CRI Online

له چين سره د نړۍ ښکلا ملکې ماريا نه هېريدونکې مينه

cri     (GMT+08:00) 2010-04-21 16:54:03


د نړۍ ښکلا ملکې ماريا اوس په چين کې ژوند اوسيږی

د سيراليون اوسېدونكې پېغله ماريا د نړۍ د ښکلا ملکې په سيالۍ کې ګډون کړی وو او تر اوسه يې په چين کې شپږ يا اووه کاله كيږي چې ژوند کوي، دا وايي، له چين سره ډېره مينه لرم، چين خپل دوهم ټاټوبي بولم.

((٢٠٠٤ کال کې ما د چين د شاندونګ ولايت په وې فانګ ښار کې د کاغذبادونو په نړيوال فيسټيوال کې د ګډون لپاره چين ته راغلې وم او له دغه فيسټيوال وروسته مې د اورګاډي له لارې شېن جين ښار ته د سفر پر مهال ناروغه شوم ، يوې مېرمنې زما سره د دارو درملو، خوړو او څښاک په اړه زما لاسنيوی لكه زما د خپلې مور په شان يې زما مرسته وكړله او زما لپاره يې خپلې پيسې هم ولګولې. زه هغې داسې ګڼلم لكه خپله ماشومه او لور، نو کله چې بېرته افريقا ته ستنه شوم، خپلې مور ته مې وويل، دوهم ټاټوبى مې موندلی دی.))


 د نړۍ د ښکلا ملکې په سياله کې ماريا له نورو ګډون کوونکو سره 

کله چې ماريا خپلې مور ته وويل چې هغه به چين ته ولاړه شي او په چين کې به دايمي ژوند وکړي ، د هغې مور ډېره حيرانه شوه، خو په پای کې يې د ماريا له غوښتنې سره خوښه وكړله، ځکه د هغه مور د زياتو سيراليونيانو په شان له چين سره ډېره مينه لري، په تېره بيا د دچيني فلمونه ، چيني کونګفو او د بېجينګ اوپرا د هغې ډېر خوښيږي.

٢٠٠٤ کال له چين نه د ماريا د لومړۍ ليدنې په ترڅ کې د چينايانو تاوده احساسات او دوستۍ پر هغې باندې ډېرې ژورې اغېزې او خاطرې پريښې وې، نو سيراليون ته له ستنيدو وروسته ماريا له ځايي چينايانو سره تماس ونيولو او همېشه يې د چين پرمختګ ته پاملرنه کړې ده.

(( چين زموږ هېواد د يو ستډيوم او د پوليسو د ادارې ودانۍ د جوړولو لپاره مرستې کړې دي، زما کور له دغه ستډيوم سره ډېر نژدې واټن كې دی، نو هلته د چينايانو په اړه ډېر معلومات لرم، ٢٠٠٤ کال کې مې لږ څه چيني ژبه هم زده کړه، نو په چيني ژبه له دوی سره خبرې اترې کولای شوم چې دوی له دې امله ډېر خوشاليږي.))

اوس پېغله ماريا نه يوازې په ډېره معياري چيني ژبه خبرې كولاى شي، بلکې د زياتو چينايانو سره اشنا شوې هم ده .

د ٢٠٠٨ کال د مې په ١٢ نېته د چين په سېچوان ولايت کې سخته زلزله وشوه، ماريا د هر چينايي په شان په دې پېښه ډېره خپه او خواشينې وه چې د دغې زلزلې له پېښيدو دوه ورځې وروسته يې د سېچوان ولايت زلزله ځپلو سيمو ته لس کيلوګرامه درمل ورسول چې زيات چينايان د پېغلې ماريا د دغه نېك كار تر تاثير لاندې راغلي وو.

(( د سېچوان له زلزلې نه يوه ورځ مخکې د سيراليون د ولسمشر مېرمن له چين نه ليدنه وکړه، خو هغه وخت په سېچوان کې له زلزله ځپلو وګړيو سره په مرستې كولو بوخته وم، نو چين ته د ولسمشر د مېرمن راتګ د هرکلی په مراسمو کې مې ګډون ونه کړاى شو، هيله لرم چې هغه ما وبښي. کله چې سېچوان ته ورسيدم، هلته زياتې لارې بندې او ويجاړې شوې وې، خو لا مې درمل زلزله ځپلو وګړيو ته ورسول. که څه هم د چينايانو په سترګو کې زه يوه بهرنۍ ښځه يم، خو چينائی خپل بولم.))

د سېچوان له زلزلې سره د مقابلې په بهير کې ماريا زياته هوډمنه شوې ده، اوس هغه په ژوند کې په لا سړه سينه له مخامخ شويو ننګونو سره مقابله کولای شي. په ٢٠٠٩ کال کې ماريا په جنوبي افريقا کې د نړۍ د ښکلا ملکې په سيالۍ کې ګډون وکړ او په ترڅ کې يې د چين د دوديز تمثيل يعنې د مخ بدلون او د افريقا دوديز تمثيل يعنې د اور ښېندل په يوځای سره وړاندې کړي ول چې په پايله کې يې د ډېر توانايي لروونکي او ډېر فيشن په نامه په دوو جايزو باندې ووياړل شوه. هغه هيله لري چې په دغه سيالۍ کې د خپل ګډون له لارې چيني او افريقايي کولتورونه نړيوالو ته ورسوي. د مرکې په پای کې ماريا خپله د زړه خبره په دې ټكيو كې وويله:

زه د نړۍ د ښکلا ملکې په توګه انتخاب شوم، دا ځکه چې چيني ځانګړتياوې مې د سيالۍ په ترڅ کې په خپله ننداره کې ښکارې کړې. له چين سره نه هيريدونکي احساسات او مينه لرم، چين زما کور دی او زه يې خپل دوهم ټاټوبى بولم.


په مجله کې د ماريا يو ډېر ښکلای عکس 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای