CRI Online

شريمپ

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 16:13:25

د سی ارای پښتو ويبپاڼې ګرانو لوستونکيو ! السلام عليکم . ښايی تاسی د چين له خوړو سره اشنا وئ . چين يو لوی هيواد دی او په هره برخه کې ځانګړي خوراکونه لري او يو له بل سره توپير لري، موږ هڅه کوو چې تاسو ته د پښتو وېبپاڼې له لارې د چينی خواړو او د هغو د ډولونو په اړه معلومات وړاندی کړو. د بېلګې په توګه د شين جيانګ اويغوری قوم خواړه چې د افغانستان له خواړو سره ورته دي او ډېر توپير نه لري. د سه چوان خواړه، د ګوانګ دونګ خواړه ، د ان هوی خواړه او داسی نور په چين کې ډېره شهرت لری. د پروګرام په دې برخه کې به د شريمپ د پخولو په اړه څه معلومات وړاندی کړو.

ددغه خوراک د پخولو لپاره ضروری توکی:

شريمپ

سره مرچ

پياز

زنجبيل

مالګه

جيانګ يو (د خوارک د پخولو لپاره يو ډول توکی چې تور رنګ لري)

غوړی

د دغه خوراک د پخولو بهير:

لومړی، شريمپ پاکيږی.

دوهم، سور مرچ د وړوکو لرګيو په شان ټوټه کيږی.

درېيم، غوړی سره کيږی بيا پر سورمرچ اچول کيږی.

څلورم، په کاسه کې سور مرچ له جيانګ يو، زنجبيل، پياز او مالګه سره ګډيږی.

پنځم، په ګرمو اوبو کې شريمپ پخيږی.

شريمپ بايد په ياده شوې کاسه کې له چمتو شوی توکی سره يو ځای وخوړل شي.

د پښتو ويبپاڼې قدرمنو مينه والو تاسو د شريمپ د پخولو په اړه چې په چين کې ډېر دود لري، معلومات ولوستل. که تاسی غواړئ د چين د بېلابېلو خوړو په اړه نورمعلومات ترلاسه کړئ موږ ته يی په اړه وليکئ او خپلې پوښتنې راوليږئ . هيله ده د چينی خواړو پخولو لارې چارې مو خوښې شوې وی، کله چې چين ته سفر وکړئ نو له چينی خواړو سره به اشنا وئ او خوند به تری واخلئ. ستاسی د روغتيا په هيله!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای