CRI Online

د ( دا شينګ ان لينګ) سيمې او ( مو دان جيانګ) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-07-15 16:58:40

( دا شينګ ان لينګ) سيمه د (هې لونګ جيانګ) ولايت د شمال لوېديځې برخې، د داخلي مغولستان د شمال ختيځې برخې او د (دا شينګ ان لينګ) سلسلې غره د شمال ختېځې برخې په محور کې پرته ده او د ښار په کچه د چين ډېره شمالي جغرافيايي سيمه هم ده. جياګداچي ناحيه چې د داخلي مغولستان د هولونبير ښار د هه لون چون په کورواکه ولسوالۍ کې ده، د دغې سيمې سياسي، اقتصادي او ترافيکي مرکز دی. سيلانيان د الوتکې له لارې د جياګداچي ناحيې د (ګا شیان) هوايي ميدان ته او يا د (موه هه) ښار د (ګو ليان) هوايي ميدان ته تللی شي او بیا د موټر له لارې د دغې سيمې مختلفو منظرو ته سفر کولای شي.

د شمالي قطب په نوم کلی

د شمالي قطب په نوم کلی د (دا شينګ ان لينګ) سيمې د (موه هه) ښار د (موه هه) په علاقه دارۍ کې پروت دی. څرنګه چې جغرافیايي موقعيت يې په ډېره شمالي برخه کې دی، نو هوا يې سړه وي چې د هر کال دوبی يې يوازې نيمه مياشت او ژمی يې لس مياشت اوږد وي. د هر کال د جون مياشتې په منځنۍ لسيزه کې لمر د يوې ورځې په ۲۴ ساعتونو کې نه لوېږي او امکان شته چې په نيمه شپه کې په اسمان کې شمالي رڼاګانې وجود ولري. ځايي اوسيدونکي لا تر اوسه پورې د ژوند پر خپلو دوديزو عادتونو ټينګ پاتې شوي دي او سيلانيان د ځايي اوسيدونکو په کورونو کې اوسېدلی شي او له ځايي دودونو او خوراکونو څخه خوند اخيستلی شي. (هو لونګ) سيند د دغه کلي تر څنګ تېرېږي او سيلانيان په سيند کې کبان نيولی شي. په دغه سيند کې څو ډولونه کبان ډېر خوندور دي او د ځايي خلکو د خوښې وړ خوراک دی.

د دولت په کچه د (هې لونګ جيانګ) ولايت د (هو جونګ) طبعيت ساتونکې سيمه

د دولت په کچه د (هې لونګ جيانګ) ولايت د (هو جونګ) طبعيت ساتونکې سيمه د (دا شينګ ان لينګ) سيمې د (هو جونګ) په حوزه کې پرته ده. د دغې سيمې پراخوالی کابو ۱۶۷ زره هېکتاره دی او په دغه سيمه کې د معتدله يخنۍ سيمې د هغو ونو د ځنګلونو ډېر بشپړ سيستم شتون لري، کوم چې د مخروطي شکله غوټۍ نيسي.

د (مو دان جيانګ) ښار سيل

(مو دان جيانګ) ښار د (هې لونګ چيانګ) ولايت په جنوب ختيځه برخه کې دی او د واورو ښار په توګه هم يادېږي. دغه ښار روسيې ته نژدې دی او له روسيې سره سرحدي کرښه يې ۲۱۱ کيلومتره ده. دغه ښار د چين، منګوليا او روسيې ترمنځ د اقتصادي دهليز يو مهم تمځای دی. (مو دان) سيند چې د (سونګ هوا) سيند ډېره لويه څانګه ده، له دغه ښار څخه تېرېږي، نو د دغه ښار نوم له دې امله راغلی دی. (های لانګ) نړيوال هوايي ميدان د دغه ښار په جنوب لوېديځه څنډه کې پروت دی. د دغه هوايي میدان او د چين په داخل کې د عمده لويو ښارونو او د روسيې او کوريا جمهوريت د پلازمينو ترمنځ د الوتکې کرښې شتون لري. دغه راز، سيلانيان د اورګاډي او موټر له لارې دغه ښار ته تګ راتګ کولای شي.

(جينګ پوه) جهيل

(جينګ پوه) جهيل چې د (مو دان جيانګ) ښار د ولسوالۍ په کچه د نينګ ان ښار په جنوب لوېديځه برخه پروت دی، په چين کې ډېر لوی او په نړۍ کې دوهم لوی د اوبو ډنډ دی. د دغه جهيل په منظره لرونکې سيمه کې د (بای لي چانګ هو) جهيل، د اور غورځوونکي غره د لومړی ځنګلونو او د (بو های) لرغوني هېواد د (شانګ جينګ ګوه ) ماڼۍ کنډوالې په شمول په دريو برخو ويشل کېږي.

د (شيو شيانګ) دولتي ځنګلونو باغ

د (شيو شيانګ) دولتي ځنګلونو باغ د دغه ښار د ولسوالۍ په کچه د (های لين) ښار په جنوبي برخه کې پروت دی. (شيو شيانګ) په چينايي ژبه کې د واورو کلي مانا لري. نو دغه سيمه د هر کال په اوو مياشتو کې په واورو پوښلې وي. سيلانيان په دې ځای کې نه يوازې په واورو پوښلي ځنګلونو په زړه پورې منظرې کتلی شي، بلکې د ځايي اوسيدونکو په کورونو کې اوسيدلی شي او د واورو له لوبو څخه خوند اخيستلی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای