CRI Online

د ((وو يوان)) ولسوالۍ سيل

cri     (GMT+08:00) 2018-06-12 14:49:12

((وو يوان)) ولسوالي د ((جيانګ شي)) ولايت په ((شانګ ژاو)) ښار کې او هم د ((جيانګ شي))، ((ان هوی)) او ((جه جيانګ)) په سرحدي سيمه کې پرته ده. دغه ولسوالي په پخوانۍ زمانه کې د ((هوی جوه)) سيمې په قلمرو کې واقع وه او د ((هوی جوه)) کولتور له سرچينو څخه يو دی. ((وو يوان)) په چين کې د کولتور او ايکولوژيک سيل له امله شهرت لري او د ډېر ښکلي کلي په توګه هم بلل کېږي. پسرلی او اوړی د دغه ځای ډېر ښکلي او په زړه پورې فصلونه دي، په تېره بيا د اپريل په مياشت کې ټولې غرنۍ سيمې د ازاليا له سور رنګي ګلونو څخه ډکې وي. د دې ترڅنګ کلي او پټي د شړشمو ژېړ رنګي ګلونو پوښلي وي او د چای بوټي تازه شنه کېږي. داسې ټول رنګونه يو ښکلی انځور جوړوي. بر سېره پردې، د جولای او اګست په مياشتو کې منظرې او اقليم يې هم په زړه پورې او د سيل وړ دی.

سيلانيان لومړی د الوتکو له لارې د ((جينګ ده چن))، ((هوانګ شان)) او يا ((نان چانګ)) هوايي ډګرونو ته تللی شي او د اورګاډي په وسيله ((جينګ ده چن)) ښار، ((شانګ ژاو)) ښار او يا ((نان چانګ)) ښار ته تللی شي، بيا د بس او موټر له لارې ((وو يوان)) ته تللی شي. د ((وو يوان)) ولسوالۍ په قلمرو کې د بېلا بېلو کليو ترمنځ عمومي بس کارول کېږي.

د ((وو يوان)) د منظرې لرونکې سيمې د عمومي ټکيټ بيه دوه سوه او لس يوانه ده. سيلانيان د ټکيټ له اخيستلو نه وروسته په پنځو ورځو کې په ازاده توګه د دغې سيمې د بېلا بېلو منظرو سيل کولای شي.

((لي کنګ)) کلی

((لي کنګ)) يو لرغونی کلی دی چې په دغه کلي کې د زياترو اوسيدونکو د کورنۍ نوم ((لي)) دی، نو د دغه کلي نوم په دې مناسبت رامنځته شوی دی. دغه کلی د ((وو يوان)) ولسوالۍ له مرکز څخه دوولس کيلومتره واټن لري. په دې کلي کې د کورونو ساختماني ځانګړتيا د ((هوی)) ډلې ساختماني بڼه ده. کله چې سيلانيان په دغه کلي کې قدم وهي، ارامتيا او همغږي احساسولی شي. په دغه کلي کې زياتره ودانۍ د مينګ او چينګ په زمانو کې جوړې شوې دي چې تاريخ يې له سلو کلونو نه زيات دی. داسې ودانۍ د ويالو تر څنګ ولاړې دي.

د ((وو يوان)) موزيم

د ((وو يوان)) موزيم په چين کې د ولسوالۍ په کچه لومړی موزيم دی. ((وو يوان)) ولسوالي په غرني سيمه کې پرته ده، نو دغه موزيم د غره په ملا کې پروت دی. څرنګه چې ((وو يوان)) د تاريخي کولتور له امله شهرت لري، نو زيات مشهور شاعران او ليکوالان په دې ځای کې زېږېدلي او نورو ځايونو تللي وو. په دغه موزيم کې د چين دوديز خطاطۍ، انځورونه او چيني لوښي شته.

د ((وه لونګ ګو)) دره

د ((وه لونګ ګو)) دره د ((دا جانګ )) په غره کې پرته ده او ((ان هوی)) ولايت ته نژدې ده. ((دا جانګ)) غر د ((هوا)) غر د سلسلې يوه برخه ده. سيلانيان په دې ځای کې د ابشارونو، لښتيو، ځنګلونو او لرغوني دود څخه خوند اخيستلی شي. د دغې درې په څلور فصلونو کې رنګارنګ منظرې لېدل کېږي چې په پسرلي کې ګوټ ګوټ کې ګلونه شته، په اوړي کې د ابشارونو او لښتيو اوبه صافې او ډکې وي، په مني کې د ونو د پاڼو رنګ سور وي او په ژمي کې ځمکې د واورو تر پوښښ لاندې وي او سپينه نړۍ رامنځته کېږي.

له يادو ځايونو نه پرته، په ((وو يوان)) کې نور د ليدو وړ او سيل وړ کلي هم شته. مثلاً، ((وانګ ګوه)) کلی، ((لي کنګ)) کلی، ((سي شي يان)) کلی، ((چينګ يوان)) لرغونی کلی او داسې نور. په يادو کليو کې لرغونې ودانۍ او واټونه ليدل کېږي او خلک په ارامه او همغږې توګه ژوند کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای