CRI Online

د (يي چانګ) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-05-16 16:01:55

(يي چانګ) ښار د (هو بې) ولايت په جنوب لوېديځه برخه کې پروت دی او تاريخ يې له دوو زرو کلونو څخه اوږد دی. دغه ښار د (يانګ ځه) سيند د لومړۍ او منځنۍ برخو په محوري سيمه کې يو مهم ښار دی. د (يانګ ځه) سيند د منځنۍ برخې د درېيو تنګيو لوی بند او (ګه جوه) بند د دغه ښار په قلمرو کې دی، نو له دې امله دغه ښار په نړۍ کې د اوبو په وسيله د برېښنا د توليدولو د ښار په توګه بلل کېږي. په دوبی کې د (يي چانګ) ښار هوا ډېره ګرمه وې، نو پسرلی او منی د دغه ښار د سیل لپاره مناسب فصلونه دي.

د دغه ښار (سان شيا) هوايي ميدان په (هو بې) ولايت کې دوهم لوی هوايي ميدان دی او الوتکې هره ورځ د دغه هوايي ميدان او بېجينګ، (شن جن)، (چنګ دو) او (چونګ چينګ) ترمنځ تګ راتګ کوي. اوس په چين کې د ګړوندي سړکونو او اوسپنيزو لارو په شمول اساسي تاًسيسات عصري او بشپړ دی، نو هر ځای ته د سفر لپاره اورګاډی او موټر د سيلانيانو ښه وسيله ده. دغه راز، پر اورګاډي او موټر سر بېره، سيلانيان د بيړيو په وسيله (يي چانګ) ښار ته تګ راتګ کولای شي. بيړۍ هم د ځايي اوسيدونکو لپاره يو ډول عادي ترافيکي وسيله ده.

د (يانګ ځه) سيند د منځنۍ برخې د درېيو تنګيو د لوی بند سيلانيزه سيمه

د (يانګ ځه) سيند د منځنۍ برخې د درېيو تنګيو د لوی بند سيلانيزه سيمه په ۱۹۹۷م کال کې د سيلانيانو پر مخ په رسمي توګه پرانيستل شوه. دغه سيمه د (يانګ ځه) سيند د منځنۍ برخې د درېيو تنګيو د لوی بند پر اساس جوړه شوې ده چې دغه بند په نړۍ کې د اوبو د محور ډېره لويه پروژه ده. دغه سيمه د (تان ځه لينګ) برخې، ۱۸۵ برخې او د (يانګ ځه) سيند د بند د يادګاري د باغ په پرخو ويشل کېږي. له دغې سيمې څخه په هره ساحه کې لويې پروژې او د اوبو د محور کولتورونه څرګندېږي. سيلانيان په دغه سيمه کې له سيل، علمي او تخنيکي معلوماتو، ساعت تيريو او لوبو څخه خوند اخيستلی شي. ويل کېږي چې دغه سيمه د عصري پروژې، طبيعي منظرې او بشري کولتور په شمول جامعه سيلانيزه سيمه ده. سيلانيان د (يي چانګ) ښار له مرکز څخه د سلانيزې بيړۍ په وسيله دغې سيمې ته تللی شي او د سفر په ترڅ کې د (يانګ ځه) سيند پر دواړو غاړو په زړه پورې منظرو څخه هم خوند اخيستلی شي.

د (يانګ ځه ) سيند د منځنۍ برخې د درېيو تنګيو د کليو منظره لرونکې سيمه

د (يانګ ځه) سيند د منځنۍ برخې د درېيو تنګيو د کليو منظره لرونکې سيمه د (يانګ ځه) سيند د (شي لينګ) تنګي په قلمرو کې پرته ده چې تنګي له يادو درېيو تنګيو څخه يوه ده. دغه سيمه د ځايي خلکو د اصلي هستوګنځايونو پر اساس جوړه شوې ده. د ځايي اوسيدونکو کورونه د (يانګ ځه) سيند پر غاړه د غره په لمن کې واقع دي، لرغونې بڼه لرونکې بيړۍ د سيند پر غاړه اوبو کې درېږي، ښکلې نجونې د سيند پر غاړه د جامو پر پريمنځلو بوختې وي او د ځايي اوسيدونکو د ژوند حالات په رښتينې او اصلي توګه د سيلانيانو ته ښودل کېږي، نو سيلانيان په دې سيمه کې له ښکليو منظرو، ځايي دودونو او ځانګړتيالرونکو خوراکونو څخه خوند اخيستلی شي.

د (چينګ) سيند د تصويرونو ګاليري په نامه منظره لرونکې سيمه

د (چينګ) سيند د تصويرونو ګاليري په نامه منظره لرونکې سيمه د دغه ښار د (چانګ يانګ) د (تو جيا) قوم د کورواکې ولسوالۍ په قلمرو کې پرته ده. (چينګ) سيند د (يانګ ځه ) سيند يوه څانګه ده او اوږدوالی يې ۴۲۳ کيلومتره دی. دغه منظره لرونکې سيمه د (چينګ) سيند د دواړو غاړو د ښکليو منظرو پر اساس جوړه شوې ده او اوږدوالی يې ۱۴۸ کيلومتره دی. په دغه سيمه کې د (چينګ) سيند لرغونی ښارګوټی، (داو ينګ) تنګي، (شيان ژن) کلی او (وو لوه جونګ لي) غر د سيل وړ مشهور ځايونه دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای