CRI Online

د (چانګ بای) غره سيل

cri     (GMT+08:00) 2020-04-07 15:04:07

د (چانګ بای) غرنۍ سلسله د چين د (جه لين) ولايت د (بای شان) ښار په جنوب ختيځه برخه کې پرته ده. دغه غرنۍ سلسله د اروپا او اسيا د لويې وچې په ختيځه څنډه کې ډېره لوړه غرنۍ سلسله ده. دغه غر د چين او کوريا ولسي ډيموکراتيک جمهوريت ترمنځ سرحدي غر هم دی. دغه غرنۍ سلسله د (سونګ هوا) سيند، (تو من) سيند او (يا لو) سيند سرچينه ده چې په دې جمله کې (سونګ هوا) سيند د دغه غره له (تيان چه) جهيل څخه سرچينه اخلي. دغه غر د مان قوم سرچينه ده او د دغه قوم مذهبي غر دی. په ۱۹۶۱م کال کې د دولت په کچه د (چانګ بای) غره د طبعيت ساتونکې سيمه جوړه شوې ده او مساحت يې ۲۱۵۰ مربع کيلومتره دی.

د (چانګ بای) غره منظره لرونکې سيمه چې د (جه لين) ولايت د (يان بيان) کوریا قوم کورواکې سيمې د (ان تو) ولسوالۍ د (عر داو بای هه) علاقه دارۍ په (چه بې) سيمه کې پرته ده او ډيموکراتيکې کوريا ته نژدې ده، د دولت په کچه د پنځه اې درجه ده. سيلانيان لومړی د الوتکې په وسيله (چانګ چون)، (تونګ هوا)، (جه لين) او (يان جه) ښارونو ته تللی شي او له دې نه وروسته د موټر له لارې دغې سيمې ته تللی شي چې له دې جملې څخه د (يان جه) ښار هوايي ميدان له دغې سيمې څخه ډېر نژدې دی. د اورګاډي (بای هه) سټېشن دغې سيمې ته نژدې دی. د دغه سټېشن او (چانګ چون) او (تونګ هوا) ترمنځ د اورګاډي کرښې شته. بر سېره پردې، سيلانيان د موټر له لارې هم دغې سيمې ته تللی شي.

دغه سيمه د مذهبي غره، پاکو اوبو، عجبو ځنګلونو او خوږو مېوو له امله شهرت لري. په دغه سيمه کې د نباتاتو او حيواناتو ډولونه ډېر زيات دي، نو د ژوندي پيدايښتونو د موزيم په توګه بلل کېږي. د شمېرنې له مخې، په دې سيمه کې کابو ۲۲۷۷ ډولونه نباتات شتون لري او ۱۲۲۵ ډولونه حيوانات ژوند پکې کوي.

(تيان چه) جهيل

(چانګ با) غر يو اور شيندونکی غر دی. (تيان چه) جهيل د دغه غره په څوکه چې پروت دی او د اور شيندونکی غره خوله ده. د دغه جهيل جغرافيايي جګوالی د سمندر له سطحې څخه ۲۱۸۹ متره لوړ دی. له جنوب څخه تر شمال پورې اوږدوالی يې ۴.۴ کيلومتره دی او له ختيځ څخه تر لوېديځ پورې اوږدوالی يې درې اعشاريه اوه دېرش کيلومتره دی. دغه جهيل د (چانګ بای) غره په منظره لرونکې سيمه کې ډېره مشهوره منظره ده.

د (چانګ بای) ابشار

د (تيان چه) جهيل په څلورو خواوو کې عجيبه څوکې ولاړې دي او د (تيان وين) څوکې او (لونګ من) څوکې ترمنځ يو ټيټ ځای شتون لري او د (تيان چه) جهيل اوبه له دې ځای څخه اوړي، نو يو لوی ابشار رامنځته کېږي چې جګوالی يې ۶۸ متره دی. دغه ابشار د چين په شمال ختېځه برخه کې ډېر لوی ابشار دی او د (چانګ بای) غره په منظره لرونکې سيمه کې يوه مشهوره منظره هم ده.

(جيو لونګ) د تودو اوبو چينه

(جيو لونګ) د تودو اوبو چينه د يادې سيمې د تودو اوبو په چينو کې ډېره لويه ده. دغه چينه د (چانګ بای) ابشار په شمالي خوا کې ده او ورڅخه ۹۰۰ متره واټن لري. دغې چينې ته نژدې ځای کې د سيلانيانو د ځان پريمنځنې لپاره ځانګړی تودوبن شتون لري.

(هې فنګ) لمړ

(هې فنګ) لمړ د دغه غره په شمالي لمن کې دی. که سيلانيان له دې خوا څخه (تيان چه) جهيل ته ولاړ شي، له دغه لمړ څخه به تېر شي. په دې ځای کې د (چانګ بای) ابشار پوره منظره لېدلی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای