CRI Online

د چيني موسيقي مينوال دی — د کرواتيا ولسمشر اوجوسيپويک

cri     (GMT+08:00) 2010-06-09 19:16:36


د کرواتيا ولسمشر اوجوسيپويک د شانګهاي په نړيوال نندارتون کې د  کرواتيا د نندارتون ورځې د نمانځنې په فعاليت کې ګډون کوی  


د شانګاي په نړيوال نندارتون کې د کرواتيا د نندارتون ورځې د نمانځنې په فعاليت کې کرواتيايي نندارې

د مې مياشتې په ١٥ مه نېټه د شانګهاي په نړيوال نندارتون کې د کرواتيا د نندارتون ورځې د نمانځنی فعاليت په درنو مراسمو سره ترسره شو او د دغه فعاليت په ترڅ کې د سي ار اي راډيو خبريال د کرواتيا له ولسمشر ليو اوجوسيپويک سره مرکه وکړه . ښاغلي اوجوسيپويک چې درې مياشتې مخکې د کرواتيا د نوی ولسمشر په توګه وټاکل شو، د دغې مرکې په ترڅ کې د چين او کرواتيا ترمنځ د اړيکو په اړه خپلې نظريې څرګندې کړې او له چيني موسيقي سره د خپلی علاقې او مينې يې هم بيانې کړې.

د کرواتيا هېواد د مديترانې سمندر پر غاړې واقع دی چې د ځانګړی جغرافيايي موقعيت او اقليمي شرايطو له کبله دغه هېواد ښکلۍ منظرې لری . د ډېرو کلونو راهيسې ، سيلانۍ چارو د کرواتيا په اقتصاد کې مهم ځای نيولی او نيسی يې. د شانګهاي په روان نندارتون کې سيلانی هم د کرواتيا د نندارتون ستره برخه تشکيلوی . ښاغلي اوجوسيپويک په دې اړه داسي وويل

(( د کرواتيايي نندارتون اصلي برخه سيلانی ده. د نندارتون د ودانۍ داخلی جوړښت ډېر ساده دی ، خو محتويات يې ډېر غنی ښکاری چې ترې سيلانيان د کرواتيا د ښکلۍ منظرې ننداره کولای شي. زموږ په ودانۍ کې يو دهليز شته چې نندارچيان ورڅخه د تېريدو پر مهال د کرواتيا د ښارونو بڼې او منظرې ليدلای شي،دغه راز زمونږ د هېواد د سيلانۍ او سوداګرۍ په اړه زيات معلومات هم ترلاسه کولای شي))

 
د شانګهاي په نړيوال نندارتون کې د کرواتيا ودانۍ او په دغې ودانۍ کې لوی دهليز کې د کرواتيا ډېرې ښکلای منظرې ليدل کيږي

د ١٩٩٢کال د مې په ١٣ مه نېټه د چين او کرواتيا ترمنځ سياسي اړيکې ټينګې شوې او له ١٨ کلونو راهيسې د اقتصاد او سوداګرۍ،کلتور، ښوونې، ساينس او تکنالوجی او سيلانۍ په شمول زياتو ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ مشهرې همکارۍ ترسره شوې دي ، کرواتيا د مسلسلو څو کالو لپاره په جنوب ختيځې اروپا کې د چين لومړی لوی سوداګريز همکار ګرځيدلی دی .

په وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ تګ راتګ هم زيات شوی دی . ٢٠٠٩ کال کې د چين د دولت رئيس هو جين تاو له کرواتيا څخه ليدنه وکړه چې دا له کرواتيا نه د چين د دولتی مشرانو لومړنې ليدنه وه او د کرواتيا د خپلواکۍ د ګټلو له ١٧ کلونو راپدې خوا يو ډېر مهم ډيپلوماټيک فعاليت ګڼل کيږي . اوس ښاغلي اوجوسيپويک د کرواتيا د ولسمشر په توګه د ټاکنو له ٣ مياشتو وروسته چين ته راغلی چې دا د دواړو هېوادونو اړيکو ته د کرواتيا لخوا د ورکړل شوی اهميت څرګندويه ده .

په حقيقت کې دا چين ته د ښاغلي اوجوسيپويک لومړنی سفر نه دی او اوه کاله مخکې بېجينګ ته هم راغلی و او هغه وخت يې د تيان ان من په ميدان کې د يادګار په توګه عکس هم واخيست .برسيره پردې يې څو څوځله د کرواتيا د پارلمانی پلاوی د غړي په توګه هم له چين نه ليدنه وکړه ، دغه راز يې د دوو ځلو لپاره د چين د ملي ولسی کانګرېس له استازيو سره هم خبرې وکړې.

(( هر کله چې د چين په اړوندو فعاليتونو کې ګډون کوم ، ډېر خوشال يم . چين يو داسې ډېر لوی هېواد دی چې لرغونی تاريخ او غوره کلتوری عنعنات لري،چينايان له دوستانو سره ډېر صميميت او اخلاص لری چې دا زما ډېر خوښ دی))

ښاغلی اوجوسيپويک نه يوازې د کرواتيا د ولسمشر په توګه دنده ترسره کوی ، بلکې هغه د موسيقی په برخه کې تکړه او يو مشهور کمپوزر هم دی. هغه په موسيقي پوهنځی کې زده کړه وکړه او د موسيقي پوهنځی د يوه ښوونکی په توګه وګمارل شو ، هغه د خپلو غوره موسيقی اثارو له امله د اروپا د راډيويي ټولنې لخوا د جايزې په توګه يو مدال وګاټه. هغه وايي چې ده له چيني موسيقي سره ډېره مينه لری او هغه چيني نغمه چې ياسمين نومېږي ، د ده ډېره خوښه ده ، اروپايانو ته د چيني موسيقي ورپېژندنه د دغه ولسمشر يوه ارزو ده .

(( سياسي ټولنې  ته له داخليدو مخکې مې يو وار په زګريب کې د اروپا د ترټولو لوی معاصر موسيقي فستيوال د مسئول په توګه يو شمېر چيني کمپوزرانو ته بلنه ورکړې وه چې په دغه فعاليت کې برخه واخلي . برسېره پردې مې د چيني موسيقۍ زيات CD له ځان سره ساتلې دي چې پکې معاصر او دوديز موسيفي اثار شامل دي چې ټول يې د چين د دوديزو موسيقي الاتو په وسيله غږول شوی.))

ښاغلي اوجوسيپويک د مرکې په پای کې په تودو احساساتو سره چينايانو ته بلنه ورکړې چې کرواتيا ته سفر وکړي او د هغه په اند هلته په نړۍ کې ترټولو ښکلي او ښايسته سمندري غاړې ليدل کيږي ، د کرواتيايانو مېلمه پال خوی به ټولو سيلانيانو ته نه هيريدونکې او خوږی خاطرې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای