CRI Online

د (کای فنګ) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-07-02 14:44:00

د (کای فنګ) ښار د (هه نان ) ولايت په منځنۍ برخه کې او د ژېړ سيند پر غاړه پروت دی. دغه ښار د چين له پنځو ډېرو مشهورو لرغونو پلازمينو څخه يو دی. د ښار او پلازمينې په توګه د دغه ښار تاريخ له ۴۱۰۰ کلونو څخه اوږد دی. دغه ښار د چين په تاريخ کې د اتو دورو د پلازمينې په توګه ټاکل شوی و. د سونګ دورې په زمانه کې دغه ښار چې په همغه وخت کې د (دونګ جينګ) په نوم يادېده، په نړۍ کې تر ټولو ډېر لوی ښار و. د (کای فنګ) په ښار کې ډېرې زياتې تاريخي ودانۍ او اثار په ښه توګه ساتل شوي دي. دغه راز، دغه ښار د چين د اوپراګانو د ټاټوبي په توګه هم بلل کېږي. ( يو جيو) اوپرا چې په چين کې يو ډول ډېره مشهوره او ترويجه اوپرا ده، په دغه ښار کې رامنځته شوې ده.

د (جنګ جو) ښار د (شين جنګ) هوايي ميدان او د (کای فنګ) ترمنځ يوازې ۷۰ کيلومتره واټن لري. سيلانيان د الوتکې له لارې د (شين جنګ) هوايي ميدان ته له رسېدو نه وروسته د بس په وسيله (کای فنګ) ته تللی شي چې د يو طرفه د ټکيټ نرخ څلوېښت يوانه دی او د يو ساعت او شلو دقيقو مزل واټن لري. دغه راز، موټر او اورګاډی هم (کای فنګ) ته د تګ راتګ لپاره ښه وسايل دي. د ګړندي اورګاډي له لارې د (جنګ جو) او ( کای فنګ) ترمنځ د يو طرفه تګ يوازې نيم ساعت مزل دی، ډېرې اسانتياوې لري.

د (چينګ مينګ شانګ هه) باغ

د (چينګ مينګ شانګ هه) باغ د (کای فنګ) ښار د (لونګ ټينګ) جهيل پر لوېديځه غاړه پروت دی. د چين د سونګ په زمانه کې د (جانګ ځه دوان) په نوم يو انځورګر د (چينګ مينګ شانګ هه تو) په نامه يو ډېر مشهور او په زړه پورې انځور انځور کړی دی. په دغه انځور کې د سونګ په زمانه کې د (چينګ مينګ) په ورځ کې د عامو وګړيو د ژوند حالت انځور شوی دی. دغه انځور په همغه وخت کې د عامو وګړيو د ژوند د څيړنې لپاره ښه زمينه برابره کړې ده. دغه باغ د دغه انځور له مخې د سونګ د زمانې ځانګړتيالرونکی بازار، ودانۍ او امپورطورۍ باغ جوړ کړی او په دغه انځور کې ټول حالت دوباره رامنځته شوی دی. همدارنګه، سيلانيان په دغه باغ کې د سونګ په زمانه کې د عامو وګړيو له ژوند څخه خوند اخيستلی شي، مثلاً، د سونګ د زمانې جامې په اغوستلو سره عکسونه اخيستلی شي، ځایي هنري نندارې کتلی شي، په پخوانيو لوبو کې ګډون کولای شي او خوندور خوراکونه خوړلی شي.

(دا شيانګ ګوه) معبد

( دا شيانګ ګوه) معبد چې پخوا د (جيان ګوه) معبد په نوم يادېده، د (کای فنګ) ښار د (ځه يو) سړک په لوېديځه برخه کې پروت دی. دغه معبد لومړی د (بې چه) زمانې د (تيان باو) د سلسلې په ۶م کال کې يعنې په ۵۵۵م کال کې جوړ شوی. د (بې سونګ) په زمانه کې دغه معبد د امپرطورۍ معبد په توګه ډېر پراخ شوی او په همغه وخت کې په چين کې تر ټولو ډېر لوی معبد و او د بوديزم يو مرکز هم و. له دې نه وروسته، دغه معبد د جګړو او سيلاوونو له امله ويجاړ شو او د چينګ په زمانه کې بيا اباد شوی دی. اوس په دغه معبد کې زياتې تاريخي ودانۍ او اثار په ښه توګه ساتل شوي دي.

(کای فنګ) ماڼۍ او (باو ګونګ) معبد

(کای فنګ) ماڼۍ د (بې سونګ) په زمانه کې د ځايي حکومت او محکمې د کار ځای و او اوس هره ورځ په دغه ماڼۍ کې د سونګ په زمانه کې دوديزې نندارې د سيلانيانو لپاره وړاندې کېږي. (باو ګونګ) معبد د سونګ په زمانه کې د (باو جنګ) په نوم د يو مشهور او پاک چارواکي د يادونې لپاره جوړ شوی. دغه معبد د (کای فنګ) ماڼۍ تر څنګ پروت دی. ځکه چې (باو جنګ) د سونګ په زمانه کې د (کای فنګ) ښاروال په توګه کار کړی و، نو سيلانيان په دې ځای کې د (باو جنګ) د کار او ژوند حالت هم احساسولی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای