CRI Online

د (وو هان) ښار سيل (۲)

cri     (GMT+08:00) 2019-05-02 16:02:25

(وو هان) ښار د (هو بې) ولايت مرکز دې او يو مشهور تاريخي او کولتوري ښار هم دی. د دغه ښار په قلمرو کې زيات تاريخي اثار، په زړه پورې منظرې او د سيل وړ ډېر ځایونه شته، نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته په (وو هان) ښار کې د ځېنو ليدنځايونو په اړه معلومات وړاندې کړم.

د (هوانګ هه) برج باغ

(هوانګ هه) برج د (وو هان) ښار يوه تاريخي نښه ده چې د (يانګ ځه) سيند په جنوبي غاړه او د (شه) غره په لوړه څوکه کې واقع دی. د دغه برج تاريخ له ۱۷۰۰ کلونو څخه اوږد دی او په سر کې د نظامي چارو په پار جوړ شوی و، کله چې جنګونه پای ته ورسېدل، نو رول يې هم بدل شو او اوس يو کتنځای ګرځېدلی دی. په تېرو اوږدو مودو کې دغه برج څو څو ځله ويجاړ او بيارغول شوی دی. د دغه برج اوسنۍ بڼه په ۱۹۸۵م کال کې جوړه شوې چې پنځه پوړونه لري. په همدې کال کې د دغه برج په شاوخوا کې يو باغ هم د سيلانيانو پر مخ پرانيستل شو. د دغه برج تر څنګ نورې لرغونې بڼه لرونکې ودانۍ هم جوړې شوې دي. د دغه برج جګوالی ۵۱.۴ متره دی او مساحت يې ۳۲۱۹ متره مربع دی. سيلانيان کولی شي د دغه برج له سر څخه د (يانګ ځه) سيند منظرې او (وو هان) ښار ننداره کړي. دغه راز، د دغه برج په هر پوړ کې د انځورونو، خطاطيو، لاسي هنري شيانو، تاريخي اثارو بېلا بېلې نندارې کتلی شي.

د (دونګ) جهيل منظره لرونکې سيمه

(دونګ) جهيل د (وو هان) ښار په منځنۍ برخه کې پروت دی چې پراخوالی يې ۳۳ کيلومتره مربع دی او د چين په ښارونو کې په پرتو جهيلونو کې دوهم لوی جهيل دی. دغه جهيل له لرغونې زمانې راهيسې، د سيل وړ مشهور ځای دی او د (دونګ) جهيل منظره لرونکې سيمه د ياد جهيل په څنډه کې يوه جامعه منظره ده او د دغې منظره لرونکې سيمې پراخوالی ۸۸ کيلومترو مربع ته رسېږي. دغه سيمه په شپږو برخو ويشل شوې. په دغه سيمه کې د ويټرسويټ، الوبالو او نيلوفر باغونه او د دغو ګلانو د څيړنې اکاډمۍ هم شته. د هر کال په پسرلي کې دغه سيمه د ګلانو د سمندر په شان ډېره ښکلې ښکاري. هر کال څو مليونه سيلانيان دغې سيمې ته سفرونه کوي. د (هو بې) ولايت موزيم هم په دغه سيمه کې پروت دی چې په ۱۹۵۳م کال کې جوړ شوی دی. په دغه موزيم کې د ( چو) کولتور په اړه څه باندې ۲۶۰ زره قلمه تاريخي اثار نندارې ته اېښودل شوي چې له دې جملې څخه ۹۴۵ قلمه تاريخې اثار د دولت په لومړۍ کچه دي او ډېر مهم ارزښت لري. سيلانيان په دغه منظره لرونکې سيمه کې نه يوازې په زړه پورې منظرو څخه، بلکې له تاريخي اثارو څخه هم خوند اخيستلی شي.

د ( مو لان) کولتوري او ايکولوژيکه سيمه

د (مو لان) کولتوري او ايکولوژيکه سيمه د (وو هان) ښار په (هوانګ پوه) سيمه کې پرته ده. دغه سيمه په څلورو برخو ويشل شوې چې (مو لان) غر، (مو لان تيان چه ) جهيل، (مو لان) څړځای او (مو لان يون وو) غر دی. دغه سيمه نه يوازې د دولت په کچه جيولوجيک باغ دی، بلکې زرګونه کلن تاريخ لرونکی مذهبي ځای هم لري. د کال په څلورو فصلونو کې د دغه ځای اقليم معتدله وي او هوا يې پاکه ده. ځايي اوسيدونکي د اوونۍ په پای کې هم له کورنيو او دوستانو سره يو ځای د دې ځای سيل کوي.

له يادو په زړه پورې منظرو څخه پرته، (ګوې يوان) معبد، د (وو هان) انقلابي موزيم، د (وو هان) پوهنتون انګړ هم د (وو هان) ښار د سيل وړ ځايونه دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای