CRI Online

د ((هو هه هاوټ)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-02-19 10:39:54

((هو هه هاوټ)) ښار د چين د داخلي مغولستان د کورواکې سيمې سياسي، اقتصادي او کولتوري مرکز دی او په چين کې د مشهورو تاريخي او کولتوري ښارونو په لېست کې شامل دی. ((هو هه هاوټ)) په مغولي ژبه کې د شين ښارګوټي مانا لري. دغه ښار لرغونی او روښانه تاريخ لري او ويل کېږي چې د ډبرې دورې انسانانو په دې ځای کې ژوند کاوه، او دغه ښار د ((هوا شيا)) مدنيت د سرچينو د يوې برخې په توګه ګڼل کېږي. د داخلي مغولستان په کورواکه سيمه کې مغولي قوم مېشت دی، نو له لرغونې زمانې راپدېخوا، د مالدارۍ او کرنې کولتورونه په دې ځای کې په همغږۍ سره خپرېږي. دغه راز، په پخوانې زمانه کې دغه ښار د سرحدي سوداګرۍ له امله ډېر شهرت درلود او سوداګرو به له دې ځای څخه د منځنۍ اسيا نورو ځايونو ته سفرونه کول. اوسمهال دغه ښار په چين کې د شودو د توليد مرکز هم دی او په دې برخه کې زياتې تصدۍ له دې ځای څخه خپل توليدات نړۍ ته رسوې. د هر کال له اپريل څخه تر اکتوبر پورې د دغه ښار د سيل مساعد وخت دی. د هر کال له جولای څخه تر اګست پورې د داخلي مغولستان په څړځایونو کې د مغولي قوم د نادام فېسټېوال تر سره کېږي. سيلانيان له دغه فېسټېوال څخه د مغولي قوم او څړځايونو په اړه دودونه او کولتورونه احساسولی شي.

(( بای تا)) هوايي ميدان د دغه ښار له مرکز څخه ۱۵ کيلومتره واټن لري او د بېجينګ، ګوانګجو، شنجن، شانګهای، چي فنګ په شمول د هېواد له نورو ښارونو سره هوايي کرښې لري. دغه راز، اورګاډي او موټرونه هم دغه ښار ته د تګ راتګ لپاره د سيلانيانو ښه انتخاب دی.

د داخلي مغولستان د کورواکې سيمې موزيم

د داخلي مغولستان د کورواکې سيمې موزيم د ((هو هه هاوټ)) ښار د سينهوا په واټ کې دی او د ۱۹۵۷م کال د مې په پنځمه نېټه جوړ شوی دی. دغه موزيم په څلورو برخو ويشل شوی: د لرغونو مخلوقاتو برخه، د تاريخ او کولتور برخه، د انقلابي اثارو برخه، او د قومي اثارو برخه. سيلانيان په دغه موزيم کې نه يوازې د دغې کورواکې سيمې له مالداري او کرنيز کولتور څخه، بلکې له قومي دودونو څخه هم خوند اخيستلی شي.

د ((هو هه هاوټ)) لوی جومات

د ((هو هه هاوټ)) لوی جومات د دغه ښار د ((هوي مين)) اوسيدونکې سيمې په ((تونګ داو)) جنوبي واټ کې پروت دی. د دغه ښار په اتو جوماتونو کې د دغه جومات تاريخ ډېر اوږد او پيمانه يې ډېره لويه ده، نو د لوی جومات په نوم يادېږي. دغه جومات د چينګ امپراطورۍ زمانې د ((کانګ شي)) په دوره کې يعنې په ۱۶۹۳م کال کې جوړ شوی او پراخوالی يې کابو څلور زره مربع متره دی. اوسمهال هره ورځ سلګونه ځايي اوسيدونکي په دغه جومات کې لمونځ کوي.

د اسلامي ځانګړتيالرونکی واټ

د اسلامي ځانګړتيالرونکی واټ په ((هوي مين)) اوسيدونکې سيمه کې لوی جومات ته نژدې دی او د ۲۰۰۶م کال په جولای کې جوړ شوی دی. اوږدوالی يې ۱۱۵۰ متره دی او د دغه واټ پر دواړو غاړو ټولې ودانۍ د اسلامي ساختماني ځانګړتياوو له مخې جوړې شوي او سيلانيان په دې ځای کې له اسلامي خوراکونو او شيانو څخه خوند اخيستلی شي.

پر يادو ځايونو سربېره، په ((هو هه هاوټ)) ښار کې د مغولي ځانګړتيالرونکی واټ، د تبتي بوديزم زيات معبدونه او د دغه ښار په شاوخوا سيمه کې څړځايونه هم د سيل وړ ځايونه دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای