CRI Online

د (هاربين) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-07-10 13:57:47

(هاربين) ښار د چين د (هې لونګ جيانګ) ولايت مرکز دی او د چين د شمال ختېځې برخې په شمال کې يو مهم لوی ښار دی چې د دې سيمې اقتصادي، سياسي او کولتوري مرکز هم دی. دغه ښار د اروپا او اسيا د لویو وچو د تګ راتګ په پل کې د يوې مرغلرې په توګه بلل کېږي. دغه راز، دغه ښار د يخي او کنګلي ښار په نوم هم يادېږي. په ژمي کې هوا يې ډېره سړه وي، خو سيلانيان په دغه ښار کې د يخ او واورو له لوبو او منظرو څخه خوند اخيستلی شي. ويل کېږي چې يخ او واوره د دغه ښار د سيل ځانګړتيا ده. په دوبي کې هوا يې ډېره معتدله وي چې له ګرمۍ څخه د خپل ځان د ژغورنې لپاره يو ښه ځای دی. نو ژمی او دوبی د دغه ښار د سيل لپاره ښه فصلونه دي. بر سېره پردې، دغه ښار يو مشهور تاريخي او کولتوري ښار هم دی چې د چين په تاريخ کې د جين او چينګ د دوو سلسلو سرچينې و.

(تای پينګ) نړيوال هوايي ميدان د دغه ښار په لوېديځه څنډه کې پروت دی او د دغه ښار له مرکز څخه ۳۳ کيلومتره واټن لري. دغه هوايي ميدان د چين په شمال ختيځه برخه کې يو نړيوال هوايي محور او دوهم لوی هوايي ميدان دی. د دغه هوايي ميدان او د چين د عمده لويو ښارونو او د نورو هېوادونو د ځېنو مهمو سترو ښارونو ترمنځ د الوتنې کرښې شتون لري. دغه راز، موټر او اورګاډی دغه ښار ته د سيل لپاره ښه ترافيکي وسايل دي. دغه راز، (سونګ هوا) سيند له دغه ښار څخه تېرېږي، نو د بيړۍ له لارې د مالونو او مسافرينو لېږد رالېږد پکې کېږي.

مرکزي واټ

مرکزي واټ يو ډېر سمسور سوداګريز واټ دی او اوږدوالی يې ۱۴۰۰ متره دی چې له شمال څخه تر جنوب پورې د سيلاوونو د مخنيوي د يادونې څلي له ميدان څخه او تر (شين يانګ) ميدان پورې دی. دغه واټ لومړی په ۱۹۰۰م کال کې جوړ شوی. د دغه واټ په دواړو غاړو کې ۷۱ په زړه پورې ودانۍ ولاړې دي چې د اروپا د رنسانس او باروک له ساختماني ځانګړتياوو څخه ډکې دي. داسې ودانۍ اکثره دوکانونه، هوټلونه او رسټورانټونه دي. سيلانيان په دې ځای کې لوېديځ خوراکونه خوړلی شي.

د (هاربين) يخ او واورو دنيا په نوم باغ

د (هاربين) يخ او واورو دنيا په نوم باغ کې له ۱۹۹۹م کال څخه د هر کال په ژمي کې يعنې د هر کال له دسمبر څخه د بل کال تر فبرورۍ پورې د سيلانيانو پر مخ د يخ او واورو تر عنوان لاندې فېسټېوالونه وړاندې کېږي. سيلانيان په دغه باغ کې د يخ او واورو د لويو مجسمو، لوبو، نندارو او خوراکونو په شمول د ژمي له ځانګړتياوو څخه خوند اخيستلی شي. دغه راز، هر کال په دغه باغ کې د يخ او واورو د لويو مجسمو سيالۍ د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو مينوال راجلبوي.

(تای يانګ) ټاپو

(تای يانګ) ټاپو د (سونګ هوا) سيند پر شمالي غاړه او د (هاربين) ښار پر وړاندې دی. د دغه ټاپو اوږدوالی کابو لس کيلومتره او سور کابو څلور کيلومتره دی. پراخوالی يې اته دېرش مربع کيلومتره دی. د دغه ټاپو او (هاربين) ښار ترمنځ ترافيک اسان دی، سيلانيان د موټر په وسيله له پلونو څخه په تېرېدو سره، د بيړيو په وسيله له سيند څخه په تېرېدو سره او د هوايي ګاډيو په وسيله له (هاربين) ښار څخه دغه ټاپو ته تګ راتګ کولای شي. د دغه ټاپو په منظره لرونکې سيمه کې څړځای، ويالې، جهيل، ځنګلونه او لنده ځمکه شتون لري. دغه راز، په دغه ټاپو کې د سيلانيانو د ساعت تيرۍ په هکله يو باغ هم جوړ شوی دی. پر ښکليو طبعي منظرو سر بېره په دغه ټاپو کې د لوبو او سيل ښه تاًسيسات شته او د سيلانيانو پر مخ پرانيستي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای