CRI Online

د هولونبير ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-03-23 21:05:29

هولونبیر ښار د چين د داخلي مغوليستان د کورواکې سيمې په شمال ختيځه برخه کې واقع دی. د دغه ښار په قلمرو کې دوه جهيلونه شته چې يو یې هولون او بل يې بير نومېږي، نو د دغه ښار نوم په دې مناسبت رامنځته شو. هايلار سيمه د دغه ښار مرکز دی او حکومت يې په دغه سيمه کې پروت دی. د دغه ښار شمالي او شمال لويديځه خوا له روسيې سره ګډه پوله لري چې عرګونا سيند سرحدي کرښه ده، او لوېديځه او جنوب لوېديځه خوا له مغوليستان سره ګډ سرحد لري. د دغه ښار پراخوالی له ۲۵۰ زرو مربع کيلومترو څخه زيات دی چې دغه شمېر د چين په عمومي پراخوالي کې يو په څلوېشتمه برخه نيسي، نو دغه ښار د قلمرو د پراخوالي له پلوه د چين ډېر لوی ښار دی. د دغه ښار په قلمرو کې د ځنګلونو پراخوالی ۱۲۶ زرو مربع کيلومترو ته، د څړځايونو پراخوالی ۱۰۰ زرو مربع کيلومترو ته او د لندو ځمکو پراخوالی ۲۰ زرو مربع کيلومترو ته رسېږي. د دې ترڅنګ کابو ۵۰۰ جهيلونه او ۳۰۰۰ لويې ويالې او خوړونه په دغه ښار کې موجود دي چې په دې مناسبت ډېر بشپړ ايکولوژيکې شبکه رامنځته شوې ده.

د هولونبير ښار ترافيکې شبکه هم شپړه ده چې الوتکې، اورګاډي او موټرونه سيلانيانو ته ښه خدمتونه کوي. په دغه ښار کې هايلار او مانجولي دوه نړيوال هوايي ميدانونه شته چې د روسيې او مغوليستان په شمول او د بېجينګ، شانګهای او ګوانګ جو په شمول د چين په دننه او بهر کې د الوتکو څه باندې ۵۰ نړيوالې او داخلې هوايي کرښې شته. د دغه ښار په قلمرو کې د مانجولي او هېشانتو په شمول اته بندرونه شته.

د هولونبیر لوی څړځای

د هولونبير لوی څړځای د چين د داخلي مغوليستان کورواکې سيمې په شمال ختيځه برخه کې پروت دی او د نړۍ په څلورو ډېرو غوره طعبيي مالداريو څړځايونو کې يو دی چې پراخوالی يې کابو ۱ لکو مربع کيلومترو ته رسېږي. د دغه څړځای طبعيې منظرې ډېرې په زړه پورې دي. په پسرلي کې نری شمال د ځمکو له سينې څخه هر راز مخلوقات راکاږي او رنګارنګ ګلونه په غالۍ باندې بوري ته ورته دي، په دوبي کې يې هوا پاکه او معتدله وي او له ګرمۍ څخه د خپل ځان د ژغورنې ښه ځای دی. ابي اسمان، شين څړځای او د پسونو سپينې رمې په ګډه يو ښکلی انځور جوړوي. په مني کې ټول څړځای يوې طلايې نړۍ ته ورته دی او کله چې نری شمال لګېږي، په څړځای کې طلايي څپې زنګوي. په ژمي کې کله کله سخته واوره اوري او ونې او واښه د يخو د مجسمو په شان په څړځای کې ولاړ وي.

د مانجولي بندر

د مانجولي بندر د چين او روسيې ترمنځ يوه دروازه ده. په دې ځای کې سرحدي سوداګري د سالم او چټک پرمختګ په حال کې ده. اوسمهال د روسيې، پولنډ، هنګري، جاپان او سينګاپور په شمول کابو څلوېښتو نړيوالو ښارونو له مانجولي سره سوداګريزې اړيکې ټينګې کړې دي. د مانجولي بندر دروازه چې د پنځمې دورې دروازه ده، د ځايي سيل يوه نښه ګرځېدلې ده. د دغې دروازې اوږدوالی ۱۰۵ متره او جګوالی يې ۴۳.۷ متره او سور يې ۴۶.۶ متره دی او په ۲۰۰۸م کال کې جوړه شوې. پر دغې سپينې دروازې باندې د چين ولسي جمهوريت سور رنګ نوم او د چين ملي نښان ليدل کېږي. د چين او روسيې ترمنځ يوه اوسپنيزه لاره تر دغې دروازې لاندې تېرېږي. کله چې سيلانيان د دغې دروازې تر څنګ ولاړ وي، د روسيې سرحدي منظرې ليدلی شي. سيلانيان په دې ځای کې له ځينو تاريخې ودانيو، سرحدي څلي، د لکوموتيف ميدان او د سور رنګ سيل نندارتون څخه خوند اخيستلی شي.

پر يادو ځايونو سر بېره، په هولونبير کې د هولون او بير جهيلونه او د مغولي قوم د مالدارۍ مرکزونه هم د سيل وړ ټکي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای