CRI Online

د يوګا هندي استاذ پرينس

cri     (GMT+08:00) 2010-05-20 16:47:41

ګرانو اوريدونکو ! نيکې هيلې او سلامونه !

پنځه زره کاله مخکې په لرغونی هند کې راهبانو د اوږدې مودې لپاره په ځنګلونو کې ژوند کولو چې په ترڅ کې يې د يوې روحاني تجزيې د لاس ته راوړلو او له کلي روح سره د فردي روح د يو ځای کېدو لپاره د مراقبې او ضبط نفس يو سيسټم جوړ کړ چې په اوس د خلک ترمنځ د يوګا په نامه سره ياديږي.

په دې وروستيو کلونو کې د نړۍ په بېلابېلو ځايونو کې د يوګا د زده کولو تودې څپې او د خلکو ترمنځ ورسره توده مينه راپورته شوې ده . هندي ځوان ښوونکی پرينس چې معنی يې په انګليزي ژبه شهزاده ده ،يو کال مخکې چين ته راغلي او اوس د چين د ان هوې ولايت په مرکز هه فې ښار کې د بدني روزنې په يو کلب کې د يوګا استاذ دی. په ننني پورګرام کې به تاسو ته په چين کې د پرينس د نيکمرغه ژوند په اړه درته خبرې وکړې،هيله ده چې د خپرونې تر پايه راسره پاتې اوسئ.


د يوګا هندي استاذ پرينس د سي ار اي له خبريالې سره

((زما نيکه زما په وطن کې د يوګا انسټيټيوټ يو بنسټ ايښودونکی دی ، په ماشومتوب کې به کله کله له خپل نيکه سره د يوګا انسټيټيوټ ته تلم. د ١٤ کلنۍ په عمر کې مې د يوګا په زده کولو پيل وکړ . په پوهنتون کې مې د سوداګرۍ لوړې زده کړې بشپړې کړې ، خو زماشوق او ذوق تل له يوګا سره وو او دا مې په زړه کې نشوی پټولی، نو ما له خپل نيکه ، پلار او ښوونکو څخه يوځای د يوګا زده کړې ته ډېره پاملرنه واړوله او پوهنتون څخه له فارغيدو وروسته مې د يوګا د لازياتې زده کړې لپاره د يوګا په انسټيټيوټ کې داخله وکړه.))

که څه هم پرينس يوازې ٢٣ کاله عمر لري ، خو هغه د نژدې لسو کلونو لپاره يوګا زده کړې ده او په دې نڅا کې د لوړ مهارت څښتن دی . هغه پخوا په هند کې د يوګا په اړه څلورو سياليو کې د ملي قهرمانۍ په لقب هم وياړل شوی دی ، چين ته تر راتګ مخکې په هند کې د يوګا د يوه ښوونکي په توګه دنده ترسره کړې، خو هغه هيله لري چې د يوګا روحيه او رنګ د نړۍ بېلابېلو څنډو ته په رسولو کې خپلې بې دريغه هلې ځلې وکړي. يوکال مخکې پرينس پريکړه وکړه چې د دې هنر د يوګا نڅا ښوونکي په توګه د دندې ترسره کولو لپاره چين ته ولاړ شي،پلار يې د ده له د دغې پريکړې څخه خوښ شو، پرينس په دې اړه داسې وويل:

((زما پلار ما ته ويلي چې په بهر کې ته نه يوازې د خپل ځان استازيتوب بلکې د ټولو هنديانو استازيتوب کوې، نو ته بايد په بهرنيو هېوادونو کې د خپل وطن اعتبار او ښه نوم وساتې پام چې ناوړه اعمال درڅخه هېڅکله هم سر ونه وهي.))

که څه هم يوازې دوه کاله کيږي چې پرينس د يوګا د نڅا دغه کلب پرانيستی دی، او اوس د هه فې په ښار کې يې ډېر شهرت موندلی دی .ځکه زيات خلک په دې پوهيږي چې په دغه کلب کې يو ډېر ښه يوګاښوونکی شته. مېرمن ګوه اي مين له پرينس سره د يوکال لپاره د يوګا زده کړه او شاګردي کړې ده ،د هغې مخ او بڼه بيخي د يوې ٥٠ کلنې مېرمنې په شان نه ښکاري او د وجود غړي يې ډېر نرم او څرمن يې تازه ده .دې د خپل ښوونکي پرينس په اړه داسې وويل:

(( دا رښتيا ده چې يو د يوګا له لارې زياته ښکلا او ارامي ترلاسه کيږي. پرينس هيله لري چي د يوګا هر يو زده کوونکی به ډېره ښه يوګا زده کړي. هغه له يوګا سره ليونۍ مينه لري.))

پرينس نه يوازې په کارونو کې بلکې په ورځني ژوند کې له زياتو چينايانو سره ښه دوستانه او خوړه ملګرتيا لري. رکشا باندهام د هند له څلور سترو ملي اخترو څخه يو دی چې د دغه اختر په ترڅ کې مشر ورور او خور د کشر ورور او خور پر مړوند باندې سور ورېښمين تار تړي چې له دې لارې يو بل ته خپله مينه څرګندوي . که څه هم پرينس نه شي کولای چې له خپلوانو سره د دغه دوديز اختر نمانځنه وکړي ، خو هغه په چين کې د دغه اختر په اړه نه هېريدونکېخاطرې په خپل زړه کې پاتې لري.

(( د دغه اختر په ورځ کې د ډېر خپګان احساس کولو ،ځکه دلته هېڅوک نه وو چې له ما سره د دغه اختر نمانځنه وکړي، خو زما د کلب خاوند يه زونګ زما پر مړوند سور وريښمن تار راوتړلو او ما ته يې وويل، چې شواخيني مه يې، زه ستا خور يم او زه دلته له تا سره د دغه اختر نمانځنه کوم. د دغې خبرې په اوريدلو سره مې بې اختياره سترګې له اوښکو ډکې شولې او له ډېرې خوښۍ نه راته ژړا راغله.

پرينس خپله کورنۍ ډېره ډېره يادوي او کله کله د انټرنېټ له لارې له خپلې کورنۍ سره اړيکې نيسي، خو هغه غواړي چې په پرله پسې توګه په چين کې د لازياتې مودې لاپره پاتې او ژوند وکړي. دی په پای کې خپلو نورو هندي ملګرو ته داسې وړانديز کوي چې چين ته راشي او چينايانو ته د يوګا نڅا په ورزده کولو کې مرسته وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای