CRI Online

د (شيانګ شي) د تو جيا قوم او مياو قوم د کورواکې سيمې سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-04-23 09:50:31

د (شيانګ شي) د تو جيا قوم او مياو قوم کورواکه سيمه د ښار په کچه کورواکه سيمه ده. دغه کورواکه سيمه د (هو نان) ولايت په شامل لوېديځه برخه کې او د (هو نان)، (هو بې)، (ګوې جو) او (چونګ چينګ) په شمول د ولايتونو او ښار په محوري سيمه کې پراته ده او په دغه ولايت کې يوازېنۍ قومي کورواکه سيمه ده. دغه سيمه لرغونی تاريخ او ځلاند تمدن لري او د دغې سيمې په قلمرو کې زيات تاريخي اثار ليدل کېږي. دغه سيمه د (وو لينګ) کولتور يوه سرچينه ده او (جي شوه) ولسوالي د دغې سيمې مرکز دی.

څرنګه چې (شيانګ شي) د تو جيا قوم او مياو قوم کورواکه سيمه (ګوې جو) ولايت ته نژدې ده، نو سيلانيان لومړی د الوتکو له لارې د هېواد له نورو ځايونو څخه د (تونګ ژن) ښار د (فنګ هوانګ) هوايي ميدان ته ځي او بيا د موټر او بس په وسيله دغې سيمې ته ځي. د معلوماتو له مخې، اوس د (شيانګ شي) هوايي ميدان د جوړېدو په بهير کې دی او پروژه يې په ۲۰۱۷م کال کې شروع شوې ده. دغه راز، اورګاډی او موټر هم دغې سيمې ته تګ راتګ ښه انتخاب دی.

د (فنګ هوانګ) لرغونی ښارګوټی

د (فنګ هوانګ) لرغونی ښارګوټی د دغې سيمې په جنوب لوېديځه برخه کې د (فنګ هوانګ) ولسوالۍ په قلمرو کې دی. پراخوالی یې کابو ۱۰ کيلومتره مربع دی او د مياو، هان او توجيا قومونو په شمول د ۲۸ قومونو اوسيدونکي پکې ژوند کوي. دغه لرغونی ښارګوټی لومړی د مينګ د امپرطورۍ د مسلسلې د (جيا جينګ) دورې په ۳۵م کال کې يعنې په ۱۵۵۶م کال کې جوړ شوی دی او تاريخ يې له ۴۰۰ کلونو څخه اوږد دی. (توه) سيند له دغه ښارګوټي څخه تېر شوی وو او د ځايي اوسيدونکو کورونه د دغه سيند پر دواړو غاړو پراته دي. له دې جملې څخه کابو ۱۲۰ ودانۍ او کابو ۳۰ مبعدونه لېدل کېږي چې د (مينګ) او (چينګ) په دورو کې جوړ شوي دي او د سيل وړ ټکي هم دي. په ۲۰۰۱م کال کې دغه ښارګوټی د دولت په کچه د مشهور تاريخي او کولتوري ښارګوټي په توګه وټاکل شو. له دې نه وروسته په دغه ښارګوټي کې د سيلانيانو شمېر ورځ په ورځ زياتېږي. اوسمهال د (توه) سيند پر دواړو غاړو زياتره ودانۍ په هوټلونو، رستورانتونو او دوکانونو په توګه بدلې شوي دي. که څه هم د ودانيو او واټونو بڼې لرغونې دي، خو عصري فضا هم ورڅخه څرګندېږي. سيلانيان په دې ښارګوټي کې له ځانګړتيالرونکو قومي دودونو، خوراکونو او په زړه پورې منظرو څخه خوند اخيستلی شي. دغه ښارګوټی د (ګوې جو) ولايت د (تونګ ژن) ښار له (فنګ هوانګ) هوايي ميدان څخه يوازې ۲۷ کيلومتره واټن لري، نو سيلانيان لومړی د الوتکې له لارې د (فنګ هوانګ) هوايي ميدان ته ځي او بيا د بس او موټر له لارې دغه ښارګوټي ته تللی شي.

جنوبي لوی ديوال

جنوبي لوی ديوال د (مياو جيانګ) سرحدي ديوال په نوم هم يادېږي چې د (مينګ) او (چينګ) په دورو کې جوړ شوی دی او اوږدوالی يې کابو ۲۱۵ کيلومترو ته رسېږي. دغه ديوال په هغمه وخت کې د امپراطورانو لخوا مياو قوم ته د ماتې ورکولو او په دغه ځای کې د خپل تسلط د ټينګېدو لپاره جوړ کړی دی. د دغه ديوال له جوړېدو څخه د هغمه وخت سياست، اقتصاد، پوځ او کولتور څرګندېږي. دغه ديوال د پوځي ودانۍ په توګه کلاوې، مورچلونه او بندرونه لري. اوس دغه ديوال د تاريخي اثر په توګه ښه ساتل کېږي او د سيلانيانو په مخ پرانيستی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای