CRI Online

د شيلينګول ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-03-05 21:05:56

شیلینګول ښار د چين د داخلي مغولستان کورواکې سيمې په منځنۍ برخه کې پروت دی او د چين د مالدارۍ مهمه اډه ده. دغه ښار د هېواد له پلازمينې بېجينګ څخه ۶۴۰ کيلومتره واټن لري. دغه ښار د څو قومونو استوګنه سيمه ده او د هان، مغولي، مان، کوريا، داور، عوينک، ځانګ، مياو او تو جيا په شمول ۲۴ قومونه په دغه ښار کې ژوند کوي. شيلينګول په مغولي ژبه کې په پراخ څړځای کې د سيند معنا لري. په دغه ښار کې پسرلی او منی لنډ وي، ژمی اوږد وي او په دوبي کې هوا معتدله وي. نو دوبی د دغه ښار د سيل لپاره مساعد فصل دی.

شيليهاوت هوايي ميدان د دغه ښار په لوېديځه برخه کې پروت دی او هره ورځ الوتکې له بېجينګ، هوهه هاوټ، هولونبیر، تيانجين او شانګهای په شمول د يادې کورواکې سيمې د نورو ښارونو او د هېواد د ځېنو لويو ښارونو سره تګ راتګ کوي. سيلانيان هم د اورګاډي او موټر په وسيله دغه ښار ته سفر کولای شي، خو الوتکې ډېر ښه انتخاب وي.

د شيلينګول لوی څړځای

د شيلينګول لوی څړځای د داخلي مغولي لوړې سيمې يوه برخه ده او مغولستان ته نژدې دی. په دغه ځای کې د ښه کيفيت لرونکي څړځای پراخوالی له ۱۸۰ زره مربع کيلومترو څخه زيات دی. په دغه څړځای کې د چين د دولت په کچه د طبيعت ساتونکې سيمه جوړه شوې او پکې څه باندې ۱۲۰۰ ډولونه نباتات پيدا کېږي. د دوبي په فصل کې دغه څړځای د واښو د سمندر په شان دی، کله چې نری شمال لګېږي، رنګارنګ ګلونه د سمندر د څپو په شان زنګوي. په دغه څړځای کې ډنډونه او ويالې په غالۍ باندې بوړي ته ورته دي. پسونه، غوايان او اسان په ازاده توګه په دغه څړځای کې ګرځي او واښه خوري، ټولې منظرې يو په زړه پورې انځور انځوروي. پر ښکليو طبيعې منظرو سر بېره، د مالدارۍ قومي دودونه هم د دې ځای د سيل وړ ټکی دی.

د يوان امپراطورۍ د زمانې کنډواله

د يوان امپراطورۍ د زمانې کنډواله د دغه ښار د جنګ لان چي په څړځای کې پرته ده. يوان امپراطورۍ زمانه په همغه وخت کې په نړۍ کې ډېر لوی هېواد و او پلازمېنه يې په دې ځای کې پرته وه چې په ۱۲۵۶م کال کې جوړ شوی. دغه کنډواله د يوان امپراطورۍ زمانې او د مغولي قوم د کولتور د يوې سرچينې په توګه بلل کېږي. په ۲۰۱۲م کال کې دغه کنډواله د تاريخي ميراثونو په نړيوال لېست کې شامله شوه. د پخواني ښارګوټي، ديوالونه، ماڼۍ کنډوالې لا هم ليدل کېږي. اوس په دغه کنډواله کې موزيم او باغ جوړ شوی دی او سيلانيان په دې ځای کې د مغولي قوم له تاريخي اثارو او په زړه پورې کولتور څخه خوند اخيستلی شي.

د مغولي امپوراطورۍ ښارګوټي باغ

د مغولي امپوراطورۍ ښارګوټي باغ د لوېديځ وجوموچين څړځای په منځنۍ برخه کې پروت دی. د دغه باغ پراخوالی شل کيلومتره مربع دی او د مغولي قوم د دوديز کولتور، لوبو، ساعت تيري او د څړځای منظرې د دغه باغ د سيل وړ ټکي دي. په دغه باغ کې ټولې ودانۍ د يوان امپوراطورۍ زمانې ساختماني ځانګړتيا لري. په بهر کې بڼه يې د يوان امپوراطورۍ زمانې د مغولي خيمې په شان ده او په دننه کې ټول سازوسامانونه د امپوراورۍ بڼه لرونکی دي. سيلانيان په دې باغ کې د سپرلۍ او غشي ويشتنې په شمول لوبې کولای شي، د مغولي جامې اغوستلی شي، مغولي ډوډۍ خوړلی شي او مغولي موسيقۍ اوريدلی شي.

که تاسې غواړئ د څړځای منظرې وګورئ، د مالدارۍ کولتور احساس وکړئ او د مغولي قوم خوندور خواکونه وخورئ، شيلينګول څړځای ته سفر وکړئ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای