CRI Online

د ((جيانګ شي)) ولايت د مشهورو غرونو سيل

cri     (GMT+08:00) 2018-06-03 19:10:48

((سان چينګ)) غر

((سان چينګ)) غر د ((جيانګ شي)) ولايت د ((شانګ ژاو)) ښار د ((يو شان)) ولسوالۍ او د ((ده شينګ)) ښار په سرحدي سيمه کې پروت دی او د ((هوی يو)) غرنۍ سلسلې يوه برخه ده. دغه غر د ((يو جينګ))، ((يو شيو)) او ((يو هوا)) په نوم د دريو څوکو له امله شهرت لري او نوم يې هم له دې امله منځته راغلی دی. په يادو دريو څوکو کې (( يو جنګ)) څوکه تر ټولو ډېره لوړه ده چې جګوالی يې يو زر اته سوه او نولس متره دی او په ((جيانګ شي)) ولايت کې پنځم مقام نيسي. دغه غر د چين د تاويزم مقدس غر دی او د طبيعتونو په نړيوال لېست کې شامل دی. دغه راز، دغه غر نړيوال جيالوژيک پارک هم دی. له جنوبي خوا څخه تر شمالي خوا پورې د دغه غره عمده اوږدوالی دوولس اعشاريه دوه کيلومتره دی او له ختيځ څخه تر لويديځ پورې اوږدوالی يې شپږ اعشاريه درې کيلومتره دی. دغه غر له ګرانېټ ډبرو څخه جوړ شوی دی او په دغه غر کې د ګرانېټ ژيومورفولوژۍ د څوکو او ډبرو ګڼه ګوڼه شته چې که له ليرې ځای څخه ورته وګورئ، د څوکو او ډبرو د ځنګلونو په شان دی. ډولونه او رازونه يې په نړۍ کې تر ټولو ډېر غني دي. په دغه غره کې دوه زره درې سوه او درې اويا ډولونه نباتات او يو زر اووه سوه او اته ويشت ډولونه حيوانات ژوند کوي چې شمېر يې د ختيځې اسيا په دغه شان غرنيو سيمو کې تر ټولو ډېر زيات دی. يو زر او شپږ سوه کاله مخکې د چين تاوزيم په دې ځای کې خپور شوی و، نو په غرنۍ سيمه کې د تاويزم معبدونه او ودانۍ هم زياتې دي. سيلانيان بايد د اورګاډي په وسيله د ((يو شان)) ولسوالي او ((شانګ ژاو)) ښار ته تللی شي او بيا د عمومي بس له لارې دغه غر ته تګ کولای شي.

((لونګ هو)) غر

((لونګ هو)) غر د ((جيانګ شي)) ولايت د ((ينګ تان)) ښار په جنوب لويديځه برخه کې پروت دی. د افسانې له مخې، څو زره کاله مخکې د تاويزم يو حکيم په دې ځای کې اکسير جوړوه، کله چې اکسير بشپړېده، په اسمان کې ښامار او پړانګ رامنځته کېدل. نو د دغه غر نوم ورڅخه منځته راغلی دی چې په چينايي ژبه کې ((لونګ)) د ښامار او ((هو)) د پړانګ مانا لري. ((تيان من شان)) څوکه د دغه غره ډېره لوړه څوکه ده چې جګوالی يې يو زر او درې سوه متره دی. ((لونګ هو)) غر د طبيعتونو په نړيوال لېست کې شامل دی او نړيوال جيالوژيک پارک هم دی. دغه غر د ((دانشيا)) په نوم د ځمکې بڼې يوه نمونه ده او په چين کې د تاوزيم له سرچينو څخه يو دی او يو زر او نهه سوه کاله مخکې تاوزيم په دې ځای کې رامنځته شوی و. په دغه غر کې سيلانيان د سيند، جهيل، ابشار او پخوانيو ودانيو سيل کولای شي. سيلانيان لومړی د الوتکې له لارې (( نان چانګ)) ښار ته او يا د اورګاډي او بس له لارې ((ينګ تان )) ښار ته تللی شي، ورپسې د موټر او بس له لارې دغه غره ته تګ کولای شي.

((جينګ ګانګ )) غر

((جينګ ګانګ)) غر د ((جيانګ شي)) ولايت او ((هو نان)) ولايت په سرحدي سيمه کې پروت دی او د ((جينګ ګانګ شان)) ښار څخه يوازې پنځه دېرش کيلومتره واټن لري. دغه غر د چين د انقلاب د زانګو په توګه بلل کېږي. د ۱۹۲۷م کال په اکتوبر کې د ((ماو ځه دونګ))، ((جو ده))، ((چن يي)) او ((پنګ ده هوی)) په شمول د چين پخوانيو مشرانو د چين د کارګرو او بزګرانو د سرو ځواکونو په مشري دغه غر ته ولاړل او د ((نينګ ګانګ)) ولسوالي په مرکز سره د چين په کليوالو سيمو کې د انقلاب لومړۍ اډه يې جوړه کړه او د نوي چين د قايمېدو لپاره يې زمينه برابره کړه. نو سيلانيان په دغه غر کې د پخواني انقلابي ودانيو سيل کولای شي. دغه راز، د دغه غر منظرې هم په زړه پورې او ښکلې دي. لوړه څوکه، عجيبه ډبرې، ابشار، ځانګړی اقليم، کارسټ سمڅه، توده سرچينه او په لوړه سيمه کې د کروندو پټي د سيل وړ ټکي دي. سيلانيان لومړی د الوتکې، اورګاډي او موټر له لارې ((جينګ ګانګ شان)) ښار ته تللی شي او بيا د بس له لارې دغه غر ته ولاړ شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای