CRI Online

د نړۍ تر ټولو ښه کار خاوند د شانګهاي نندارتون وکوت

cri     (GMT+08:00) 2010-05-31 15:48:18


بريټانوی ځلمی بن (کيڼ،لومړنی)له ملګرو سره د شانګهای نړيوال نندارتون د استراليا په ودانۍ کې دی

ښايي چې تاسی لا مخکی هغه خبر اوريدلې وايي چې د استراليا په شمال ختيځ سمندری غاړه مرجانی صخراوو کې چې انګليسی نوم يې ګريټ بارير ريف دی ، د حسد او رخې وړ کار کوونکی وټاکل شو چې د ورځې لخوا د سپينې سمندری غاړې په اوږدو کې ګرځی راګرځي او سمندری اوبو ته ځان رسوی او کبانو ته خوراک ورکوی. د شپې لخوا په ښکلی صيفيه کې کمپيوتر ته کينی او هغې ټولې کيسې چې د ورځې لخوا يې تېرې کړې او په خپلو سترګو يې ليدلی، د انټرنيټ له لارې له هغو کسانو سره شريک کړي کوم چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ژوند کوی. يادشوی کار کوونکی په اوونۍ کې يوازې ١٥ ساعته کار کوی او د کاري قرارداد موده يې شپږ مياشتې دي ، خو معاش يې ١٥٠ زره استراليايي ډالرو ته رسيږي. د نړۍ په لس ګونو زرو کسانو د دغه کار د ترلاسه کولو په سيالۍ کې برخه واخيستله او په پايله کې يې يو بريټانوی زلمی چې بن سوتحل نوميږي، بری وموند. څو ورځې مخکې زلمی بن د نړۍ په چوکاټ کې د استراليا د کوينسلنډ ايالت د توريستی سرچينو په اړوندو تبليغاتي فعاليتونو پيل وکړ. اوس مهال د شانګهای نړيوال نندارتون روان دی ، هغه هم شانګهای ته راغلی او لومړی يې د دغه نندارتون له استراليايي نندارتون څخه ليدنه وکړه .

 
د استراليا په شمال ختيځ سمندری غاړه د مرجانی صخراوو په زړه پورې عکسونه چې انګليسی نوم يې ګريټ بارير ريف دی

بن: (( په دغه نندارتون کې د استراليا د ودانۍ ډيزاين او جوړونه ډېر په زړه پورې او د تعجب وړ هم دی چې له ورايه يې د زنګ شوی فولاد او اوسپنی په شان ښکاريده ، خو داخلی فضا يې ډېره لويه او غټه ده او پکې يې د استراليا د تاريخ او وګړيو په اړه ډېر توکي د نندارې لپاره ايښودل شويدي . لامهمه خبره خو دا ده چې نندارچيانو ته په نړۍ کې د استراليا ستر ارزښت او رول څرګند شوي دي .))

د استراليا د سيلانۍ ادارې او سوداګران هيله لري چې د شانګهای د نړيوال نندارتون له لارې خپلې سيلانی سرچينې نړيوالو ته وښيئ . د استراليا نندارتون عمومی استازې مېرمن ليندال ساچس وويل، چې کوينسلند ايالت په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره ډېر کوښښونه کړي دي . زموږ هيله دا ده چې د دغه غوره فرصت په کارولو سره د کوينسلند او شانګهای ترمنځ لازياتې سوداګريزې اړيکې ټينګې شي. د کوينسلند اوونۍ په نامه فعاليت چې د جون له ٢٠ نېټې څخه تر ٢٦مې نېټې پورې به دوام ولری، په دغه نندارتون کې به د ډېرې پاملرنې وړ وي .

 
بن او د ده ملګرې په ښکلی ګريټ بارير ريف کې کار کوی او ډېر نيکمرغه ژوند لري

ښاغلي بن وويل چې هغه ډېرو هېوادونو ته سفرونه کړی ، خو د هغه په وينا شانګهای يو مجموعی ښار دی چې نه يوازې دروند تاريخ لری ، بلکې د مدنی ټولنې له حياتی قوې څخه ډک دی . دغه شان شانګهای ښار د ختيځی او لويديځی نړۍ ځانګړتياوی هم لری.

بن : (( زما په نظر شانګهای هر چا ته د منلو او خوښۍ وړ ښار دی . دغه ښار اوس په ډېرچټک ډول پرمختګ کوی او هرځای يې له ژوندی ځواک څخه ډک بريښی . د ژبې له خنډه پرته دلته د ژوند او کار کوم ډېر ښه ځای دی.))

ښاغلي بن له نړيوال نندارتون څخه له ليدنې وروسته د شانګهاي د هغې کورنۍ مېلمه شو چې د تېرکال د جولای په مياشت کې يې له کوينسلنډ څخه ليدنه کړې وه. د دغې کورنۍ د غړو په ملګرتيا بن د شانګهاي ښار د لرغونيو سيمو سيل وکړ او ځانګړی دوديز خوراکونه يې وخوړل .

بن : (( ما ته يو ډېر ښه فرصت راورسيد چې د شانګهايانو د يوې کورنۍ مېلمه شوی وم . دوی د تېرکال په جولای کې د استراليا له بريسبان څخه ليدنه کړې چې د ١٩٨٨ کال نړيوال نندارتون هلته تر سره شو. د دوی کور مې وکوت او د دوی له زوی اندري سره مې پيژندګلوی وکړه . دغې کورنۍ ډېرې ژورې خاطرې ما ته راکړې او له دې لارې مې د شانګهای د ښاريانو د ژوندانه په اړه معلومات ترلاسه کړي دي . د دغې کورنۍ خاوند او ميرمن له سيلانۍ سره ډېره مينه لری ، دوی زما په شان د نړۍ زياتو هېوادونو او سيمو ته سفرونه وکړل ، دوی له سپورت او عکاسۍسره علاقه هم لری . لنډه دا چې ما ورسره يوځای په خوښۍ سره يوه تمامه ورځ تېره کړه .))

شانګهای ته له ورتګ مخکې ښاغلي بن بېجينګ ، هانکانګ او داسي نورو ښارونو ته هم تللی دی. د خوښۍ وړ خبره خو دا ده چې يو ځل بيا يې هغه چيني ځوان يو ينګ وليد چې د يادشوی غوره کار د موندلو لپاره د لومړنيو ٥٠ تنو سيالانو په ليست کې شامل شوی دی. دوی په بېجينګ کې له خبري رسنيو سره د مرکې په ترڅ کې په جلاجلا توګه په کوينسلنډ کې خپلې ځانګړې تجربې معرفی کړې. بن وويل، هغه به خپل ګرځنده فعاليت ته دوام ورکړي، نو د وخت د کموالی له امله شانګهای ته بېرته نه شي تللی، خو هغه باور لری چې په شانګهاي کې روان نړيوال نندارتون به ډېر ځانګړی او په زړه پورې وي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای