CRI Online

د (جه لين) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-07-28 15:52:47

(جه لين) ښار د (جه لين) ولايت په منځنۍ برخه کې د (چانګ بای) غرنۍ سلسلې او (سونګ نن) هوارې سيمې ترمنځ د (سونګ هوا) سيند پر غاړه پروت دی او په چين کې يوازېنی هغه ښار دی چې نوم يې له ولايت سره يو شان دی. دغه ښار د مان قوم سرچينه ده او د مان قوم په ژبه کې ( جه لين وو لا) نومېږي چې مانا يې د سيند پر غاړه ښار دی، نو دغه ښار هم د (سيند ښار) په نوم يادېږي. د بېجينګ اوپرا هم له دې ځای څخه نورو ځايونو ته خپره شوې ده. د مان، هان، هوی او کوريا په شمول کابو د ۳۵ قومونو خلک په دې ښار کې ژوند کوي. دغه ښار هم د يخ او واورو تر عنوان لاندې د سيل له امله په چين کې شهرت لري.

اوس د (جه لين) ښار د (عر تای ځه) هوايي ميدان د ترميم او پراختيا پروژه روانه ده او دغه پروژه ښايي د سږ کال تر پايه پورې پای ته ورسېږي. نو سيلانيان د الوتکې له لارې د (چانګ چون) ښار د (لونګ جيا) نړيوال هوايي ميدان ته ځي او بيا د موټر او اورګاډي په وسيله (جه لين) ښار ته تللی شي. (جه لين) ښار د چين په شمالي برخه کې د ترافيکي له محوري ښارونو څخه يو دی، نو ترافيکي شبکه يې بشپړه او منظمه ده او سيلانيانو ته ښه خدمات وړاندې کوي.

د (سونګ هوا) جهيل

د (سونګ هوا) جهيل د دغه ښار په قلمرو کې په (سونګ هوا) سيند باندې د (فنګ مان) په نوم د اوبو د برېښناکوټ بند د جوړولو له امله رامنځته شوی دی. د دغه برېښناکوټ د جوړونې پروژه په ۱۹۳۷م کال کې شروع شوې وه او په ۱۹۴۲م کال کې د دغه برېښناکوټ بند په رسمي توګه په کار پيل کړی او په ۱۹۴۳م کال کې د بريښنا توليدي ماشينونه په رسمي توګه په کار پيل کړی دی. په هغه وخت کې د دغه برېښناکوټ پيمانه په اسيا کې ډېره لويه وه. اوس د دغه برېښناکوټ د اوبو بند جوړولو له امله د اوبو رامنځته شوی ډنډ (سونګ هوا) جهيل نومېږي او د دغه جهيل پر اساس يوه منظره لرونکې سیمه جوړه شوې ده. سيلانيان په دغه سيمه کې د جهيل، غره او ځنګلونو له منظرو څخه خوند اخيستلی شي.

د (بې دا هو) سکي وهلو ميدان

د (بې دا هو) سکي وهلو ميدان د دغه ښار د (بې دا هو) په سيمه کې پروت دی او د دغه ښار له مرکز څخه ۵۳ کيلومتره واټن لري او د (چانګ چون) ښار له (لونګ جيا) نړيوال هوايي ميدان څخه کابو ۱۲۶ کيلومتره واټن لري. په دغه سيمه کې هر کال له اکتوبر څخه د بل کال تر اپريل پورې د واورو فصل وي، په ژمي کې منځنۍ تودوخه يې د سانټيګراډ په حساب منفي لس درجې وي او هوا يې د سکي وهلو لپاره ډېره مناسبه وي. د دغه ميدان په شاوخوا سيمه کې سيلانيانو ته د خدمت کولو لپاره سيلانيز سيستم بشپړ دی چې پکې د سکي وهلو د رسمي مسابقو حوزې، د واورو د لوبو، د ساعت تيريو، هوټلونو او رسټورانټونو په شمول رنګارنګ سيلانيز تاًسيسات شتون لري. زيات لويه پيمانه لرونکې چيني او نړيوالې سيالۍ په دغه ميدان کې تر سره شوې دي. هر کال د بېلا بېلو هېوادونو او سیمو سیلانيان او د سکي وهلو زيات مینه وال هم دغه ميدان ته ځي.

(وو سونګ) ټاپو

( وو سونګ) ټاپو په (سونګ هوا) سيند کې يو کوچنی ټاپو دی. د (سونګ هوا) سيند پر دواړو غاړو ونې زياتې دي. په ژمي کې بخار له اوبو څخه پورته کېږي او د ونو په څانګو او پاڼو باندې کنګل شوې پرخې رامنځته کېږي. په دې وخت کې ټولې ونې د کنګلو ونو په شان وي او د يخې دنيا ډېرې په زړه پورې منظرې د سيلانيانو لپاره رامنځته کېږي. د هر کال له دسمبر څخه د بل کال تر فبرورۍ پورې د دغې منظرو د ليدلو لپاره ډېر ښه وخت وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای