CRI Online

د ((باو توه )) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-02-28 19:59:03

((باو توه)) ښار د چين د داخلي مغولستان کورواکې سيمې ډېر لوی ښار دی او د دې کورواکې سيمې د توليد او صنعت مرکز هم دی. ((باو توه)) ښار په چين کې د اساسي صنعتي چارو اډه ده او د نايابې فلزي چارو مرکز هم دی. په نړۍ کې د نايابې خاورې ډېر لوی کان په دې ښار کې دی، نو دغه ښار په څړځای کې د فولادي ښار او د نايابې فلزي ښار په توګه بلل کېږي. دغه ښار د مغولي لوړې سيمې او د چين د منځنۍ سيمې په محوري سيمه کې پروت دی، نو مالداري او کرهڼيز کولتورونه په دغه ځای کې ادغام شوي دي. زرګونه کاله کېږي چې ژېړ سيند له دغه ښار څخه تېرېږي. د ډبرې دورې انسانانو دې ښار ته نژدې ژوند کاوه او زياتې کنډوالې او تاريخي اثار يې د دغه ښار په قلمرو کې پيدا شوې دي. ((باو توه)) په مغولي ژبه کې بکتو تلفظ کېږي چې معنا يې د هوسۍ اوسيدونکی ځای دی، نو دغه ښار هم د هوسۍ ښار په توګه يادېږي. اوسمهال د هان، مغولي، هوی، مان، داور په شمول يو دېرش قومونه په ګډه او همغږۍ توګه په دغه ښار کې ژوند کوي.

د ((باو توه)) هوايي ميدان د دغه ښار له مرکز څخه ۲۳ کيلومتره واټن لري او د دغه هوايي ميدان او بېجينګ، شانګهای، ګوانګجو، هانګ جو په شمول د هېواد د نورو لويو ښارونو ترمنځ هوايي کرښې شته. د دې ترڅنګ، دغه ښار د چين د اوسپنيزو لارو په شبکه کې يو ډېر مهم محوري تمځای دی، نو سيلانيان په اسانه توګه د اورګاډيو په وسيله دغه ښار ته تګ راتګ کولای شي. دغه راز، موټرونه هم د دغه ښار د سيل لپاره ښه انتخاب دی.

هېلاموژن څړځای

هېلاموژن څړځای د ((باو توه)) ښار د دارهان مومينګان ليانهه په ولسوالۍ کې پروت دی چې د دغې ولسوالۍ لنډ نوم ((دا ماو)) دی. دغه ولسوالي مغولستان ته نژدې د چين په شمالي سرحد کې ده او د سرحدي کرښې اوږدوالی يې کابو ۸۸ کيلومتره دی. هېلاموژن څړځای د دغې ولسوالۍ په جنوب ختيځه برخه کې دی. هېلاموژن په مغولي ژبه کې د ژېړ سيند معنا لري. د هېلاموژن سيند پر غاړه د تبتي بوديزم يو مشهور معبد شته چې ((پو هوي)) معبد نومېږي، نو دغه څړځای د ځايي اوسيدونکو په خولو کې د ((جاو هه)) په نوم يادېږي چې جاو د معبد معنا او هه د سيند معنا لري. په دوبي کې د دغه څړځای هوا ډېره معتدله وي، نو له ګرمۍ څخه د ځان ژغورلو لپاره يو ښه ځای دی. شين څړځای، ابي اسمان او د سيند پاکې اوبه يو په زړه پورې تصوير انځوروي او پسونه، غوايان او اسان په ازاده توګه په دغه څړځای کې ګرځي او واښه خوري.

سيلانيان له څړځای څخه د خوند اخيستلو ترڅنګ له ياد معبد څخه هم سيل کولای شي. ((پو هوي)) مبعد د چين د چينګ د امپراطورۍ په زمانه کې جوړ شوی او د شيليتو معبد د شپږم ژوند بودا يوه دوبنۍ ماڼۍ وه چې په دوبي کې به له ګرمۍ څخه د خپل ځان د ساتلو لپاره دغه معبد کې اوسېده.

د شاملې خوا د تسليحاتو موزيم

د شاملې خوا د تسليحاتو موزيم د ((باو توه)) ښار د ((فو چيانګ)) په واټ کې پروت دی. دغه نندارتون د چين په شمالي برخه کې لومړی تسليحاتي موزيم دی. په دغه موزيم کې سيلانيان د نوي چين له جوړېدو راپدېخوا د چين لخوا ډيزاين او توليد شوي تسليحات کتلی شي. مثلأ، زغروال موټرونه، توپونه، جنګي الوتکې، راکټونه او داسې نور.

د شیانګ شه وان صحرايي سيمه

د شيانګ شه وان صحرايي سيمه د کوبچي صحرا په ختيځه برخه کې پرته ده او د سيل وړ سيمې پراخوالی يې ۲۴ مربع کيلومتره دی. دغه سيمه د چين د دولت په کچه د پنځه اې په درجه منظره لرونکې سيمه ده او په چين کې د صحرا په اړه لومړی منظره لرونکې سيمه هم ده. سيلانيان په دې ځای کې له رنګارنګ صحرايي لوبو څخه خوند اخيستلی شي. مثلأ، په يوه ځانګړې تختې باندې په کېناستلو سره د سل مترو په جګوالي له صحرايي غونډۍ څخه ټيټ ځای ته ښويدل، په صحرا کې موټر چلوي او داسې نور.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای