CRI Online

د ((چنګ ده)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-01-07 11:09:52

 


((چنګ ده)) ښار په ((هه بې)) ولايت کې پروت دی، جنوب ختيځې خوا ته يې بېجينګ، جنوبي خوا ته يې ((تيان جين)) او شمالي خوا ته يې د داخلي مغولستان کورواکه سيمه ده. دغه ښار د چين د مشهورو تاريخي او کولتوري ښارونو په لېست کې شامل دی او هم په ۱۹۹۴م کال کې د م م د يونيسکو سازمان لخوا د کولتوري او تاريخی ميراثونو په نړيوال لېست کې شامل شو. ((چنګ ده)) ښار له ګرمۍ څخه د ځان ساتلو لپاره د امپورطورۍ غرني ماڼۍ او د دغې ماڼۍ په شاوخوا سيمه کې پرتو معبدونو له امله شهرت لري چې د چينګ امپورطورۍ په زمانه کې جوړ شوي دي. په دوبي کې د دغه ښار هوا ګرمه نه وي او په مني کې د دغه ښار د څړځايونو منظرې ډېرې په زړه پورې وي. نو د هر کال له اپريل څخه تر اکتوبر پورې د دغه ښار د سيل لپاره وړ وخت دی.

((چنګ ده)) ښار له بېجينګ څخه يوازې ۲۳۰ کيلومتره واټن لري او د دواړو ښارونو ترمنځ د ګړندي سړکونو شرايط هم ښه دي. نو سيلانيان له نورو ليرې ځايونو څخه لومړی د الوتکو او اورګاډيو له لارې بېجينګ ته ځي او بيا د موټر له لارې ((چنګ ده)) ته تګ راتګ کولای شي. ((چنګ ده)) ښار يو کوچنی ښار دی، د دغه ښار په منځ کې د سيل لپاره ټکسي او بس د سيلانيانو لپاره ښه انتخاب دی.

له ګرمۍ څخه د ځان ساتلو امپورطورۍ غرنۍ ماڼۍ

له ګرمۍ څخه د ځان ساتلو امپورطورۍ غرنۍ ماڼۍ د نړيوال کولتوري او تاريخي ميراث برخه ده او هم د دولت په کچه د پنځه ای په درجه سيلانيزه سيمه ده. د چينګ د امپورطورۍ په زمانه کې امپورطوران په دوبي کې له ګرمۍ څخه د ځان ساتلو لپاره دغې ماڼۍ ته تلل او په دې ماڼۍ کې يې کار او ژوند کاوه. د دغې ماڼۍ د جوړونې پروژه په ۱۷۰۳م کال کې شروع شوه او ۸۹ کاله وروسته بشپړه شوه. دغه ماڼۍ د ځايي طبيعي غره او جهيل په بنسټ جوړه شوې ده. دغه ماڼۍ په څلورو برخو وېشل کېږي چې د ماڼې برخه، د جهېل برخه، هواره سيمه او غرنۍ سيمه ده. کله چې سيلانيان د دغې ماڼې سيل کوي، له غر، جهيل، تاريخي ودانۍ او باغ څخه خوند اخيستلی شي. ويل کېږي چې دغه ماڼۍ د چين د لرغونو امپورطوري ماڼيو يوه نمونه ده.

د ((وای با)) معبدونو ډله

د ((وای با)) معبدونو ډله د يادې ماڼۍ په شمال ختيځه برخه کې پرته ده او اته معبدونه پکې دي. اوس په دغو اتو معبدونو کې يوازې اووه معبدونه ساتل شوي او يو يې ويجاړ شوی دی. دغه معبدونه د تبتيان بوديزم مبعدونه دي. ياده ماڼۍ د دغو اتو معبدونو په مرکز کې پرته ده او مانا يې دا ده چې د چينګ امپورطورۍ په زمانه کې بېلا بېل قومونه د مرکزي حکومت تر ادارې لاندې سره يو شوي او هم د چينګ امپورطورۍ زمانې د قوې دولتي قوت يوه نښه وه.

((مو لان)) څړځی

((مو لان)) څړځی چې د ((هه بې)) ولايت په شمال ختيځه برخه کې واقع دی او د مغولي څړځي يوه برخه ده، د چينګ امپورطورۍ په زمانه کې د امپورطورۍ ښکارغلی و. په هغه وخت کې د هر کال په مني کې امپورطور له خپلو زامنو، چارواکو او سرتېريو سره په دې څړځی کې ښکار کړی دی. اوسمهال دغه څړځی درې برخې لري چې د ((سای هان با)) د ځنګلونو دولتي باغ، د (( يو داو کوه)) د څړځی او ځنګلونو منظرې لرونکې سيمه او ((هونګ سونګ وا)) طبعيت ساتونکې سيمه ده. په دې جمله کې د ((سای هان با)) د ځنګلونو دولتي باغ د چين په شمالي برخه کې د ځنګلونو تر ټولو ډېر لوی باغ دی. د ((هونګ شان)) پوځي اسونو د روزنې فارم د ((مو لان)) څړځي مرکز دی. سيلانيان په دې ځای کې له څړځي، ځنګلونو، جهيلونو او مالدارۍ چارو څخه خوند اخيستلی شي. دغه راز، دغه ځای د عکاسانو د خوښې وړ ځای دی چې طبيعې منظرې يې ډېرې ښکلې او په زړه پورې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای