CRI Online

د وو چياو په نامه د اکروباتيکي هنر د ښوونځي افريقايي محصلين

cri     (GMT+08:00) 2010-05-11 19:31:34


په وو چياو ښوونځی کې افريقايي محصيلين

ګرانو عزتمندو اوريدونکيو! د چين په شمال د هه بې ولايت د څانګ جو ښار وو چياو ولسوالي د اکروباتيکي هنر له امله ډېر شهرت موندلی دی. ١٩٩٩ کال کې په دغه ولسوالۍ کې د وو چياو په نامه د اکروباتيکي هنر ښوونځی د چين د کلتور وزارت لخوا د اکروباتيکي هنر د روزلو د نړيوال مرکز په توګه وټاکل شو چې له دې وروسته په دغه ښوونځي کې د بهرنيو اکروباتو د روزنې پروګرامونه پيل شوي دي. په ننني پروګرام کې به تاسو ته په دغه ښوونځي کې د څو تنو افريقايي محصلينو په اړه معلومات وړاندې کړم. د وو چياو ښوونځي مرستيال ښاغلي چي جي يي د افريقايي محصلينو د يادونې په ترڅ کې په ډېرې خوشالۍ سره داسې وويل:

((ولې د بهرنيو محصلينو د روزنې پروژه په دغه ښوونځي کې پرځای کيږي؟ دا ځکه چې ووچياو په نړۍ کې د اکروباتيک د معتبر ټاټوبۍ په توګه ګڼل کيږي، دلته افريقايي محصلينو داسې وويل، چې دوى هيله درلوده چې په چين کې اصلي او رښتنی اکروباتيکي هنر زده کړي)).

بهرني محصلين په تمرين کې ډېر کوښښ کوي او همېشه د شنبې په ورځ لا هم تمرين کوي او يوازې په يکشنبې کې خپله تفريح کوي. کله چې خبريال د شنبې په سهار دتمرين ځاي ته ننوتلو، څه باندې ٣٠ بهرني محصلين په بېلابيلو تمرينونو بوخت وو چې پکې يوې نجلۍ د خبريال پام تر نورو محصلينو ډېر در خبريال ور جلب کړ. دغه کينيايۍ نجلۍ چې لوړوالی يې يوازی ١٤۰سانتي مترو ته رسيږي ايلين نوميږي او يوولس کلنه ده چې تر ټولو بهرنيو محصلينو کشره ده . د هغې ښوونکی ليانګ ون جيانګ داسې وويل:

((که څه هم ايلين ترټولو کشره ده ، خو هغه ډېره پوه او ځيرکه ده، ډېر ښوونکي له هغې سره ډېره مينه لري . هغه کله کله ښوونکو ته د نورو تمرينونو د زده كړې غوښتنه هم کوي))


کينيايي هلک ايلين د تمرين په ترڅ کې

روناند يو کينايي ١٤ کلن هلک دی او له زياتو انتخاباتي ازموينو څخه په وتلو سره په دغه ښوونځي کې شامل شو. اوس هغه په عمده توګه لوړ هوايي اړول او يو څرخ لروونکی بايسکل دوه اکروباتيکي پروګامونه زده کوي.کله چې خبريال له هغه څخه پوښتنه وکړه چې ولې په چين کې د اکروباتيک زده كړه کوي او ايا خپله کورنۍ يې ياديږي که نه ؟ هغه داسې وويل:

((چينايان ډېر ښه اکروباتيکي لوبه کولای شي، زه غواړم خپل ژوند او خپله راتلونکې بدله کړم، نو د اکروباتيک د زده کولو لپاره چين ته راغم. خپلوان مې ډېرياديږي، هره مياشت له دوی سره تېليفوني خبرې كوم او کله کله د انټرنېټ له لارې ورسره هم په تماس كې كيږم)).

روناند خبريال ته زياته كړه، ښوونکي له دوی سره ډېره مينه لري چې د دوی په وړاندې د هرې ستونزې د له منځه وړلو لپاره ورسره مرسته کوي. د روناند ښوونکی ما چاو د دوی ترمنځ يوه په زړه پورې کيسه خبريال ته وكړله:

((کينيايي هلک روناند ډير ځيرک دی ، کله چې هغه خپله کورنۍ يادوي، هغه به نازونه او نزاکتونه ډېر كوي او ما ته داسې وايي: ښوونکيه، راسره د غېږې روغبړ وکړه. يوه ورځ هغه چې له سړې هوا سره عادت نه وو، ما هغه ته څو جامې ورکړې او وروسته يې په غېږ كې ونيولم او ما ته يې پلار وويل. ځکه هغه وخت زه يوازې ٢٣ کلن وم ، نو ډير وشرمېدلم، خو له دې امله لاهم ډير خوږ او زړه مې له رحمه ډک وو. د ده دې خبرو پر ما باندې ډېرې ژورې خاطرې پرېږې دي)).

د اتوپيا ٢٣ کلن هلک هيبريت له ١١ کلنۍ عمر څخه د اکروباتيک په زده کولو پيل کړی او له ١٣ کلنۍ عمر څخه يې په اکروباتيکی نندارې پيل کړی چې تراوسه پورې هغه په دې برخه کې ١٠ کلنه تجربه لري. هغه په ښوونځی کې ترټولو افريقايي محصلينو مشر دی او هغه ډېر ښه انګليسي ژبه هم ويلای شي. کله چې خبريال له هغه څخه پوښتنه وکړه چې ولې چين ته اکروباتيک زده كړې لپاره راغلى دى، هغه داسې وويل:

((پخوا په اتوپيا کې مې له تلويزيوني پروګرامونو او مجلو څخه د چيني کلتور په اړه معلومات ترلاسه کړي وو، برسېره پردې، زما کشره خور او ملګري له چين سره ډېر شوق او مينه لري. زما په کورنۍ کې څلور ماشومان د اکروباتيک په زده كړه بوخت دي موږ په دې پوهيږو چې د چين اکروباتيک ډېر غښتلی دى، وروسته زما کشرې خور د چين د اکروباتيک د زده کولو لپاره د وو چياو د اکروباتيک په هنري ښوونځي کې شامله شوه ، ځکه د هغې په نظر دلته کلتور او اکروباتيک ډېر پرمختللی دي ، نو زه هم چين ته راغلم)).

د مرکې په پای کې هيبريت اوريدونکو ته خپل د زړه له كومې سلامونه هم وړاندې کړل، موږ دلته دغو ښکليو ماشومانو ته نيکې هيلي وايو چې په چين کې په خوښۍ سره خپل ژوند او زده کړه وکړي، ترڅو بريالۍ په خوښۍ سره خپل هېواد ته ستانه شي!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای