CRI Online

شوي جو ژوی پيان

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 16:13:25

د سی ارای پښتو ويبپاڼې ګرانو لوستونکيو ! السلام عليکم . ښايی تاسی د چين له خوړو سره اشنا وئ . چين يو لوی هيواد دی هره برخه يې ځانګړي خوراکونه لري او يو له بل سره توپير لري، موږ هڅه کوو چې تاسو ته د پښتو وېبپاڼې له لارې د چينی خواړو او د هغو د ډولونو په اړه معلومات وړاندی کړو. د بېلګې په توګه د شين جيانګ اويغوری قوم خواړه چې د افغانستان له خواړو سره ورته دي او ډېر توپير نه لري. د سه چوان خواړه، د ګوانګ دونګ خواړه ، د ان هوی خواړه او داسی نور په چين کې ډېره شهرت لری. د پروګرام په دې برخه کې به د شوی جو ژو پيان په نامه يو چينی خوراک د پخولو په اړه تاسو ته څه معلومات وړاندی کړو.

د دغه خوراک د پخولو لپاره توکي:

د غوايه غوښه

هګۍ

چينی کرم

پياز

مرچ

زنجبيل

مالګه

جيانګ يو (د سرکې په شان يو ډول توکی چې رنګ يی تور او مالګين دی)

د دغه خوراک د پخولو بهير:

لومړی، د غوايه غوښه پاکيږی او په منظمه توګه پاڼې کيږی.

دوهم، پر دغو غوښو باندی اوړه، مالګه او د هګۍ سپينه برخه اچول کيږی.

درېيم، چينی کرم ، زنجبيل او پياز پاکيږی.

څلورم، په غوړيو کې مرچ سره کيږی.

پنځم، په ديګ کې پاک شوی کرم ، زنجبيل او پياز اچول کيږی.

شپږم، په ديګ کې د غوښې ښوروا ، لږڅه مالګه اچول کيږی چې له کرم سره ګډ پخيږی.

اووم، په ديګ کې پاڼې شوې غوښه اچول کيږی او له يادو شويو توکيو سره په ګډه پخيږی.

اتم، بيا پخه شوې غوښه له ديګ څخه ايستل کيږی او پری وچ مرچ اچول کيږی.

په پای کې لږ څه تاوده غوړی پر غوښې باندی اچول کيږی او دغه خوراک بشپړيږی.

د پښتو ويبپاڼې قدرمنو مينه والو تاسو د شوي جو ژو پيان د پخولو په اړه چې په چين کې ډېر دود لري، معلومات ولوستل. که تاسی غواړئ د چين د بېلابېلو خوړو په اړه نورمعلومات ترلاسه کړئ موږ ته يی په اړه وليکئ او خپلې پوښتنې راوليږئ . هيله ده د چينی خواړو پخولو لارې چارې مو خوښې شوې وی، کله چې چين ته سفر وکړئ نو له چينی خواړو سره به اشنا وئ او خوند به تری واخلئ. ستاسی د روغتيا په هيله!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای