CRI Online

د چينهوانګ داو ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-01-01 15:19:22


چينهوانګ داو ښار چې د ((هه بې)) ولايت په ختيځه برخه کې پروت دی، يو ښکلی ساحلي ښار دی. دغه ښار بېجينګ او ((ټيان جين)) ښار ته نژدې دی او د پلازمينې اقتصاد په دايره کې هم شامل دی. دغه ښار د چين مشهور تاريخي او کولتوري ښار هم دی چې په چين کې لومړی امپراطور د نه مړه کېدلو درمل د پيدا کولو لپاره خپل سفيران ولېږل او دغه سفيرانو له دې ښار څخه حرکت کړ. د دغه ښار نوم د همدې اسطورې له امله منځته راغلی دی. د چينهوانګ داو ښار اقليم معتدل دی او هوا يې پاکه ده، په تېره بيا په دوبي کې هوا يې دومره ګرمه نه وي، نو د هر کال له مې څخه تر اکتوبر پورې د دغه ښار د سيلانۍ سمسور وخت دی. بر سېره پردې، د هر کال له جون څخه تر اګست پورې رنګارنګ مهاجر مرغان په دغه ښار کې اوسېږي، نو عکاسان په دې وخت کې په دې ځای کې د مرغانو په اړه ډېر ښه انځورونه اخيستلی شي.

چينهوانګ داو ښار د چين له شمالي خوا څخه شمال ختيځې خوا ته د تګ راتګ په کليدي ځای کې پروت دی، نو په دغه ښار کې د اوبو، سړکونو، اوسپنيزو لارو او الوتنې شبکه بشپړه شوې ده. له دغه ښار څخه په اسانه توګه بېجينګ، ((تيان جين))، شانګهای او ((شين يانګ)) په شمول لويو ښارونو ته تګ راتګ شي. ((شان های ګوان)) هوايي ميدان د دغه ښار له مرکز څخه ديارلس کيلومتره واټن لري او هره اوونۍ له دې ځای څخه شانګهای، ((نان جينګ))، ((دا ليان))، ((يان تای)) او ((تای يوان)) ته الوتکې پروازونه لري. دغه ښار د اورګاډيو درې سټېشنونه لري چې ((چينهوانګ داو)) سټېشن، (( شان های ګوان)) سټېشن او (( بې دای هه)) سټېشن دی.

((شان های ګوان)) تاڼه

((شان های ګوان)) تاڼه د ((چينهوانګ داو)) ښار په شمال ختيځ کې پروت دی او له دغه ښار څخه پنځلس کيلومتره واټن لري. دغه تاڼه د مينګ امپراطورۍ په زمانه کې د جوړه شوې لوی ديوال په شمال ختيځه برخه کې يوه تاڼه هم ده. پخوا د خلکو په اند دغه تاڼه د ياد لوی ديوال ختيځ پيل و، نو په نړۍ کې د لومړې تاڼې په توګه بلل کېږي. دغه تاڼه په ۱۳۸۳م کال کې جوړه شوې، څرنګه چې د غرونو او سمندر په منځ کې پرته ده، نو د ((شان های)) په نوم يادېږي چې په چينايي ژبه کې د شان مانا غر او د های مانا سمندر دی. د ۱۹۸۷م کال په دسمبر کې دغه تاڼه د کولتوري تاريخي ميراثونو په نړيوال لېست کې شامله کړای ده. سيلانيان له دې ځای څخه د چين د لوی ديوال په اړه معلومات تر لاسه کولای شي.

((لاو لونګ توه)) ډبره

((لاو لونګ توه)) ډبره د ((شان های ګوان)) تهاڼې په جنوبي برخه کې پرته ده او له دغه تاڼې څخه پنځه کيلومتره واټن لري. دغه ډبره سمندر کې د هغه لوی ديوال د ننوتلو نښه ده چې د مينګ د امپراطورۍ په زمانه کې جوړه شوې ده او تاريخ يې له شپږو سوو کلونو څخه اوږد دی. څرنګه چې د دغې ډبرې بڼه د لوی ښامار د سر په شان ده، نو نوم يې له دې امله منځته راغلی دی. په تاريخي زمانه کې دغه ډبره او شاوخوا ودانۍ د هېواد د دفاع په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

((بې دای هه)) سيمه

((بې دای هه)) سيمه د ((چينهوانګ داو)) ښار يوه مهشوره ساحلي سيمه ده. د نولسمې پيړۍ په پای کې دغه سيمه په دوبي کې له ګرمې هوا څخه د ځان د ساتنې د ښه ځای په توګه بلل شوی او له دې امله په چين کې شهرت لري. د شلمې پيړۍ د پنځمې لسيزې راهيسې، د چين مشران هر کال د رخصتۍ په موده کې په دې ځای کې استراحت او سيلاني کوي. اوسمهال دغه سيمه په چين کې تر ټولو ډېره لويه تفريح ګاه ګرځېدلې ده. د دغې سيمې هوا ډېره پاکه ده او د مهاجرو مرغانو اوسيدونکې سيمه هم ده. د شمېرنې له مخې، هر کال په دغه سيمه کې څلور سوه او يو پنځوس ډولونه وحشي مرغان پيدا کېږي. پر سمندر غاړې سر بېره، په دې سيمه کې غرونه او لندې ځمکې هم د سيلاني وړ ځایونه دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای