((نان تيان)) دروازې څخه تر ((يو هوانګ دينګ)) څوکې پورې منظره لرونکې سيمه

په دې سيمه کې زياتې منظرې شته، مثلاً ((نان تيان)) دروازه، ((دا ګوان)) څوکه، ((تاو هوا يوان)) سيمه، ((يو هوانګ دينګ)) څوکه ، ((تيان)) واټ او داسې نورې. په دې جمله کې ((ژي ګوان)) څوکه د لمر ختلو منظرې د کتلو لپاره يو عمده ځای دی. دغه راز، په ((يو هوانګ دينګ)) څوکه کې سيلانيان نه يوازې د لمر ختنې منظره کتلی شي، بلکې له ليرې ځای څخه ژېړ سيند هم کتلی شي. بر سېره پردې، سيلانيان په ((تيان)) واټ کې ګرځېدلی شي او د يادګرو شيانو پلورونځي د سيلانيانو پر مخ پرانيستي وي. ويل کېږي چې په دې ځای کې سيلانيان له منظرو او ځايي کولتور څخه خوند اخيستلی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای