CRI Online

حرلد برونيګ: له مکاو سره زما نه بېلدونکې مينه

cri     (GMT+08:00) 2010-04-13 14:51:13


ښاغلي حرلد برونيګ د سي ار اي له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې

مکاو د چين د يوې ځانګړې اداري سيمې په توګه خپل وطن ته د بېرته راسنېدو له لسو کلونو راهيسې ستر پرمختګونه موندلي دي چې دغه ځای نه يوازی د خلکو په خوله د ختيځ لاسويګاس ويل کېږي ، بلکی بهرني اوسيدونکي هم ترې ګټه اخيستلای شي. په ننني پروګرام کې به د حرلد برونيګ په نامه يو جرمنی تاسو ته وروپيژنو چې په مکاو کې د ٢٠ کلوند راهيسې ژوند کوي.

ښاغلی حرلد برونينګ په ١٩٥٣ کال کې په جرمني کې زيږيدلی او په مونيخ پوهنتون کې يې سياسي علوم او اقتصاد لوستلي، برسيره پردې دی په هسپانوي او پورتګالي ژبو هم پوهيږي. د تېرې پېړۍ په اتيايمه لسيزه کې هغه د لومړي ځل لپاره له مکاو څخه خپله لومړۍ ليدنه وکړه.

هغه وويل ((د ١٩٨٠ کال په اپريل مياشت کې ما له مکاو څخه د لومړنۍ ليدنې په ترڅ کې د روينس پاول په نامه د ودانۍ کنډواله ، د مکاو لرغونې سيمه ، پارلماني ودانۍ او نور زيات ځانګړې منظره لرونکي ځايونه ليدلي دي . خو په هغه وخت کې مکاو د پورتګاليانو تر کنټرول لاندی لاهم ډېر وروسته پاتی ځای و.))

له هغه وروسته ښاغلي حرلد برونينګ په هانکانګ کې د يوه اقتصادپوه په توګه د دوو کلونو دنده پر غاړه درلوده او ورپسې يې له مطبوعاتو سره د خپلې مينې له امله د امريکا د اسوشيتيد پرېس د يو خبريال په توګه خدمتونه ترسره کړل . ځکه هغه په ډېره روانه پورتګالي ژبه خبرې کولای ويلای شي ، نو د دغه اژانس لخوا مکاو ته وليږل شو او وروسته يې په پرله پسې توګه د هانکانګ په ستاندارد ورځپاڼه ، رويټر اژانس او نورو مشهور مطبوعاتي ادارو کې دندې ترسره کړې دي. ځکه په اروپا کی له پورتګاليانو پرته لږ کسان پورتګالي ژبه ويلای شي ، نو ويل کيږي چې ښاغلی برونينګ په تېرو شلو کلونو کې په مکاو کې له هغو لږو بهرنيو خبريالانو څخه وشميرل شو چې په پورتګالي ژبه باندې يې کار کړی و.

کله چې په ١٩٩٩ کال کې مکاو له چين سره يوځای شو ، ښاغلي برونينګ د مکاو دايمي اوسيدونکی شو او د هغه په اند مکاو د ده دوهم ټاټوبي په شان و . هغه د ١٩٩٩ کال د ډېسمبر په ٢٠ مه نېټه له پورتګال نه چين ته د مکاو بېرته يوځای کېدلو مراسمو د يادونې په ترڅ کې خپله خوشحالي څرګنده کړه او ويې ويل ،

((په هغه وخت کې خلک ډېر خوشحاله وو ، ځکه چې دوی د خپلې سيمې خاوندان شی . د رويټر اژانس د يو خبريال په توګه زه د دغې تاريخي پېښې په اړه په راپور کولو ډېر بوخت و . کله چې د چين د خلکو ازاد بښوونکي پوځونه مکاو ته ننوتل ، د لارو کوڅو په غاړو وګړيو په خورا تودو چکچکو يي بدرګه کوله. دا په مکاو کې زما په ژوند کې يوه نه هيرېدونکې خاطره ده .))

د چين له سترې برخې سره د مکاو د يوځای کېدلو وروسته د مکاو د ټولنې عامه امنيت ډېر ښه شوی دی ، برسيره پردې اقتصاد يې هم چټک پرمختګ کړی دی . د مکاو د سيلانۍ چارو له زيات پرمختګ او په نړۍ کې د دغې سيمې د حيثيت د لوړتيا سره سم د راغلو بهرنيو سيلانيانو شمېر هم ورځ په ورځ زيات شوی دی . خو له ٢٠٠٤ کال مخکې په مکاو کې د انګليسي ژبې هيڅ ورځپاڼه نه وه ، نو برونينګ د مکاو پوست په نامه ورځپاڼې د چاپولو نيت وکړ څو چې د مکاويانو د انګليسي ژبې کچه لوړه شي . که څه هم د دغې ورځپاڼې په اداره کې يوازی له لسونه زيات تنه کارکوونکي وو ، خو د پنځو کلونو له پرمختګ وروسته، اوس دغه ورځپاڼه د زياتو مکاويانو لخوا ورسره مينه پيدا شوېده چې نه يوازی ځايي اوسيدونکي او زده کوونکي، بلکې په دغه سيمه کې بهرني سيلانيان يې هم راجلب کړي دي . د نوموړې ورځپاڼې چلوونکي ښاغلي يې چاو چې په اندونيزيا کې زېږېدلی ، د ښاغلي برونينګ په اړه داسې وايي:

((له ښاغلي برونينګ سره د اړيکو نيولو له لارې په خپل چيني هويت ډېر وياړم ، احساس مې دا دی چې ښاغلي برنينګ بهرنی نه دی ، بلکې بالکل يو چينايی دی ځکه هغه هم خپله ځان مکاوی بولي .))

ښاغلي برونينګ وايي(( دلته مې پنځه ويشت کاله تېر کړيدي . زما په اند د مکاو ښيګڼه او جذابيت دا دی چې دلته هيڅ مذهبي توپير او شخړه نه ليدل کېږي او د داويزم، بودايزم ، اسلام اوکاتوليک په شمول د څو مذهبونو پيروان د سولې په فضا کې ګډ ژوند کوي . ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای