CRI Online

سوان لا بای څای

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 16:13:25

د سی ارای پښتو ويبپاڼې ګرانو لوستونکيو ! السلام عليکم . ښايی تاسی د چين له خوړو سره اشنا وئ . چين يو لوی هيواد دی او په هره برخه کې ځانګړي خوراکونه لري او يو له بل سره توپير لري، موږ هڅه کوو چې تاسو ته د پښتو وېبپاڼې له لارې د چينی خواړو او د هغو د ډولونو په اړه معلومات وړاندی کړو. د بېلګې په توګه د شين جيانګ اويغوری قوم خواړه چې د افغانستان له خواړو سره ورته دي او ډېر توپير نه لري. د سه چوان خواړه، د ګوانګ دونګ خواړه ، د ان هوی خواړه او داسی نور په چين کې ډېره شهرت لری. د پروګرام په دې برخه کې به د سوان لا بای څای (چينی کرم ) د پخولو په اړه څه معلومات وړاندی کړو.

ددغه خوراک د پخولو لپاره ضروری توکی:

چينی کرم

مرچ

پياز

زنجبيل

مالګه

سرکه

غوړی

د دغه خوراک د پخولو بهير:

لومړی، په ديګ کې غوړی اچول کيږی.

دوهم، په غوړيو کې پياز، زنجبيل ، وچ مرچ او تازه مرچ سره کيږی.

درېيم، په ديګ کې چينی کرم اچول کيږی .

څلورم، په ديګ کې لږ څه سرکه هم اچول کيږی.

پنځم، په پای کې مالګه او لږڅه غوړی هم په ديګ کې اچول کيږی.

يوه شېبه وروسته به دغه خوراک چمتو شي.

د پښتو ويبپاڼې قدرمنو مينه والو تاسو د سوان لا بای څای يا چينی کرم د پخولو په اړه چې په چين کې ډېر دود لري، معلومات ولوستل. که تاسی غواړئ د چين د بېلابېلو خوړو په اړه نورمعلومات ترلاسه کړئ موږ ته يی په اړه وليکئ او خپلې پوښتنې راوليږئ . هيله ده د چينی خواړو پخولو لارې چارې مو خوښې شوې وی، کله چې چين ته سفر وکړئ نو له چينی خواړو سره به اشنا وئ او خوند به تری واخلئ. ستاسی د روغتيا په هيله!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای