CRI Online

د سيل او سفر چارو د نړيوالې شورا سرمشريزه غونډه تر سره شوه او د چين د سيلانۍ د پرمختګ سرعت په ګرده کرې کې تر ټولو ډېر چټک دی.

cri     (GMT+08:00) 2018-04-22 19:15:52

د سيل او سفر چارو د نړيوالې شورا اتلسمه سرمشريزه غونډه څو ورځې مخکې د ارجنټاين په پلازمينه بوينس ايرس کې تر سره شوه. له سلو نه د زياتو هېوادونو د حکومتي ارګانونو، سيلانيزو سازمانونو او تصديو څه باندې يو زر او پنځه سوو استازو پکې ګډون درلود. برخه والو د نړيوال اقتصاد د زياتوالي د بې وزلۍ د له منځه وړلو او د روزګار د زياتوالي لپاره د سيلانۍ د خدمتونو، په سيلانۍ کې د ستر او غټ حساب او مصنوعي دماغ د کارولو، د سيلانيز امنيت او پر له پسې پرمختګ، د سياسي جغرافيايي تزلزل، علمي او تخنيکي پرمختګ او په سيلانۍ باندې د اقليمي بدلون د اغيزې په شمول پر يو لړ مسئلو بحثونه وکړل، تر څو په ګرده کرې کې د سيلانيزو چارو پر له پسې پرمختګ وموندل شي.

د ارجنټاين ولسمشر ماوريسيو ماکري، د سيلانۍ د نړيوال سازمان سرمنشي زوراب پولوليکاشويلي، د سيل او سفر چارو د نړيوالې شورا لومړۍ اجرايوي مشرې ګلوريا ګويوارا مانزو او د ارجنټاين د سيلانۍ وزير په دغه غونډه کې ګدون درلود او ويناوې يې وکړې.

د ارجنټاين ولسمشر ماکري وويل، چې د سيلانۍ پرمختګ به د دغه هېواد د اقتصاد پرمختګ پياوړی کړي. دا نه يوازې د دغه هېواد د کورني اقتصاد د پر له پسې پرمختګ اړتياوې پوره کولای شي، بلکې په دغه هېواد کې د روزګار فرصتونو د زياتوالي لپاره قوي خوځنده ځواک برابروي.

د سيل او سفر چارو د نړيوالې شورا لومړۍ اجرايوي مشرې ګلوريا ګويوارا مانزو وويل، چې سيلاني په اوسنۍ نړۍ کې له ډېرو فعالو اقتصادي څانګو څخه يوه ده او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا او زياتوالي لپاره ستر خدمتونه يې کړي دي او کوي يې. اوسمهال سيلاني په ټوله نړۍ کې د توليداتو په عمومي اندازه کې لس اعشاريه څلور سلنه نيسي، د سيلانۍ تر لارښوونې لاندې په ګرده کرې کې د روزګار انډول نهه اعشاريه نهه سلنه دی او په ۲۰۱۷م کال کې د سيلانۍ د زياتوالي انډول د نړيوال اقتصاد د زياتوالي انډول په پرتله څلور اعشاريه شپږ سلنه لوړ و. په راتلونکي کې به نړيوالې سيلانۍ چټک پرمختګ او قوي قوت ومومي او د دغه شورا عمده کاري ټکی به دا وي چې په ګرده کرې کې د سيلانيز اقتصاد پر له پسې پرمختګ وساتي.

د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۷م کال لپاره په نړۍ کې د سيلانيز اقتصاد د څيړنې راپور خپور شوی چې د يادې شورا او د بريټانيا د اوکسفورد پوهنتون لخوا په ګډه خپور شوی و. د دغه راپور له مخې، په ۲۰۱۷م کال کې په نړۍ کې لس هېوادونه تر ټولو ډېر چټک پرمختګ موندلی دی او په وار سره نومونه يې دا دي: چين، امريکا، بريټانيا، ترکيه، مصر، هند، هسپانيا، جاپان، ايټاليا او المان. په دې جمله کې د چين د سيلانۍ د زياتوالي انډول نهه اعشاريه اته سلنه و چې دغه شمېر په نړۍ کې لومړی مقام نيسي. د يادې شورا د اټکل له مخې، په راتلونکو لسو کلونو کې به د نړيوالې سيلانۍ د زياتوالي منځنی انډول درې اعشاريه اته سلنه وي او د روزګار لپاره خدمتي انډول به يې پنځه ويشت سلنه وي.

په دغه سرمشريزه غونډه کې اعلان شوی چې د دغه شورا نولسمه سرمشريزه غونډه به د ۲۰۱۹ کال په اپريل کې د هسپانيا د اندالوزيا ايالت په مرکز سيويليا ښار کې تر سره شي.

د معلوماتو له مخې، ياده شورا په ۱۹۹۰م کال کې د امريکا د بهرنيو چارو د پخواني وزير هينري کيسسينګر د وړانديز له مخې جوړه شوه او مقر يې په لندن کې پروت دی. دغه شورا په اوسنۍ نړۍ کې له ډېرو صلاحيت لرونکو غير حکومتي نړيوالو سازمانونو څخه يو دی او په سيلانيزو چارو کې د اولمپيک په توګه بلل کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای