CRI Online

د ((تيان جين)) ښار سيل (۲)

cri     (GMT+08:00) 2018-08-17 17:51:39

ګرانو اوريدونکو، په تېرې اوونۍ کې مو د ((تيان جين)) ښار د لنډې پيژندنې، ټرافيکي حالاتو، لرغوني کولتوري واټ، د ((هوانګ يا ګوان)) لوی ديوال کنډوالې او د ((يانګ ليو چينګ)) موزيم په اړه معلومات تاسو سره شريک کړل. پر يادو کتلځايونو سر بېره، په ((تيان جين)) ښار کې نور زيات ځايونه هم د سيل وړ دي. په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته اړوند معلومات وړاندې کړم.

د ((پان)) غر منظره لرونکې سيمه

د ((پان)) غر منظره لرونکې سيمه د دغه ښار د ((جي)) ولسوالۍ شمال لويديځ خوا په پنځلس کيلومترۍ کې پرته ده او مساحت يې يو سل او شپږ کيلومتره مربع دی. څرنګه چې دغه غر د بېجينګ ښار په ختيځ کې واقع دی، نو د بېجينګ ختيځ کې د لومړي غر په توګه يادېږي. دغه سيمه د چين د دولت په کچه د پنځه اې درجې منظره ده. سيلانيان په دغه غره کې نه يوازې له طبيعي منظرو او تاريخي اثارو څخه، بلکې د بوديزم له مذهبي هنر او له امپراطوري کولتور څخه هم خوند اخيستلی شي. ((پان)) غر لومړی د ((هان)) سلسلې په کتاب کې ليکل شوی او د ((تانګ)) له سلسلې نه وروسته ګام په ګام يې شهرت موندلی او د ((چينګ)) په سلسله کې خپل اوج ته رسېدلی دی. په تاريخي لحاظ په دغه غره کې دوه اويا معبدونه او ديارلس برجونه جوړ شوي دي او په دغه غره کې د ((جي جينګ)) غرنۍ باغ په نامه يوه امپوراطوري ماڼۍ هم جوړه شوې ده.

د ((تيان جين)) الوتکې وړونکې بيړۍ پارک

د ((تيان جين)) الوتکې وړونکې بيړۍ پارک د دغه ښار د ((بين های شين چيو)) سيمې د ((هان ګو با ګوا)) په سمندر غاړه کې واقع دی او د دولت په کچه د څلور اې درجې منظره ده. د کيفو په نامه د روسيې پخوانۍ الوتکې وړونکې بيړۍ د دغه پارک بنسټ او مرکز دی. د دغه پارک عمومي مساحت دوه لکه او شل زره متره مربع دی. سيلانيان په دغه پارک کې له نژدې ځايه الوتکې وړونکې بيړۍ او د تسليحاتو ننداره کتلی شي، په پوځي روزنې کې برخه اخيستلی شي، د ملي دفاع معلومات تر لاسه کولای شي او له ساعتيري او لوبو څخه هم خوند اخيستلی شي.

د ((وو دا داو)) سيمه

د ((وو دا داو)) سيمه د دغه ښار په جنوبي برخه کې پرته ده. په دغه سيمه کې له ختيځ څخه تر لويديځ پورې څنګ په څنګ د ((چنګ دو))، ((چونګ چينګ))، ((دا لي))، ((مو نان)) او ((ما چانګ)) په نوم پنځه لارې واقع دي. په دغه سيمه کې څه باندې دوه زره ودانۍ چې د مختلفو هېوادونو ساختماني ځانګړتياوې لري او د تيرې پيړۍ په دوهمه او درېيمه لسيزه کې ابادې شوې دي، د سيلانيانو پر مخ پرانيستي دي. د يادو ودانيو عمومي مساحت څه باندې يو مليون متره مربع دی. په دې جمله کې درې سوه ودانۍ ډېرې په زړه پورې دي چې نهه اتيا ودانۍ بريټانوي ساختماني ځانګړتياوې لري، يو څلوېښت ودانۍ د ايتاليې ځانګړتياوې لري، شپږ ودانۍ فرانسوي ځانګړتياوې لري، څلور ودانۍ جرمني ځانګړتياوې لري او درې ودانۍ هاسپانوي ځانګړتياوې لري. دغه سيمه د نړيوالو ودانيو د موزيم په توګه بلل کېږي.

د ((های چانګ)) قطبي سيمې سمندري پارک

د ((های چانګ)) قطبي سيمې سمندري پارک د دغه ښار په ((بين های شين چيو)) سيمه کې او د ((های)) سيند په جنوبي غاړه کې پروت دی. دغه سيمه د قطبي سيمې سمندري مرکز، د لمر او سمندر د سيل ښارګوټي، هوټل، سيلانيزې لارې او فسټيوال په شمول په پنځو برخو ويشل کېږي. په دې پارک کې رنګارنګ سمندري کبان او د قطبي سيمې راز راز حيوانان ليدل کېږي، سيلانيان د يو شمېر حيوانانو ننداره هم کتلی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای