ګرانو اورېدونکو اسلام عليکم،د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه هيله هرکلی کوم.په نولس سوه شپږ اويايم کال کې ٢٧ کلن الماني ځوان مارتين کومر د هامبورګ سهارني ورځپاڼې د يوه خبريال په حيث چين ته راغلی او د يوه غربي په توګه يې د چين دغه لرغونی هېواد په باب ډېره کنجکاوی درلودې.په دوه زره او شپږم کال کې هغه چې بوډا شوی او ويښتان يې سپين شوي د،.هغه له خپلې مېرمن سره يو ځل بيا چين ته راغلي او د عکاسۍ په کمرو يې په وروستيو دېرشو کلونو کې د چين په اړه بدلونونه تهيه کړل.د سږ کال د نومبر په پنځه وېشتمه نېته هغه په بېجينګ کې د فوتو يو نندارتون تر سره کړ.هيله يې درلوده چې چينايان د يوه غربی لخوا تهيه شويو تصويرونو او عکسونو څخه د خپل هېواد د پرمختګ د چين د بدلونونو په اړه د غربي خلکو افکار بهير ته مراجعه وکړي.

کومر د نولس سوه شپږ اويايم کال په اپرېل کې د المان د يوه کوچني پلاوي په غړيتوب چين ته راغی او له بېجينګ،شانګهای،ګوي لين او هانګانګ ښارونو څخه يې ليدنې کتنې کړې وې:
غږ١:په همدغه وخت ما يوازې له ورځپاڼو،ټېلويزيونونو او راډيوګانو څخه د چين په باب معلومات تر لاسه کول.خو چين ته د راتګ وروسته مې په خپله سترګه يو رښتينی چين وکوت.چين له هختلفو چينايانو سره مې تماسونه ونيول او ور سره مې خبرې وکړې،له دې جملې څخه خبريالان،مامورين او عام خلک شامل دي.دا به مې احساسه کوله چې زما په سترګه ليدلی چين زموږ د خبري رسنيو په راپورونو کې له چين سره توپيرونه درلودل.چينايان په ځانګړی توګه د کومر لپاره د زياتی علاقی او پام وړ دی.د کومر په سترګه دوی له نورو سره ښه سلوک او چلند لري،که څه هم څه شرمناک دي،خو ډېر غواړي چې بهرنی نړۍ ښه وپيژني.
غږ٢:په هغه وخت کې په چين کې اروپايان زيات نه وو،المايان البته ډېر لږ وو.کله چې زه له عکس اخيستلو وروسته په څوکۍ کيناستم،زيات ماشومان زما تر څنګ ګرد چاپيره سره ودريدل او ما ته يې ځير شول چې زه څه کار کوم،دغه ماشين چې زما په لاس کې څه شي و.خلکو نه يوازې وغوښتل چې زما جګ پزه وګوري،بلکې يې وغوښتل چې د المان او نورو اروپايي هېوادونو په اړه معلومات تر لاسه کړي.
نو په دې وجه کومر د عکسونو له لارې د چين هغه ټول چې په خپلو سترګو يې ليدلی،ريکارډونه وکړل.د چين نارينه او ښځې،زاړه او ماشومان،برګران او داکتران ټول د هغه په عکسونو کې داخل شوی وو.لکه په وړکتون کې ماشومانو په ډبرو لوبې کولې.حتی ځينی شوخ هلکانو او نجونو خپل سرونه راپورته کړل او په کنجکاوانه توګه يې کمرې ته وکتل.بزګرانو هم په اخلاصمنده او مسکا سره ور ته وکتل.په هماغو کلونو کې په لارو کوڅو کې ډېر بايسکلونه په منظم ډول ولاړ وو.په کوچنيو هټيو کې د لوبيا شيريخونه د خلکو ډېر خوښ وو......نن ورځ چينايان د دغو عکسونو په کتلو سره په کټ کت خندي.ښاغلی کومر په دغه کال د چين له شمال نه تر جنوب پورې د خپل سفر په ترڅ کې څه دپاسه يو زر عکسونه واخيستل.
په دوه زره او شپږم کال کې کومر له خپلی مېرمن سره يو ځل بيا چين ته راغی او اراده يې درلوده چې د ريکاردونو او مقايسو له لارې د اصلاحاتو او ورخلاصون د پاليسۍ له پلی کېدو راوروسته د چين بدلونونه نړيوالو ته وښيي.خو اوس د چين د بېجينګ،شانګهای او ګوي لين په ګډون د ښارونو په هر کوټ کې عمارتونه ولاړ دي او ښاريان چې پر ځان باور لري،په ډېره چټکۍ او تلوار سره په واټونو کې تګ راتګ کوي.موټرونه د بايسکلونو پر ځای د ښارونو عمده ترافيکي الات بدل شوي دي.کومر او مېرمن يې په دې هڅه کې وو چې هغه پخواني ودانۍاو واټونه ولټوي کوم چې په خپلو کمرو يې ريکارډ کړي وو.
هغه وويل: دغه سفر د ده په نزد يوه نوی تجربه هم ده.هغه په ډېرو زياتو هېوادونو کې عکسونه نيولي او مقالې يې ليکلې دي.خو د ده د زړه په تل کې له چين سره مينه او ژرو احساسات لري.هغه هيله لري چې چين او چينايان ښه پيژني.
غږ٣:ما د انګلستان د ټولو اکمنه علياحضر ته دوهمې اليزابټه،د امريکا د پخواني ولسمشر روناد رياګان،بيل کلينټن او داسي نورو شخصيتونو لپاره عکسونه ونيول.خو دا زما لپاره لومړی ځل دی چې په چين کې مې د مقايسې په وسيله عکسونه نيسم.ولی له چين سره علاقه لرم علت يې دا دي:د ماو ځه دونګ له وفات وروسته چين د اصلاحاتو او ورخلاصون پاليسی پلی کړی دی چې دا په نړۍ کې ساری نه لري چينايان ډېر زيار کښوونکی دي او د خپلی نيکمرغۍ لپاره نه ستومانه کيدونکی هلې ځلې کوي.
په دوه زره او شپږم کال د ده لخوا په عکسونو کې د خلکو څيري رنګارنګی دي.حتی عشوقيان په واټونو کې سره په غيږ کې نيسي چې دا منظره په پخواني چين کې د تصور او عقل نه بهره ده.
غږ٤:اوس د چين په اړه د المانی خبري رسنيو راپورونه زيات شوي.خو هغه راپورونه پوره سم نه دي.صرف د چين د تر ټولو جګی ودانۍ او طبيعی أفتونو په باب راپورونه ليکل شوی،که څه هم د اقتصاد په اړه راپورونه په زړه پوري دی،خو د چينايانو په اړه راپورونه لږ دي.چين يو مليارډ او درې سوه مليونه نفوس لري،په المان کې يوازې شل ګونه مليونه دي.زه د چينايانو ژوند،کورنيو،کارونو او روغتيا ته ډېر پام ورکوم.
کومر وويل هغه به د يوه خبريال په حيث په پر له پسی توګه فکر وکړه او اړوند راپورونه وليکی.اوس هغه او خپل مېرمن د نوی چين د جوړېدو د شپيتمې کليزې د لمانځنی په اړه په يوه نندارتون تياری نيسي.هغه غواړي چې په راتلونکی کال به دغه نندارتون د هامبورګ په ښار کې تر سره شي او ځان ته لا زيات ننداره چيان راجلب کړي.
| © China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |