CRI Online

د ((پينګ ياو)) ولسوالۍ سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-01-30 14:42:17

((پينګ ياو)) ولسوالي د (( شان شي)) ولايت په منځنۍ برخه کې پرته ده. په دغې ولسوالۍ کې د تاريخي اثارو څه باندې ۳۰۰ کنډوالې شتون لري او دغه ولسوالي د (( پينګ ياو )) لرغوني ښارګوټي له امله په نړۍ کې شهرت لري. د (( پينګ ياو)) لرغوني ښارګوټي تاريخ له ۲۷۰۰ کلونو څخه اوښتی دی او په دغه ښارګوټي کې هغه ودانۍ چې د چين د مينګ او چينګ امپراطورۍ په زمانو کې جوړې شوي، تاريخ يې له څو سوو کلونو څخه اوښتی دی، او ښې ساتل شوې دي. ((پينګ ياو)) ولسوالي د چين د مشهورو تاريخي او کولتوري ښارونو او ولسواليو په لېست کې شامله ده. ((پينګ ياو)) لرغونی ښارګوټی د ۱۹۹۷م کال د دسمبر په ۳مه نېټه د م م د يونيسکو سازمان لخوا د کولتوري ميراثونو په نړيوال لېست کې هم شامل شو. دوبی او منی د دغې ولسوالۍ د سيل لپاره ښه وخت دی.

اورګاډي او موټرونه ((پينګ ياو)) ته د تګ راتګ عمده ترافيکي وسايل دي. نړيوال سيلانيان لومړی د الوتکو له لارې ((تای يوان)) ښار ته ځي او بيا د بس او موټر په وسيله ((پينګ ياو)) ته تللی شي. د ((پينګ ياو)) په لرغوني ښارګوټي کې واټ ډېر تنګ دی، نو د موټر د تګ راتګ لپاره مناسب نه دی، سيلانيان د قدم وهلو له لارې د دغه لرغوني ښارګوټي سيل کولای شي.

د ((پينګ ياو)) د لرغوني ښارګوټي ديوال

د ((پينګ ياو)) د لرغوني ښارګوټي ديوال په چين کې تر ټولو په ډېرو ښو ساتل شويو ديوالونو کې يو دی. دغه ديوال لومړی د جو امپراطورۍ په زمانه کې د خاورو په وسيله جوړی شوی او ورپسې د مينګ امپراطورۍ په زمانه کې د ډبرو او خښتو په وسيله بيا رغول شوی دی چې په همغه وخت کې يې د ديوال اوسنۍ اصلي بڼه ټاکلې ده. د دغه ديوال بڼه د يو کشپ په شان ده. په ديوال کې شپږ دروازې لګېدلي او د کشپ د سر، څلورو منګچو او لکۍ ته ورته دي. په لرغونې زمانه کې دغه ديوال د ښارګوټي د ساتلو مهمه دنده پرغاړه درلوده، نو په دغه ديوال باندې زياتې کنګرې هم شته.

د ((ژي شنګ چانګ)) د صرافۍ هټۍ

د (( ژي شنګ چانګ)) په نامه د صرافۍ هټۍ چې د چين د چينګ امپراطورۍ په زمانه کې د ((داو ګوانګ)) په دوره کې يعنې په ۱۸۲۴م کال کې جوړه شوې، په چين کې تر ټولو لومړۍ صرافي وه. د دغې صرافۍ له جوړېدو نه وروسته سلګونه کلونه تېر شوي دي. په همغه وخت کې دغې صرافۍ د هېواد په دېرشو ښارونو کې نماينده ګۍ جوړې کړې وې، سوداګري يې د جنوب ختيځي اسيا په شمول نورو هېوادونو ته هم خپره شوې وه او سيستم يې اوسني بانکي سيستم ته ورته و. اوسمهال د دغې هټۍ کنډواله د چين د صرافيو هټيو موزيم په توګه اباده شوې ده. سيلانيان په دغه موزيم کې سلګونه کاله مخکې د صرافيو د چارو سمسور حالت احساسولای شي.

د ((پينګ ياو)) ولسوالۍ د لرغوني حکومت وداني

د ((پينګ ياو)) ولسوالۍ د لرغوني حکومت وداني د ياد لرغوني ښارګوټي په مرکز کې ده، تاريخ يې له ۶۰۰ کلونو څخه اوښتی دی. په دغې ودانۍ کې خونې په جلا توګه د انګړ د منځنۍ محوري کرښې په ښې او کيڼو خواوو کې پرتې دي چې په کې محکمه، زندان، د غلو دانو زيرمتون شتون لري. په لرغونې زمانه کې ولسوالانو په دې ځای کې کار او ژوند کاوه.

د ((جن ګوه)) او ((شوانګ لين)) معبدونه

((جن ګوه)) معبد د ((پينګ ياو)) ولسوالۍ په شمال ختيځه برخه کې دی او د ولسوالۍ له مرکز څخه ۱۵کيلومتره واټن لري. دغه معبد هم د کولتوري ميراثونو په نړيوال لېست کې شامل شوی دی. د دغه معبد تاريخ له يو زر کلونو څخه اوښتی دی او په دغه معبد کې د ودانيو ساختماني ځانګړتياوې ډېرې په زړه پورې دي او په نړۍ کې ډېر شهرت لري. ((شوانګ لين)) معبد د ((پينګ ياو)) ولسوالۍ په جنوب لويديځه برخه کې دی او له مرکز څخه ۶ کيلومتره واټن لري. د دغه معبد تاريخ له يو زر او څلور سوه کلونو څخه اوښتی دی. په دغه معبد کې بودايي مجسمې د زرګونو کلونو له وخت څخه په تېرېدو سره ښې ساتل شوي او هنري ځانګړتياوې يې ډېرې په زړه پورې دي. نو ((شوانګ لين)) معبد د دغو مجسمو له امله د کولتوري ميراثونو په نړيوال لېست کې هم شامل شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای