CRI Online

د ((چينګ داو)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2018-05-06 19:26:14

((چينګ داو)) ښار چې د ((شان دونګ)) ټاپووزمې په جنوب ختيځه غاړه کې پروت دی، د ((شان دونګ)) ولايت اقتصادي مرکز، د دولت په کچه مهم ساحلي ښار، سيلانيز ښار او نړيوال سوداګريز بندر دی. دغه ښار د چين تاريخي او کولتوري مشهور ښار دی او په چين کې د تاويزم په سرچينو کې يو دی. په ۲۰۰۸م کال کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د بادبانۍ کښتيو سيالۍ په دې ښار کې تر سره شوې دي، نو دغه ښار د بادبانۍ کښتۍ ښار په توګه هم بلل کېږي. دغه راز، ((چينګ داو)) يو نړيوال او عصري ښار دی او د نړيوال بير(beer) ښار په توګه هم بلل کېږي. د هر کال په اګست کې په دغه ښار کې د بير نړيوال فېسټيوال تر سره کېږي، سيلانيان د نړۍ له بېلا بېلو ځايونو څخه ((چينګ داو)) ته راځي او راز راز بير څښي. څرنګه چې په نژدې زمانه کې يعنې د نولسمې پيړۍ له پای څخه د شلمې نېټې تر پيل پورې ((چينګ داو)) په جلا توګه د الماني او جاپاني تيري کوونکو لخوا ونيول شو، نو په دغه ښار کې زياتې ودانۍ د لويديځي هېوادونو د ځانګړتياوولرونکې دي. بر سېره پردې، ((چينګ داو)) د سمندر علمي او څيړنيز نړيوال مرکز دی. په دې ښار کې ۲۶ پوهنتونونه شته. کله چې د ((چينګ داو)) ښار نوم يادېږي، د چينايانو په خوله کې به داسې کلمې راشي: سرې تختې، شنې ونې، شين سمندر او ابي رنګ اسمان. له داسې کلمو څخه د (( چينګ داو)) ښار ښکلې طبيعي منظرو نوم او شهرت څرګندېږي.

((چينګ داو)) د يو بشپړې ترافيکي شبکې لرونکی دی، د ((چينګ داو)) هوايي ميدان د چين په دننه کې د الوتنې سل کرښې او د چين په بهر کې لسګونه نړيوال ېکرښې لري. دغه هوايي ميدان د ښار له مرکز څخه يو دېرش کيلومتره واټن لري او د موټر له لارې شاوخوا پنځوس دقيقې مزل لري. دغه راز، د سړکونو او اوسپنيزو لارو حالات يې هم ښه دی، نو موټر، بس او اورګاډی هم د سيلانيانو ښه انتخابونه دي. څرنګه چې ((چينګ داو)) کې د لومړۍ کچې سمندري بندر شته، نو د ((چينګ داو)) او جاپان، کوريا جهوريت ترمنځ د بيړيو کرښې هم کارول کېږي. د دغه ښار په منځ کې ټکسي، موټر، سرويس او سبوې هم د سيلانيانو ښه انتخابونه دي.

د ((جان چياو)) سمندري لنګر ګاه

((جان چياو)) لنګرګاه د چين په ((چينګ)) زمانه کې جوړه شوې او دغه لنګرګاه د سمندر له غاړې څخه سمندر ته غځېدلې ده. د دغه لنګرګاه په سر کې يو برج شته چې که له ليري ځای څخه دغه لنګرګاه وکتل شي، بڼه يې د انسان د يو مټ په شان ده. دغه لنګرګاه اوس يوازې د سيل لپاره د سيلانيانو په مخ پرانيستل شوې او د ((چينګ داو)) د پيژندنې يوه مشهوره نښه ده.

((با دا ګوان)) سيمه

په ((با دا ګوان)) سيمه کې اته عمده سړکونه شته چې د چين په لوی ديوال کې د اتو برجونو د نومونو سره سم يې نوم اېښودنه شوې. په دغه سيمه کې سيلانيان د سرو تختو، شنو ونو، شين سمندر او ابي اسمان په اړه د طبيعت له ښکلا څخه خوند اخيستلی شي. په دغه سيمه کې د شلو نه د زياتو هېوادونو ځانګړتيالرونکی ودانۍ ليدل کېږي، نو دغه سيمه هم د زرګونو هېوادونو د ودانيو نندارتون په توګه يادېږي.

د ((چينګ داو)) د بادبانۍ کښتيو نړيوال مرکز

د ((چينګ داو)) د بادبانۍ کښتيو نړيوال مرکز د ۲۰۰۸م کال لپاره د بېجينګ د اولمپيک لوبو د بادبانۍ کښتيو د سياليو ځای دی. د دې مرکز تاًسيسات عصري او چاپيريال يې ښه دی. سيلانيان په دې ځای کې د بادبانۍ کښتيو له کولتور او لوبو څخه خوند اخيستلی شي.

((لاو )) غر

((لاو)) غر د ((چينګ داو)) ښار په ختيځه برخه کې پروت دی او د ((شانګ دونګ)) ټاپووزمې عمده غرنۍ سلسله هم ده. د دغه غره لوړه څوکه (( جيو فنګ)) نومېږي چې د چين په سمندري غاړه کې تر ټولو ډېره لوړه څوکه ده او لوړوالی يې يو زر يو سل او دوه دېرش متره دی. د ((لاو)) غر د سيل لپاره دوې عمده کرښې شته. جنوبي کرښه د تاويزم کولتور په اړه دی. ټولو ته معلومه ده چې ((لاو)) غر په چين کې د تاويزم مقدس ځای دی، نو د ((لاو)) غر په جنوبي لمن کې د تاويزم زيات معبدونه شته چې تاريخ يې اوږد دی. دغه راز، په دې کرښه کې سيلانيان د غره له لوړ ځای څخه سمندر کتلی شي چې د سمندر سترې او شانداره منظرې ليدلی شي. شمالي کرښه په غرنۍ سيمه کې د چينو منظرې په اړه دی. د ((لاو)) غره د چينو اوبه د ښه کيفيت او خوږ خوند له امله په چين کې شهرت لري. سيلانيان په دغه کرښه کې له نژدې ځای څخه رنګارنګ عجيبې ډبرې ليدلی شي او د چينو له اوبو څخه هم خوند اخيستلی شي.

سمندر غاړې

((چينګ داو)) کې ښه سمندر غاړې شته چې اوږدوالی او پراخوالی يې د چين په دننه کې مخکښ مقام نيسي. نو که سيلانيان له ((چينګ داو)) څخه ليدنه کوي، بايد پر سمندر غاړه باندې قدم ووهي. په تېره بيا په دوبي کې سيلانيان په سمندر کې لامبو وهلی شي او د سمندر پر غاړه عصري او بشپړ ډول ډول خدمتي تاًسيسات شته.

له يادو ځايونو نه سر بېره، د سمندري پوځ موزيم، ((تيان هو)) معبد، ((لو شيون)) باغ هم د سيل وړ نور ښکلي ځايونه دي. دغه راز، سمندري خوراکونه هم د دې ښار يوه بله ځانګړتيا ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای