CRI Online

د (جنګ جو) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-06-18 20:14:26

(جنګ جو) ښار د (هه نان) ولايت مرکز، د چين په منځنۍ برخه کې ډېر ستر ښار او د چين ډېر مهم ترانسپورټي او ترافيکي محور دی. په اسيا کې د مال وړونکو اورګاډيو ډېر لوی محوري سټېشن هم په دې ښار کې دی. (جنګ جو) ښار د چيني ملت د تمدن له سرچينو څخه يو دی، د چين له مشهورو کولتوري او تاريخي ښارونو څخه يو دی او د چين له اتو مشهورو لرغونو پلازمينو څخه هم يو دی. د چين په تاريخ کې دغه ښار د پنځه ځلو لپاره د پخوانيو دورو د پلازمينې په توګه ټاکل شوی دی. همدارنګه دغه ښار د چيني کولتور د ابا او نيکه (شوان يوان هوانګ دي) ټاټوبی و. په دغه ښار کې ډېر زيات تاريخي اثار شته چې د چيني ملت د پرمختګ تاريخ يې ثبت کړی او ساتلی دی.

په (جنګ جو) ښار کې دوه هوايي ميدانونه شته. د (شين جنګ) نړيوال هوايي ميدان د چين په اتو محوري هوايي ميدانونو کې يو دی او د دغه هوايي ميدان او د کابو ۱۱۶ چيني او بهرنيو ښارونو ترمنځ د مسافروړونکې الوتکو کرښې شته او د دغه هوايي میدان او د کابو ۴۰ ښارونو ترمنځ مال وړونکې کرښې شته. بر سېره پردې، د (شانګ جې) هوايي ميدان په (جنګ جو) کې دوهم لوی هوايي ډګر دی. څرنګه چې د (جنګ جو) ترافيکي شبکه بشپړه او عصري ده، نو ګړندي اورګاډي او موټرونه هم د سيلانيانو لپاره دغه ښار ته د تګ راتګ ښه وسايل دي.

(شاو لين) معبد

(شاو لين) معبد د چيني کونګ فو سرچينه ده او د کولتوري ميراثونو په لېست شامل دی. دغه معبد د (جنګ جو) ښار د (دنګ فنګ) ولسوالۍ د سونګ غره د (وو ژو) څوکې په لمن کې پروت دی. دغه معبد لومړی د (بې وې) په زمانه کې د (تاې هه) دورې په نولسم کال کې يعنې په ۴۹۵م کال کې جوړ شوی و. (شاو لين) معبد د چيني بوديزم يوه سرچينه ده چې د چين د بوديزم په تاريخ کې يې ستر مهم رول لوبولی، او په نړۍ کې هم شهرت لري. همدارنګه، دغه معبد د (شاو لين) کونګ فو له امله ډېر شهرت لري. د ۲۰۱۰ کال په اګست کې د راهبانو د ژوند انګړ، (چو ځو) معبد او د څليو ځنګلونو په شمول ودانۍ يې د يونيسکو سازمان لخوا د تاريخي ميراثونو په نړيوال لېست کې شامل شوي. (شاو لين) معبد د چين د بوديزم د کولتور د يوې نمونې او ښه مثال په توګه د نړۍ له نورو هېوادونو سره د تمدنونو د تبادلې په برخه کې مهم رول لوبوي. سيلانيان په دې ځای کې هم د (شاو لين) کونګ فو په زړه پورې ننداره کتلی شي.

سونګ غر

سونګ غر د ۲۰۰۴م کال په فبرورۍ کې د يونيسکو سازمان لخوا د نړيوال جيالوجيک باغونو په لېست کې شامل شوی. (شاو لين) معبد هم د دغه غره په لمن کې پروت دی. پر ښکليو طبعي منظرو سر بېره، په دغه غره کې زياتې لرغونې ودانۍ او تاريخي اثار ليدل کېږي او داسې ودانۍ او اثار يو عمومي نوم لري چې (تيان دي جه جونګ) د تاريخي ودانيو ډله ده. په تاريخ کې بوديزم، تاويزم او کنفوسيوسيزم په دې ځای کې نسل په نسل خپاره شوي دي. نو سيلانيان له دې غره څخه د چين له دوديزو کولتورونو څخه خوند اخيستلی شي.

لوی کانال

لوی کانال د چين په منځنۍ هواره سيمه کې يوه ستره پروژه وه. د دغه کانال د جوړونې پروژه لومړی د قبل الملاد په ۴۸۶م کال کې شروع شوه او اوږدوالی يې ۲۷۰۰ کيلومتره دی چې په نړۍ کې ډېر لوی او اوږد تاريخ لرونکی کانال دی. دغه کانال له اتو ولايتونو څخه تېرېږي او تاريخ يې له ۲۵۰۰ کلونو څخه اوږد دی. اوس هم د دغه کانال څخه استفاده کېږي او د تاريخي ميراثونو په نړيوال لېست کې شامل دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای