CRI Online

د ((لو شان)) غره سيل

cri     (GMT+08:00) 2018-05-25 19:41:58

(( لو شان)) غر د ((جيانګ شي)) ولايت د ((جيو جيانګ)) ښار په ((لو شان)) ښار کې پروت دی. ويل کېږي چې (( لو شان)) د ((جيانګ شي)) ولايت يوه نښه ده. کله چې د خلک لخوا (( جيانګ شي)) ولايت نوم يادېږي، د دوی په خولو کې به ((لو شان)) حتماً يادېږي. دغه غر د کولتور د نړيوالو ميراثونو په ليست کې شامل دی او نړيوال جيالوژيک باغ هم دی. دغه غر د چين په لسو مشهورو غرونو کې يو دی او د چين د دولت په کچه د پنځه اې په درجه منظره لرونکې سيمه هم ده. د ((لو شان)) غره هوا لنده ده او په يو کال کې څه کم نيم کال لړه پکې شته او باران هم پکې زيات دی. په غرنۍ سيمه کې يې هوا سړه ده، نو په دوبي کې دغه ځای له ګرمۍ څخه د خپل ځان د ژغورلو لپاره ښه ځای دی. د لرغونې زمانې راپدېخوا، په دوبي کې ((لو شان)) غر د زياتو ليکوالو، شاعرانو، هنرمندانو، چارواکو او مشرانو د ساعت تيري او استراحت ځای دی او په دغه غره کې زياتې په زړه پورې او ښکلې بنګلې شته. دغه راز، په ((لو شان)) غر کې راز راز څوکې، درې، سمڅې، ډبرې او ابشارونه هم د سيل وړ دي.

((لو شان)) ته د تللو لپاره دوې کرښې شته. يوه يې دا ده چې لومړی د الوتکې، اورګاډي او موټر له لارې د ((جيانګ شي)) ولايت مرکز ((نان چانګ)) ښار ته ورسېږي، ورپسې د موټر او بس له لارې ((لو شان)) غر ته ولاړ شي. بله لار دا ده چې د الوتکې، بيړۍ او اورګاډي له لارې ((جيو جيانګ)) ولسوالۍ ته ورسېږي او بيا د موټر او بس له لارې دغه غره ته ولاړ شي. د ((جيو جيانګ)) ولسوالۍ هوايي ميدان تر ټولو دغه غره څخه ډېر نژدې دی چې واټن يې نهه اعشاريه اته کيلومتره دی. له دغه هوايي ميدان څخه د بېجينګ، شانګهای، ګوانګ جو او شن جن په شمول عمومي او لويو ښارونو ته د الوتنې کرښې شته. ((ګو لينګ)) علاقه داري د ((لو شان)) سيمې مرکز دی. څرنګه چې د ((لو شان)) غرنۍ سيمې پراخوالی لوی دی، نو د منظرو ترمنځ واټن لږ لېرې دی. په غرنۍ سيمه کې سيلانيز بس شته، بر سېره پردې ټکسي هم د سيلانيانو انتخاب دی.

د ورېځو سمندر

څرنګه چې د ((لو شان)) په غرنۍ سيمه کې هوا لنده ده، نو په اسمان کې ورېځې هم ډېرې دی چې پيمانې يې د سمندر په شان بې حده دي. د ورېځو سمندر د ((لو شان)) غره د منظرې يوه ځانګړتيا ده. ورېځې کله سمندري څپو ته ورته دي، کله د بې شمېره عسکرو او اسانو په شان دي. په تېره بيا د لمر د ختلو او لوېدو پر مهال ورېځې سور او طلايي رنګ خپلوي. ((تيان چي)) ، ((جين شيو ګو))، ((هان پوه کوه)) او ((وو لاو فنګ)) د ورېځو سمندر د کتلو ښه ځايونه دي.

د ((مې لو)) بنګله

((مې لو)) بنګله په ۱۹۰۳م کال کې د بريټانيا د لارډ لانوز لخوا جوړ شو او په ۱۹۳۴م کال کې د دغه بنګله خاوند د يوې ډالۍ په توګه دغه بنګله په هغه وخت کې د چين د ((ګوه مين دانګ)) ګوند مشر ((جيانګ جي شه)) او مېرمن ته يې ورکړې ده، نو له دې وروسته دغه بنګله د ((جيانګ جي شه)) ماڼۍ وه چې د هر کال په دوبي کې يې په دې ځای کې کار او ژوند کړی و. د نوي چين له جوړېدو نه وروسته د چين پخواني مشر ((ماو ځه دونګ)) هم په دغه بنګله کې ژوند کړی و، نو دغه بنګله د چين په تاريخ کې يوازنۍ بنګله ده چې د چين کمونېست ګوند مشر او د ګوه مين دانګ ګوند مشر پکې ژوند کړی و چې دا په ساختماني او سياسي برخو کې دغه بنګله ته زيات ارزښتونه ورکوي.

((شي من جيان)) دره

((شي من جيان)) دره د ((لو شان)) غره په لويديځه لمن کې پرته ده. دغه دره د ابشار، عجيبې ډبرې، لرغونې ونې او لښتي له لارې سيلانيان راجلبوي. په دغه دره کې ابشار ډېر اوږد تاريخ لري او دوه زره کاله مخکې د چين په تاريخي کتاب کې د دغه ابشار د ياد ليکنه پيدا شوې ده.

د ((لو شان)) مينې په نوم فلم

د ((لو شان)) په سيمه کې يوه سنيما شته چې پکې يوازې يو فلم خپرېږي چې نوم يې دی د ((لو شان)) مينه. دغه فلم په ۱۹۸۰م کال کې په ((لو شان)) کې ثبت شوی. قصه يې دا ده چې يو ځوان او يوې نجلۍ د((لو شان)) د سيل په وخت کې يو د بل سره مينه پيدا کړه. په دغه فلم کې نه يوازې د ځوانانو ترمنځ مينه احساسېدلی شي، بلکې د ((لو شان)) غر ښکلې منظرې هم لېدل کېږي. تر اوسه پورې دغه فلم په نړۍ کې يو ريکارډ ټينګوي چې د خپرېدو شمېر يې تر ټولو ډېر زيات دی. نو که سيلانيان وخت ولري، بايد دغه فلم حتماً وګوري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای