CRI Online

د (دان دونګ) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2020-04-07 15:04:07

(دان دونګ) ښار د (لياو نينګ) ولايت په جنوب ختيځه برخه کې پروت دی او د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت ته نژدې دی. دغه ښار د چين د سمندري غاړې شمالي مبداٌ ده. په دغه ښار کې د سمندري غاړې اوږدوالی ۱۲۶ کيلومتره دی. دغه ښار په اسيا کې يوازنی هغه ښار دی چې د بيړيو، اورګاډيو، موټرونو او نل ليکو د ستېشنونو او هوايي ميدان په شمول پنځه ډوله لس بندرونه لري. بر سېره پردې، د چين او ډيموکراتيکې کوريا ترمنځ يو سرحدي تجارتي بازار هم په دغه ښار کې دی.

(لانګ تو) نړيوال هوايي ميدان د دغه ښار په (لانګ تو) علاقه داري کې پروت دی او د چين پر مهمو لويو ښارونو سر بېره، له دغه هوايي ميدان څخه د سؤل، پينګ يانګ او د روسيې د ليرې ختيځ سيمې ته د الوتنې کرښې شتون لري. بر سېره پردې، موټر او اورګاډی هم دغه ښار ته د تګ راتګ ښه وسايل دي.

د (يا لو) سيند منظرې لرونکې سيمه

(یا لو) سيند د چين او ډيموکراتيکې کوريا ترمنځ سرحدي سيند دی او عمومي اوږدوالی يې ۷۹۵ کيلومتره دی. (يا لو) سيند منظرې لرونکې سيمه د (يا لو) سيند په منځنۍ او وروستۍ برخې کې د دغه سيند پر غاړه موقعيت لري او ختيځه خوا يې سمندر ته د (هون) سيند د ننوتلو له ځای څخه لوېديځې خوا ته تر ( دا دونګ) بندر پورې ده چې عمومي اوږدوالی يې ۲۱۰ کيلومتره دی او پراخوالی يې کابو ۲۰۰ مربع کيلومتره دی. سيلانيان د بيړيو له لارې په (يا لو) سيند کې سيل کولای شي او په ترڅ کې د دغه سيند پر دواړو غاړو د چين او ډيموکراتيکې کوريا له منظرو څخه خوند اخيستلی شي. پر دغه سيند باندې د (دوان چياو ) په نوم يو پل چې د امريکا پرضد او د کوريا په ملاتړ په جګړه کې ويجاړ شوی او کنډواله يې د دغې جګړې د يادونې په هکله ساتل شوېده.

د امريکا پرضد او د کوريا په ملاتړ د جګړې يادګاري ځای

د امريکا پرضد او د کوريا په ملاتړ د جګړې د يادګار ځای د دغه ښار د (جن شينګ) سيمې د (ينګ هوا) غره په لمن کې پروت دی. د کوريا جګړه د ۱۹۵۰م کال په جون مياشت کې شروع شوې او د ۱۹۵۳م کال د جولای په ۲۷ مه نېټه پای ته رسېدلې چې امريکا، چين او پخواني شورا اتحاد په کې هم ګډون کړی دی. په چين کې دغه جګړه د امريکا پرضد او د کوريا په ملاتړ د جګړې په توګه يادېږي. دغه يادګاري ځای لومړی د ۱۹۵۸م کال په اکتوبر کې د سيلانيانو پرمخ پرانيستل شوی او نوی يادګاري ځای له بيا جوړولو وروسته د ۱۹۹۳م کال په مارچ کې پرانيستل شو. دغه يادګاري ځای په چين کې د دغې جګړې د يادونې په موخه يوازنې خاص يادګاري ځای دی. دغه يادګاري ځای د نندارځي، د هوايي ځواکونو ځانګړی نندارځي، د انځورونو مرکز او د وسلو د ښودنې ميدان په شمول په څلورو برخو ويشل کېږي. سيلانيان له دغه يادګاري ځای څخه د يادې جګړې په اړه هراړخيز معلومات تر لاسه کولای شي.

د (چينګ شان) دره

د (چينګ شان) دره د (دان دونګ) ښار د (کوان ديان) د مان قوم په کورواکې ولسوالۍ کې پرته ده او د دغه ښار له مرکز څخه کابو ۱۷۵ کيلومتره واټن لري. په دغه دره کې ۱۲۶ منظرې شتون لري. د يادې درې چاپيريال ډېر ښه دی او منظرې يې د جنت په شان دي. سيلانيان په دغه دره کې له شنو ځنګلونو، د سيند له پاکو اوبو، له ارامې غرنې درې او ښکليو ابشارونو څخه خوند اخيستلی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای