CRI Online

د ((چيو فو)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2018-04-08 20:12:54

((چيو فو)) ښار د چين د ((شان دونګ)) ولايت په جنوب لويديځ کې پروت او په لرغونې زمانه کې د هغه هېواد پلازمينه وو چې لو نومېده. ((چيو فو)) د چين د مشهور فيلسوف کنفوسيوس ټاټوبی دی، نو د ختيځ لوري د سپېڅلي ښار په توګه بلل کېږي. په دغه ښار کې د کنفوسيوس معبد، د کنفوسيوس د نسلونو کور او د کنفوسيوس د کورنۍ قبرونو باغ شته او په ۱۹۹۴م کال کې دغه ځايونه د کولتوري ميراثونو په نړيوال لېست کې شامل شول. ويل کېږي چې د کنفوسيوس په اړه ودانۍ او ځايونه د ((چيو فو)) ښار عمده سيلانيزې سرچينې دي. د هر کال له سپتمبر څخه تر اکتوبر پورې په دې ښار کې د کنفوسيوس کولتوري فېسټيوال تر سره کېږي چې په دې موده کې د کنفوسيوس معبد د عمده ودانۍ په وړاندې ميدان کې د کنفوسيوس د قربانۍ مراسم، هنري نندارې، د کنفوسيوس د افکارو سمينار او نندارتون تر سره کېږي، نو په دې وخت کې سيلانيان له ځايي کولتور او دود څخه خوند اخيستلی شي.

((چيو فو)) د ((جي نان)) له هوايي ميدان څخه يو سل اتيا کيلومتره واټن، د ((جي نينګ)) له هوايي ميدان څخه پنځه اتيا کيلومتره واټن او د ((شيو جو)) له هوايي ميدان څخه يو سل او شپېته کيلومتره واټن لري. نو سيلانيان لومړی د الوتکو له لارې ياد ښار ته تللی شي او بيا د موټر او اورګاډي له لارې (( چيو فو)) ښار ته ځي. دغه راز، ګړندی اورګاډی او بس هم دغه ښار ته د تللو لپاره د سيلانيانو ښه انتخابونه دي.

د کنفوسيوس معبد

د کنفوسيوس معبد په قبل الميلاد څلور سوه او اته اويايم کال کې د کنفوسيوس د درنښت لپاره جوړ شو او د چين د تاريخ په بېلا بېلو سلسلو کې ترميم شوی دی. د کنفوسيوس معبد، د کنفوسيوس د نسلونو کور او د ده د کورنۍ قبرونو باغ په ګډه د ((سان کونګ)) په نامه يادېږي چې دغه درې ځايونه د کنفوسيوس په اړه ډېر مشهور او ځانګړتيالرونکي ځايونه دي. د کنفوسيوس معبد د زياتو ماڼيو له مجموعې څخه جوړه شوې ستره ساختماني ډله ده او له ختيځې ځانګړتيا څخه ډکه ده. د چين په نورو ځايونو کې د کنفوسيوس معبدونه هم شته، خو په دې جمله کې د ((چيو فو)) د کنفوسيوس معبد پيمانه تر ټولو ډېره لويه ده. هر کال په دې معبد کې د کنفوسيوس د درنښت او يادونې يو لړ فعاليتونه تر سره کېږي.

د کنفوسيوس د نسلونو کور

د کنفوسيوس د نسلونو کور د ياد معبد په ختيځه خوا کې پروت دی او په لرغونې زمانه کې د کنفوسيوس څو نسلونه په دې ځای کې اوسيدلي دي. په دغه کور کې څلور سوه او درې شپېته خونې شته. پخوا د کنفوسيوس نسلانو نه يوازې په دې کور کې ژوند کاوه، بلکې پکې کار يې هم کاوه. اوس دوی په نورو ځايونو کې اوسېږي او هيڅوک په دغه کور کې نه اوسېږي. دغه کور يوازې د کنفوسيوس د يادونې لپاره د سيلانيانو پر مخ پرانيستل شوی دی. سيلانيان په دې ځای کې له خونو، واټونو او باغ څخه ليدنه کتنه کولای شي او د کنفوسيوس په زمانه کې د ژوند حالات احساسولی شي.

د کنفوسيوس د کورنۍ قبرونو باغ

د کنفوسيوس د کورنۍ قبرونو باغ د (( چيو فو)) ښار په شمال کې پروت دی. کله چې کنفوسيوس مړ شو، د ده قبر کوچنۍ و. د وخت په تېرېدو سره د چين په تاريخ کې د کنفوسيوس د افکارو مقام ورځ په ورځ لوړېده، نو د مختلفو سلسلو امپراطورانو د کنفوسيوس د قبر د ترميمولو لپاره پانګونې وکړې. نو د قبر پيمانه يې هم ګام په ګام لويه شوله او د کنفوسيوس نسلونه له مړينې وروسته اوس هم په دې ځای کې ښخېږي، نو د کورنۍ قبرونو هديره او باغ رامنځته شو. دغه هديره او باغ په نړۍ کې د يوې کورنۍ د قبرونو لپاره ډېر تاريخي باغ دی. اوس خلک هم په دې ځای کې د کنفوسيوس درنښت او يادونه کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای