CRI Online

د شين څړځای کولتوري سيل د بايانبراک مالدارانو د ژوند د ښه والي سبب ګرځېدلی.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-03 17:55:36

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بايانبراک څړ ځای چې د چين د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د تيان شان غرنۍ سلسلې په منځنۍ برخه کې پروت دی، په چين کې د نيمې لوړې تر ټولو ډېر لوی غرنی څړځای دی. د دغه څړځای په څلورو خواوو کې غرونه په واورو پټ دي، ((کای دو)) سيند له دغه څړځای څخه تېرېږي او د اسماني بته په نامه جهيل د يوې مرغلرې په شان په دغه څړځای کې پروت دی چې زياتې اسماني بتې په دغه ځای کې ژوند کوي او د نوم منځته راتګ يې له همدې سره تړاو لري.

بايانبراک څړ ځای چې پراخوالی يې له درويشت زرو مربع کيلومترو څخه زيات دی او منځنی لوړوالی يې د سمندر له سطحې څخه دوه زره او پنځه سوه متره دی. بايانبراک په مغولۍ ژبه کې مانا يې غني سرچينه ده. په ۲۰۱۳م کال کې دغه څړځای د يونيسکو سازمان لخوا د طبعي ميراثونو په نړيوال لېست کې شامل کړای شو. څرنګه چې د مغولي، هان، تبت او قزاقي په شمول د نهو قومونو وګړي په دې ځای کې ژوند کوي، نو په دې ځای کې د مالداري کولتور رنګارنګ دی. په څړځای کې بې شمېره غوايان او پسونه په ازاده توګه ګرځي او واښه خوري. کله چې سيلانيان د ځايي مالدارانو کيږدۍ ته ننووزي، سوچه ځايي خوندور خواړه خوړلی شي. دغه راز، هر کال په دغه څړ ځای کې د نادامو په نامه فېسېټوال تر سره کېږي او پکې د اسانو د ځغاستلو او د غشي ويشتلو سيالۍ د ليدو وړ دي. د بايانبراک د اسماني بتې جهيل په نامه د سيلانيز شرکت مسؤل جوه مياو وويل، سوچه او پاک څړ ځای کولتور د دې ځای د سيل مهمه ځانګړتيا ده. دې وويل،

ددې ځای په ګوټ ګوټ کې د څړځای کولتور احساسېدلی شي. ګوره، زموږ څړځای بې حده دی او د اسانو او پسونو ګلې په هر ځای کې ليدل کېږي. زموږ ځوانان د اسانو په سپرلۍ سره څاروي څروي. داسې ټول دا سوچه مالداري کولتور دی. که څه هم زموږ منظره لرونکې سيمه د څړځای په مرکز کې پرته ده، خو موږ د مالدارانو په ژوند او څړ کې اغيزه نه لرو. سيلانيان په منظره لرونکې سيمه کې د څړځای له ژوند څخه خوند او ښه فضا احساسولی شي.

د بايانبراک منظره لرونکې سيمې پراخوالی له يو زر او يو سل مربع کيلومترو څخه زيات دی. په دې ځای کې د لوړې دښتې، لنده ځمکه، سيند او جهيل لېدل کېږي. سيلانيان په دې ځای کې ساعت تيري او استراحت کولای شي او له دودونو او کولتورونو څخه هم خوند اخيستلی شي. په ۲۰۱۶م کال کې دغه سيمه د دولت په کچه د پنځه اې په درجه منظره لرونکې سيمې په توګه وټاکله شوه. له دې نه وروسته د سيلانيانو شمېر کال په کال دلته د زياتېدو په حال کې دی چې د هر کال د زياتوالي انډول يې له شل سلنې څخه تر دېرش سلنې پورې دی. له دې امله د ځايي اوسيدونکو ژوند ښه شوی او ګټې يې زياتې شوې. د دغې سيمې د اداري کميټې مديرې جو يو مې وويل، 

له بې وزلۍ څخه د وتلو په باره کې حکومت ځانګړې تګلاره پلې کړې ده. موږ لومړی د بايانبراک د ځايي مالدارانو او ماشومانو ته مناسب روزګارونه برابروو. هر کال د کارکوونکو د لټولو په وخت کې موږ د دوی لپاره کاري فرصتونه پيدا کوو. د مالدارانو په اند، دا د دوی لپاره اسانتيا ده چې په خپل ټاټوبي کې کار کوي. بله خوا، دوی د کار تر څنګ خپلې کورنۍ ته هم پاملرنه کولای شي. نو دا د دوی لپاره ډېره ښه اسانتيا ده.

نوموړې وويل، د څړځای کولتوري او سيلانيز پرمختګ د مالدارانو په ګډون پورې نژدې اړه لري. د بايانبراک په منظره لرونکې سيمه کې څه باندې دوه سوه کارکوونکي شته چې په دې جمله کې اته سلنه ځايي اوسيدونکي دي. دوی د خدمتګار، پاکوونکي، امنيت ساتونکي او د موټر چلوونکي په توګه کارونه کوي. د سيل په سمسور او د ګڼې ګوڼې وخت کې د دغو کارکوونکو منځنی معاش له درې زره او دوه سوو يوانو څخه زيات وي. په ژمنۍ موده کې يعنې په بې سمسور وخت کې معاش يې يو زر او پنځه سوه يوانه وي. دغه راز، مالداران د راسټورانټ د پرانېستلو، ننداره کولو او د يادګاري تزئيني شيانو د خرڅلاو له لارې له سيلانيزو چارو څخه ګټې اخيستلی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای