CRI Online

ښه ښار او ښه ژوند د ټولې نړۍ ګډه موخه ده.

cri     (GMT+08:00) 2010-05-13 18:57:08

ټولو ته معلومه ده چې د شانګهای نړيوال نندارتون د می په لومړی نېټه پرانيستل شو. د دغه نندارتون موضوع چې ښار د ژوند د لا نورې ښکلا لامل دی، د برخوالو هېوادونو او سازمانونو لوړه ستاينه تر لاسه کړې ده. د فليپين د ولسمشر مرستيال نولي دي کاسترو چې د فليپين ملي نندارتون د پيژندنې په هکله شانګهای ته ورسېد، څو ورځې مخکې د سي ار ای راډيو له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې دغه موضوع د ټولې نړۍ ګډه موخه ده، فليپين هيله لري چې د شانګهای نړيوال نندارتون به بريالۍ شي. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغې مرکې په اړه لنډ معلومات وړاندې کړم.

ښاغلي کاسترو د دغه سفر په ترڅ کې د شانګهای د نړيوال نندارتون له ادارې څخه ليدنه وکړه او د شانګهای د نړيوال نندارتون د چمتوالي معلومات يې تر لاسه کړل. هغه د شانګهای د نړيوال نندارتون لوړه ستاينه وکړه او ويې ويل

د شانګهای نړيوال نندارتون ډېر اهميت لري. دغه نندارتون د بېلا بېلو هېوادونو د ځانګړو کولتورونو د ورپيژندلو، د نړيوالو خلکو ترمنځ د تفاهم د پياوړتيا او د نړيوالو کولتورونو د يو لاس کېدو لپاره زيار باسي. زيات وګړي غواړي له نژدی دغه نندارتون وګوري. ځکه چې دغه نندارتون تر پخوانيو نندارتونونو ډېر لوی، بشپړ او عصری نندارتون دی. دا ټولو ته معلومه ده.

ښاغلي کاسترو د ولسمشر پر مرستيال سر بېره، د فليپين د کورونو او ښار د پرمختګ د همغږۍ کميټې مشر هم دی. هغه تل د ښارونو پر پرمختګ څيړي. نو له دې امله هغه د شانګهای د نړيوال نندارتون د موضوع په اړه ځانګړی نظر لري. ده وويل

ښه ښار او ښه ژوند د ټولې نړۍ ګډه موخه ده. په دې اړه ښه ښار نه يوازی مادی شتمنی دی، د بېلګې په توګه د بشپړ اساسي تاسيساتو او زياتو لوړو ودانيو په معيار دی، بلکې، د اوسيدونکو له نيکمرغې او خوښې سره اړه لري. بله خبره ده چې د ښار پرمختګ بايد د خلکو د ګټو پر بنسټ تر سره شي، د پرمختګ پايله دې د خلکو لپاره ګټور وي. نه يوازی فليپين، بلکې چين دی.

د شانګهای نړيوال نندارتون د نړيوال پولي بحران له امله د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا په زمينه تر سره کېږي. دغه بحران پرمختللو هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو ته زيات خبرداری کړی دی. د ښاغلي کاسترو په اند، له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې لپاره څو اړخيز تګ راتګ ډېر ارزښت لري. د دې ترڅنګ دغه نندارتون له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې لپاره پر تدبيرونو او د همکارۍ د پياوړتيا پر لارو چارو د نړيوال بحث لپاره يوه ښه صحنه برابروي. ده وويل، 

له نړيوال پولي بحران څخه څرګندېږي چې نړۍ يو لاس کېږي. هيڅ هېواد پخپله له دغه بحران سره مقابله نه شي کولای. بېلا بېل هېوادونه بايد د خطرونو د کمښت لپاره څو اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي، څو چې د نړيوال پولي بحران منفی اغيزې کمې شي. اوس مهال د چين او د جنوب ختيزي اسيا د هېوادونو د ټولنې د ازادی سوداګريزې سيمې د غړيو هېوادونو په باب د يووالی او همکارۍ وخت دی. اوس چين د يو چټک پرمختيايی لوی هېواد په توګه له ګاونډيو هېوادونو سره ښه همکاري کوي. زما په اند، دغه همکاري نه يوازی د اقتصاد، بلکې د کولتور په برخه کې دې تر سره شي.

ښاغلي کاسترو پخوا هم په خبري رسنيو کې کار کړی دی. هغه وويل، چې هغه پخوا د چين د نړيوالې راډيو پروګرام اوريدلی دی او د دغه راډيو له لارې يې د چين مالومات تر لاسه کړی دی. د ده په اند، کولتوري او اطلاعاتي تګ راتګ د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تفاهم او دوستۍ د ټينګېدو لپاره ګټور دی. د چين نړيوال راډيو په دې برخه کې ځانګړ رول لوبوي. ده وويل

د چين د نړيوال راډيو د فليپين پروګرام د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د کولتورونو د تګ راتګ لپاره يو پل جوړ کړ. د دغې صحنې له لارې به د چين او فليپين خلک د يو بل هېواد په اړه خبرونه اخلي. که د دواړو هېوادونو ترمنځ اطلاعاتي تګ راتګ پياوړی شي، د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستي به لا ژورې. باور لرم چې بېلا بېل هېوادونه بايد يو له بل سره مرسته، زده کړه او اقتصادي او کولتوري همکاري پياوړی کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای