CRI Online

د (يو يانګ) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-04-09 16:03:36

(یو يانګ) ښار چې د (هو نان) ولايت دوهم لوی اقتصادي ځواک دی، اوږد تاريخ لري او په لرغونې زمانه کې د (با لينګ) او يا (يو جوه) په نوم يادېده. دغه ښار د لومړي ځل لپاره له ملايد څخه ۵۰۵ کاله پخوا جوړ شو، نو تاريخ يې له ۲۵۰۰ کلونو څخه اوږد دی. دغه ښار د (يانګ ځه) سيند په جنوبي برخه او د (دونګ تينګ) جهيل پر غاړه پروت دی. دغه ښار د (يانګ ځه) سيند په منځنۍ برخه کې پروت دی او د يو مهم ښار په توګه د ولايت او حتی هېواد په ترافيکي شبکه کې يو مهم محور ټکی دی.

د دغه ښار بشري فرهنګ ژور دی او د چيني ملت د فرهنګ له مهمو سرچينو څخه يو دی. دغه راز، دغه ښار د مشهورو غرونو، جهيلونو، ودانيو، شخصيتونو او ليکنو له امله په چين او حتی نړۍ کې شهرت لري.

اورګاډی دغه ښار ته د تګ راتګ لپاره ډېره ښه وسيله ده. د هېواد له شمال څخه تر جنوب پورې او له ختیځ څخه تر لوېديځ پورې ګڼ شمېر مهمې او لویې اوسپنيزې لارې له دغه ښار څخه تېرېږي. دغه راز، د دغه ښار د (سان هه) هوايي ميدان د ۲۰۱۸م کال په دسمبر کې په رسمي توګه په کار پيل وکړ. (يو يانګ) بندر چې په (هو نان) ولايت کې د معاملې يوازينی نړيوال بندر دی، د (يانګ ځه) سيند پر غاړه د کانتينرونو د نړيوال محور بندر دی. د هېواد پر هانکانګ، مکاو او تايوان سر بېره د جاپان، د کوريا جمهوريت، د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د ټولنې او استراليا په شمول د بهرنيو هېوادونو او دغه بندر ترمنځ د مال وړونکو بيړيو نوبتي کرښې شته او همدارنګه په دغه بندر کې د دولت په کچه د مالياتو جامعه بيمه شوي سيمه جوړه شوې ده.

د (يو يانګ) برج

(يو يانګ) برج د (يو يانګ) لرغوني ښارګوټي پر ديوال باندې واقع دی. دغه برج د (هو بې) ولايت د (وو هان) ښار له (هوانګ هه) برج او د (جيانګ شي) ولايت د (نان چانګ) ښار له (تنګ وانګ) برج سره د (يانګ ځه) سيند په جنوبي برخه کې د درېيو مشهورو برجونو په توګه بلل کېږي. (يو يانګ) برج چې د (دونګ تينګ) جهيل پر غاړه او د (جون) غره پر وړاندې ولاړ دی، د (يو يانګ) ښار يوه نښه ده. د شمالي سونګ په دوره کې يو مشهور شاعر او ليکوال (فان جونګ يان) ددغه برج په اړه يوه ليکنه وکړه چې زر کلونه د چينايانو له خوا زمزمه کېده. دغه برج هم له دې امله شهرت لري. د دغه برج جګوالی ۱۹.۴۲ متره دی او درې پوړه لري چې په يادو درېيو برجونو کې تاريخي بڼه يې ډېر ښه ساتل کېږي. که سيلانيان په دغه برج کې ولاړ وي، له جګ ځای څخه د (دونګ تينګ) جهيل او (جون) غره منظرې ليدلی شي.

(جون) غر او (دونګ تينګ) جهیل

(جون) غر د (يو يانګ) ښار په جنوب لوېديځه برخه کې پروت دی او د (دونګ تينګ) په جهيل کې يو کوچنی ټاپو دی. د (جون) غره منظره لرونکې سيمه له ښاري مرکز څخه ۱۵کيلومتره واټن لري او د (يو يانګ) پر وړاندې ولاړ دی. دغه منظره لرونکې سيمه د دولت په پنځه اې درجه ده او پراخوالی يې صفر اعشاريه شپږ نوي مربع کيلومتره دی. دغه غر ۷۲ څوکې لري او د تاويزم يو مقدس ځای دی. (دونګ تينګ) جهيل په چين کې له ډېرو لويو خوږو اوبو لرونکو جهيلونو څخه يو دی او د (يانګ ځه) سيند پر غاړه ډېر لوی جهيل دی. دغه جهيل د (يانګ ځه) سيند د اوبو د زيرمې او لګولو په برخو کې مهم رول لوبوي. څرنګه چې دغه جهيل په تاريخ کې يو مهم ستراتيژيک ځای او د چين يوه دوديزه کولتوري سرچينه ده، نو د دغه جهيل په قلمرو کې د (يو يانګ) برج په شان ډېرې زياتې مهشورې تاريخي ودانۍ او اثار ليدل کېږي. دغه راز، دغه ځای هم د چين د عنعنوي کرهنيزو چارو د سرچينې په توګه بلل کېږي. اوس دغه ځای هم د هېواد په کچه د غلو دانو توليدي سيمه او د کبانو د روزنې مرکز دی.

پر يادو ځايونو سر بېره، په دغه ښار کې (لينګ وو) غر او (چيو ځه) معبد هم د سيل وړ ځايونه دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای