CRI Online

د ((تيان جين)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2018-08-16 15:55:21

(( تيان جين)) ښار د چين د مرکزي حکومت تر مستقيمې ادارې لاندې د ولايت په کچه يو ښار دی. په چين کې د ولايت په کچه څلور ورته ښارونه بېجينګ، شانګهای، ((تيان جين)) او ((چونګ چينګ)) شته. ((تيان جين)) ښار د چين په شمالي هواره سيمه کې پروت دی او شرقي خوا ته يې ((بوه )) سمندر او شمالي خوا ته يې ((يان)) غرنۍ سلسله ده. ((های )) سيند له ((تيان جين)) ښار څخه تېرېږي او د دغه ښار د مورني سيند په توګه بلل کېږي. (( تيان جين)) ښار د ((مينګ)) په سلسلې کې د ((يونګ له)) امپراطورۍ په زمانه کې يعنې د ۱۴۰۴م کال د دسمبر په درويشتمه نېټه په رسمي توګه جوړ شوی دی او دغه ښار د چين په تاريخ کې يوازينی ښار دی چې د جوړېدو دقيق وخت يې تائيد شوی دی. دغه ښار په لرغونې زمانه کې د سيند له لارې د مالونو د لېږد رالېږد له امله ډېر شهرت درلود او اقتصاد يې په دې مناسبت سمسور و. اوس مهال دغه ښار د چين په شمالي برخه کې د اقتصاد يو مرکزي ښار دی او د نړيوال ټرانسپورټ يو مهم بندر هم دی. په نولسمې پيړۍ کې دغه ښار د بريټانيا او فرانسې تيري کوونکو لخوا نيول شوی چې پکې يې لويديځې ساختماني ځانګړتيا لرونکې ودانۍ جوړې کړې دي. اوسمهال هم پخوانۍ ودانۍ پکې ليدل کېږي.

د ((تيان جين)) ښار ترافيک عصري او بشپړ دی. الوتکې، اورګاډي، موټرونه او بيړۍ سيلانيانو ته اسانتياوې برابروي. د ((بين های)) نړيوال هوايي ميدان د دغه ښار له مرکز څخه ديارلس کيلومتره واټن لري. په ((تيان جين)) ښار کې د اورګاډيو څلور تمځايونه شته او د بېجينګ او ((تيان جين)) ترمنځ ګړندي اورګاډي د هرې ورځې د سهار له شپږو بجو څخه د شپې تر يوولسو بجو پورې تګ راتګ کوي. د ((تيان جين)) ښار په منځ کې بسونه، ټکسي او سابوې شته چې د سيلانيانو لپاره د تګ راتګ ښې وسيلې دي.

د ((تيان جين)) لرغونی کولتوري واټ

د ((تيان جين)) لرغونی کولتوري واټ د ((نان کای)) سيمې په شمال ختيځه برخه کې او د ((های)) سيند پر لويديځه غاړه پروت دی. دغه واټ د دولت په کچه د پنځه اې په درجه منظره لرونکې سيمه ده او د ((تيان جين)) ښار په لسو مشهورو منظرو کې يوه منظره ده. د دغه واټ په دواړو غاړو کې سلګونه دوکانونه او هټۍ د چين د لرغوني کولتوري او لاسي توليداتو په پير او پلور بوختې دي چې په دې جمله کې د چين ډېر مشهور لرغوني دوکانونه او راسټورانټونه شته. سيلانيان په دې ځای کې نه يوازې په زړه پورې يادګاري شيان اخيستلی شي، بلکې د ((ګو بو لي)) په نامه د ((باو ځي))، ((ماهوا)) او ((جيان بين ګوه ځي)) په شمول چيني ځانګړتيالرونکي خوندور خوراکونه هم خوړلی شي. دغه راز، په دغه واټ کې يو شمېر تاريخي ودانۍ هم واقع دي. مثلاً، ((تيان هوه)) ماڼۍ چې څو سوه کلن تاريخ لري، په لرغونې زمانه کې خلکو د بيړيو له لارې د ټرانسپورټ او ټرافيک د امنيت د ساتلو لپاره په دې ماڼۍ کې دعاګانې کولې. د چين د کرهنيزې جنترۍ له مخې د هر کال د درېيمې مياشتې په درويشتمه نېټه په دې واټ کې رنګارنګ دوديزې هنري نندارې تر سره کېږي.

((هوانګ يا ګوان)) د لوی ديوال کنډواله

((هوانګ يا ګوان)) د لوی ډيوال کنډواله د ((جي جو)) سيمې شمال خوا ته په لرې ګوښه سيمه کې پرته ده. په تاريخي کتابونو کې ليکل شوي چې په ((جي جو)) سيمه کې پر لوی ديوال باندې اتلس برجونه موجود وو چې يو يې د ((هوانګ يا ګوان)) برج دی چې تر ټولو ډېر مهم و. دغه برج په ۵۵۶م کال کې جوړ شوی او د ((تيان جين)) ښار په لسو مشهورو منظرو کې د يوې منظرې په توګه ټاکل شوی دی. دغه کنډواله د غره په څوکې کې پرته ده چې جګوالی يې د سمندر له سطحې څخه اووه سوه او شپږ دېرش متره دی. د دغې کنډوالې تر څنګ د لوی ديوال يو موزيم او د څليو پارک شته.

((يانګ ليو چينګ)) موزيم

د ((يانګ ليو چينګ)) موزيم د ((يانګ ليو چينګ)) علاقه دارۍ د ((شي)) په نامه د کورنۍ په لوی انګړ کې پروت دی چې د دغې علاقه دارۍ تاريخ له زرو کلونو څخه اوږد دی او دغه انګړ لومړی د چينګ سلسلې په ۱۸۷۵ م کال کې جوړ شوی او د انګړ په څلورو خواوو کې کورونه شته. په دغه موزيم کې د ((يانګ ليو چينګ)) دوديزو انځورونو، چيني خطاطيو، حکاکي شويو خښتو او خټينو مجسمو په شمول رنګارنګ دوديز لاسي هنري ميراثونه ليدل کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای