CRI Online

له سليم راز د زړه خواله

cri     (GMT+08:00) 2010-03-29 17:24:37


ښاغلي سليم راز د ژور فکر په حال کې

مشهور پښتون ليکوال سليم راز څه موده وړاندې د چين د ليکوالانو او اديبانو ټولنې په بلنه د پاکستان ليکوالانو د يو اووه کسيز پلاوي سره چين ته راغلی وو د نوموړي پلاوي مشرتوب د پاکستان ادبياتو اکاډمۍ مشر سيد فخرالزمان کولو.

له ښاغلي سليم راز سره د هغه سفر له پای ته رسيدو مخکې د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې ورسره وکړله.د نوموړې مرکې مهم ټکي يې ستاسو د لوستلو لپاره پښتو هنداره کې خپر وو.

د ښاغلي سليم راز له نوم او ادبي کارونو سره ټول پښتانه اشنا دي، ده خپل ټول ژوند خواږه او ځواني د پښتو ژبې او ادب په خدمت کې تېره کړې ده. په موږ ټولو باندې لازمه ده چې د ده دکړيو کارونو ستاينه او قدر داني وکړو په ګوتو او قلم يې تل برکت او خوځنده اوسه، د ښې روغتيا او اوږده عمر په هيله يې يوو.

ښاغلي سليم راز زموږ د خبريال دې پوښتنې په ځواب کې چې د دغه پلاوي د راتګ اصلي موخه چين ته څه وه؟ ښاغلي سليم راز په دې اړه وويل: هر کال د دواړو هېوادونو يو شمېراديبان د يو بل له هېوادونو څخه ليدنې کوي د يو بل هېوادونو له اديبانو او ليکوالانو سره ناستې،غونډې او کتنې لري. د يو تړون له مخې هر کال يو ځل د يو هېواد اديبان او بل کال د بل هېواد هېواد په رسمي بلنه راشه درشه سره لري. اديبان ادبي غونډې او بحثونه او کولتوري تبادلې سره په دې وسيله شريکوي، زموږ د دې سفر موده پنځلس ورځنۍ وه. موږ ته بلنه د چينايي ليکوالانو ادبيانو ټولنې له خوا راکړل شوې وه، نو زموږ لومړۍ ليدنې دلته د دې ځای له اديبانو او ليکوالانو سره درلودلې، دلته په بېجينګ کې زموږ ملاقاتونه وشول، شېيان کې، په هانګ زو کې زموږ ملاقاتونه وشول، په شانګهای کې هلته مو له اديبانو او ليکوالانو سره ملاقاتونه وشول، که څه هم زموږ د سفر وخت لنډ او تنګ وو خو بيا هم د دواړو خواوو ليکوالانو او شاعرانو تر خپل منځ د خيالاتو تبادله وکړله، نن چې په ادب کې کوم بدلونونه راغلي دي په هغې مو سره خبرې وشولې، زموږ په دې پلاوي کې د ټولو ژبو، اردو ژبې نه علاوه د نورو ژبو لکه سندۍ، بلوچۍ، پنجابۍ او پښتو ليکوالان هم په دې پلاوي کې شامل دي. نو ځکه د دې پلاوي اهميت په دې کې دی چې د پاکستان د ټولو ژبو نمايندګي په دې کې شته ده.

 
د يو شعر ليکلو په حال کې

ښاغلی سليم راز ډېر شعرونه، کيسې يونليکونه هم ليکلي دي او څه دپاسه پنځوس بېلابېل کتابونه يې تر اوسه چاپ شوي دي، برسېره پردې د نورو هېوادونو له ادبي اثارو سره هم ژوره مينه لري، يو شمېر پخوانۍ چيني کيسې او ناولونه يې هم لوستلي دي. ده په دې اړه وويل:

په بنيادي توګه زه د پښتو ژبې ليکوال يمه، په دې برخه کې ما ډېره شاعري کړې ده، کيسې خو ما نه دي ليکلي البته تنقيدي مضامين ما ليکلي دي، ځکه زما ميدان چې دی د ليک، هغه يا شاعري ده او يا چې کوم دي تنقدي مضامين دي. زما د تنقيدي مضامينو يوه مجموعه چاپ شوې هم ده د تنقدي کرښو په نوم باندې او دغه داسې مجموعه ده چې دې د پاکستان د کال نولس سوه نهه نوي د پښتو ژبې لومړۍ درجه انعام ګټلی وو. دا د بلوچستان په پوهنتون، ګومل پوهنتون په درسي ټولګيو کې هم د درسي کتاب په توګه شامل پاتې شوی دی.

له دې نه علاوه زما د شاعرۍ کتاب په کال نولس سوه نهه اتيا کې د ډاکټر نجيب الله په دور کې افغانستان حکومت چاپ کړی وو د قبايلو او سرحدونو چارو وزارت، دا کتاب په ډېر ښکلي صافت کې چاپ شوی وو د هغه سريزه افضل ټکور صاحب ليکلې وه، بيا زما د شاعرۍ يو بل کتاب چاپ شو، هغه کتاب بيا موږ ته ډېر په لاس را نغی، ځکه هغه کتابونه پاکستان ته ډېر را نغلل د هغې مجموعې نوم وو د زخمونو پسرلی، کوم چې افغانستان چاپ کړی وو. زما بله د شعرونو مجموعه په کال دوه زره نهه کې چاپ شوې ده، د دې مجموعې نوم دی زه لمحه لمحه قتليږم. زما يو د نثر يو بل کتاب دی چې موږ ورته راپورتاژ وايو د سفرنامې سره دا لږ څه تړون هم لري چې نوم يې دی له باړې تر باړه ګلۍ، له دې نه علاوه ما نور ډېر کتابونه چې شمېر يې کابو پنځوس ته رسيږي ليکلي دي. د دې نه علاوه له اخبارونو، لکه وحدت، هېواد، مشرق، اوسط او داسې نور اخبارونه شول دېته مې کالمونه او ادبي مضامين ليکلي دي. د پاکستان د ادبياتو اکاډمۍ لپاره مې دری کتابونه ليکلي دي.

ښاغلي سليم راز د پښتو ادب راتلونکې لپاره هيله من دی، هغه په دې اړه وويل: له بده مرغه يو ژبه هغه وخت ښه وده کولی شي چې هغه ژبه د تعليم او زده کړې ژبه وي او له بده مرغه زموږ په صوبه کې پښتو ته هغه مقام نه دی ورکړل شوی خو بيا هم موجوده حکومت لګيا دی نوی تعليمي نصاب تياروي چې پښتو د تعليم ژبه کړي، نو ځکه ماته د پښتو ژبې مسقبل روښانه ښکاري. په افغانستان کې هم د پښتو ژبې لپاره ډېر لوی کار شوی دی، په ځانګړې توګه د تحقيق په ميدان کې او د تخليق په حوالې سره موږ ډېر کار کړی دی.

 
د سي ار اي راډيو خبريالان زرينه او مل صاحب له ښاغلي سليم راز سره

ادب د ژبو او کولتورونو مهمه څرګنده نښه ده، د ښاغلي سليم راز په اند د بېلابېلو هېوادونو د اديبانو ترمنځ تګ راتګ د ډول ډول فکري او کولتوري تبادلې لپاره ګټور دي. خو په تېرو څو لسيزو جګړو او اضطراري حالاتو له امله ځينې پښتانه اديبان د مرګ له ګواښونو سره مخ شوي چې ځينو خو يې په دې ډګر کې خپل خوږ ژوند هم له لاسه ورکړی او ځينې د خپلو کورونو پرېښودلو او کډوالۍ ته اړ شوي چې په پايله کې د پښتو ادب پرمختګ له ځنډ او خنډ سره مخ شوی دی، خو يو شمېر پښتانه ليکوالانو په نورو هېوادونو د کډوالۍ په ژوند کې لا هم خپل ادبي تخليق ته دوام ورکړی او دا بېړۍ يې له ډوبېدو ژغورلې ده. ښاغلي سليم راز د پښتو ادب د راتلونکي پرمختګ په اړه بشپړ باور لري او ځوانو شاعرانو او ليکوالانو ته يې په دې اړه خپل وړانديزونه او سپارښتنې په دې ټکو کې څرګندې کړې:

زما وړانديز او مشوره دا ده چې لومړی بايد موږ په داسې يو ليک دود باندې متفق شو چې هغه لر و بر کې يو شان ليکل کيږي، اوس هم په دې اړه کوښښ شوی دی په املا کې دومره فرق نشته، د لهجې يو فرق به ضرور وي، هغه د نړۍ په ټولو ژبو کې شته، نو که دا املا يو شان شي نو دا به يو ډېر لوی برياليتوب وي پښتو ژبې د ودې او پرمختګ لپاره.

دوهمه خبره زه خپلو نويو ځوانانو، شاعرانو او اديبانو ته دا کوم، زما دا وړانديز دی دوی ته چې بايد هغوی د نن دور له حالاتو سره سمه جايزه واخلي، د نن عصر، نننۍ دور چې کومې تقاضې دي هغو ته دې ځير شي. هغه دې خپلې ټولنې او خلکو ته ور وپېژني.

ښاغلی سليم راز د خپل دې سفر په اړه خپلې ډېر زياتې خاطرې په خپل زړه کې پاتې لري، هغه غواړي چې د خپل زړه دا خاطرې د پښتو ژبې ويونکيو ته د يو ښکلي کتاب په ترڅ او بڼه کې وړاندې کړي، د چين په اړه خپل له خاطرو، مالوماتو، له کيسو ډک يو په زړه پورې خوندور يونليک وليکي. پښتو ژبې لوستونکيو ته چين د نړۍ پر مخ دا ښکلی لرغونی تاريخي هېواد په خپله ژبه لا ښه ور وپېژني. موږ ښاغلي سليم راز ته په دې کار کې د برياليتوبونو دعا کوو، تر څو په لاښه توګه خپل دغه ښکلی يونليک د چين په اړه چاپ او د پښتو خوږې ژبې تر مينوالو يې ور ورسوي. د ښاغلي سليم راز د ښې روغتيا او اوږده ژوندپه هيله!

د مرکې په پای کې، ښاغلي سليم راز د خپل يو شعر دوه بيتونه هم زمزمه کړل، موږ هيله لرو چې په دغه شعر کې د انځورې شوې نړۍ په شان جګړه د تل لپاره له دغه سيمې نه خپل کړغېړن تغر د همېشه لپاره ټول کړي او د سولې، امن دا تږي خلک يو ځل بياخپل نېکمرغه ژوند د سولې او امن په فضا کې تېر کړي .

موږ په شپه کې ورکېدلی نه شو

موږ سهار باندې يقين چې لرو

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای