CRI Online

د بېجينګ د (نيو جيې) سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-06-04 16:54:16

(نيو جيې) سيمه د بېجينګ د (شي چينګ) په اوسيدونکې سيمه کې پرته ده. (نيو جيې) په بېجينګ کې د مسلمانانو ډېره لويه د استوګنې سيمه هم ده. د چين د سونګ او يوان په زمانو کې زياتو مؤمنو له منځنۍ اسیا څخه راغلي او په دې ځای کې ميشت شوي او ژوند يې شروع کړی دی. د زرو کلونو د پرمختګ پر اساس د (نيو جيې) اوسنۍ بڼه رامنځته شوې ده چې د بېجينګ د نورو سيمو او واټونو له بڼو څخه بېله ده. په دې سيمه کې زياتې ودانۍ اسلامي ساختماني ځانګړتياوې لري او رنګونه يې سپين او شنه دي چې د مسلمانانو د خوښې وړ دي.

(نيو جيې) په بېجينګ کې ډېره لويه سيمه هم ده چې پکې د اوسيدونکو قومونه تر ټولو ډېر زيات دي. د شمېرنې له مخې، د هان، مان، کوريا، مغولي او اويغور په شمول د کابو ۲۸ قومونو خلک په دې ځای کې اوسېږي. که څه هم مختلف قومونه بېلا بېلې عقيدې، دودونه او کولتورونه لري، خو دوی د متقابل درناوي او تفاهم پر اساس په همغږۍ سره په دې ځای کې ژوند کوي او يو له بل سره ښه راشه درشه او سلوک کوي. څرنګه چې زيات مسلمانان د (نيو جيې) په سيمه کې اوسېږي، نو په دې ځای کې حلال سوپرمارکيټ شته چې پيمانه يې په چين کې ډېره لويه ده او رنګارنګ حلال خوراکونه په دې مارکيټ کې پيدا کېدلی شي. دغه راز، په دې ځای کې د هوی قوم روغتون هم د ناروغانو پر مخ پرانيزي چې ځايي اوسيدونکو ته يې انسانتياوې برابرې کړي.

د (نيو جيې) جومات په دغه سيمه کې ډېره مشهوره ودانۍ ده او تاريخ يې له زرو کلونو څخه اوږد دی. دغه جومات په بېجينګ کې تر ټولو ډېر لرغونی او لوی جومات دی چې په ټول چين کې هم ډېر شهرت لري. په دغه جومات کې له زرو څخه زيات لمونځ کوونکي ځايېدای شي. دغه جومات لومړی په ۹۹۶ ميلادي کال کې جوړ شوی او د مينګ، چينګ او مينګوه په زمانو کې د اتو ځلو لپاره ترميم شوی دی. د نوي چين له جوړېدو وروسته په ۱۹۵۵م، ۱۹۷۰م او ۱۹۸۰م کالونو کې په جلا جلا توګه ترميم شوی دی او د دولت تر ساتنې لاندې يو ډېر مهم تاريخي ځای ګڼل کېږي. د جومات عمده ودانۍ د چين د لرغوني ودانيز هنر او په زړه پورې عربي ودانيزو بڼو غوره استازيتوب کوي. دغه جومات تر اوسه د اسلامي کلاسيکو هنرونو بېلګې او ارزښتناکې خطاطۍ ليکنې ساتلې دي چې په چين کې د اسلامي تاريخ په لوست او څېړنه کې ډېر ارزښت لري. د (نيو جيې) جومات د لمانځه له عمده ودانۍ او يو شمېر نورو فرعي ودانيو څخه عبارت دی چې خورا پراخه سيمه يې نيولې ده. د دغه جومات عمومي پراخوالی کابو ۶۰۰۰ متره مربع دی او د ودانيو پراخوالی يې څه باندې ۱۵۰۰ متره مربع دی.

پر (نيو جيې) جومات سر بېره، په دغه سيمه کې د مسلمانانو ګڼ شمېر خوراکونه هم د خلکو د خوښې او علاقې وړ دي. د ياد جومات په شاوخوا سيمه کې حلال خوراکونو زيات حلال رستورانټونه شته چې پکې د مسلمانانو ځانګړتيا لرونکې خوندور خوراکونه خوړلی شي. په تېره بيا، د کوچنۍ اختر او لوی اختر په شمول د مسلمانانو د اخترونو په وخت کې په بېجينګ کې د مختلفو هېوادونو او قومونو مسلمانان په دغه ځای کې راغونډېږي او سره يو ځای د اخترونو لمانځنه کوي. په (نيو جيې) کې ګڼه ګوڼه زیاته وي او ټوله سيمه د خوشحالۍ له فضا څخه ډکه وي. خلک په جومات کې د لمونځ له پای ته رسېدو وروسته سره يو ځای په اسلامي مارکيټ کې د شيانو په اخيستلو او د رنګارنګ خوندورو خوراکونو په خوړلو بوخت ليدل کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای