CRI Online

د ( شن نونګ جيا) ځنګلي سيمه او (وو دانګ) غره سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-06-11 14:08:53

(شن نونګ جيا) ځنګلي سيمه د (هو بې) ولايت په شمال لوېديځه برخه کې او د (فانګ شيا)، (شينګ شان) او (با دونګ) په ګډون د درېیو ولسواليو په محوري سيمه کې پرته ده. (شن نونګ جيا) ځنګلي سيمه په چين کې لومړۍ هغه سيمه ده چې د بشريت او د ژوند کره د طبعيت ساتونکې سيمو، د نړيوالو جيالوجيکو باغونو او د نړيوالو طبيعي ميراثونو په لېستونو کې شاملېږي. د (شن نونګ جيا) هوايي ميدان د ۲۰۱۴م کال په مې مياشت کې په رسمي توګه په کار پيل وکړ. سيلانيان کولای شي لومړی د الوتکې په وسيله (شن نونګ جيا) ته ورسېږي او بيا د موټرونو او بسونو له لارې د مختلفو منظرو سيل وکړي.

د (شن نونګ جيا) نړيوال جيالوجيک باغ

د (شن نونګ جيا) نړيوال جيالوجيک باغ په ياده ځنګلي سيمه کې پروت دی. د دغه باغ ځنګلونه ډېر سمسور دي او د نباتاتو او حيواناتو د موزيم په شان دی چې په کې ۳۲۳۹ ډوله د لوړې کچې نباتات او ۴۹۳ ډوله د ملاتير لرونکي حيوانات شتون لري. ويل کېږي چې دغه سيمه د ځمکې کرې په منځني عرض البلد کې تر ټولو ډېر بشپړ او ښه ايکولوژيک سيستم او چاپيريال لري. په دغه باغ کې څو عمده منظره لرونکې سيمې شته. مثلاً، د (شن نونګ دينګ) منظره لرونکې سيمه. په (شن نونګ دينګ) سيمه کې ډېر عجيب او د حيرانتيا وړ جيالوجيکې منظرې ليدل کېږي او د (شن نونګ دينګ) څوکې، (شان مو جيان) څوکې او (دا وه کنګ) څوکې په شمول زياتره څوکې د سمندر له سطحې څخه کابو درې زره متره جګوالی لري او د چين د منځنۍ سيمې د بام په توګه بلل کېږي. د (تيان شنګ چياو) منظره لرونکې سيمه هم د سيل وړ ځای دی. دغه سيمه د طبيعې سمڅو، پلونو او ابشارونو له امله شهرت لري. بر سېره پردې، د لومړی ځنګلونو منظرې، عجيبې ډبرې، په زړه پورې طبيعې چاپيريال د دغه باغ د ليدو وړ ټکي دي.

(وو دانګ) غر

(وو دانګ) غر د (هو بې) ولايت د (شه يان) په ښار کې دی، د چين د تاويزم يو مقادس غر دی او د (وو دانګ) کونګ فو سرچينه هم ده. د (وو دانګ) غره نژدې هوايي ميدان نه شته او سيلانيان د اورګاډيو او موټرو له لارې دغه غره ته سفر کولای شي.

په ۱۹۹۴م کال کې د (وو دانګ) غره لرغونې ودانۍ د تاريخي ميراثونو په نړيوال لېست کې شاملې شوې او تر ۲۰۱۳م کال پورې په دغه غره کې کابو ۵۳ لرغونې ودانۍ شته او عمومي پراخوالی يې ۲۷ زره متره مربع دی. دغه راز، په دغه غره کې د لرغونو ودانيو ۹ کنډوالې شته. په يادو ودانيو کې څه باندې ۵۰۰۰ تاريخي اثار ساتل کېږي. (تای هه) ماڼۍ د (تيان جو) څوکې په جنوبي خوا کې پرته ده او په (وو دانګ) غره کې د دغې ماڼۍ جګوالی تر ټولو ډېر لوړ دی او په يوه څوکه کې يې جوړه شوې وه او د دغه ماڼۍ په قلمرو کې کابو ۲۰ ودانۍ شته چې ساختماني جوړښت يې استادانه دی او بڼې يې د تاويزم ځانګړتياوې لري. (يو شيو) ماڼۍ د مينګ په زمانه کې جوړه شوې وه او په همغه وخت کې د دغه ماڼۍ په قلمرو کې کابو ۲۲۰۰ خونو شتون درلود چې پيمانه يې د (وو دانګ) غره د نورو ماڼيو په پرتله ډېره پراخه ده. خو د دغې ماڼې ځينې خونې د چينګ په زمانه کې ويجاړې شوې. اوس سيلانيان د ځينو خونو کنډوالې هم ليدلی شي.

پر تاريخي ودانيو پرته، د (وو دانګ) غره طبيعې منظرې هم په زړه پورې دي. لوړې څوکې، ټيټې درې، عجيبې ډبرې، پاک ډنډونه او ابشارونه د سيل وړ ټکي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای