CRI Online

له نړيوال نندارتن سره د مېرمن يمدا توميو نه هېريدونکی  خاطرات

cri     (GMT+08:00) 2010-06-21 19:08:39


جاپاني مېرمن يمدا توميو په ٢٠ ورځو کې د شانګهاي د روان نندارتون له څه باندې ٢٠ نندارتونو څخه ليدنه کړې ده

مېرمن ديمدا توميو د شانګهاي د نړيوال نندراتون له داوطلبانو سره

٦١کلنې جاپانی مېرمن يمدا توميو په وروستيو ورځو کې په چين کې ډېر شهرت موندلی دی ، ځکه چې هغې د شانګهاي له نړيوال نندارتونه د ليدنې لپاره څه باندې اوه لکه يوانه لګولي دي ، نو د چينايانو زياته پاملرنه يې راجلب کړې ده . مېرمن يمدا توميو له خپل ميړه او مشر زوي سره يو ځاي له سي ار اي راډيو سره تازه يوه مرکه وکړه ، اوس به په چين کې له روان نندارتون څخه د هغې ليدنې په اثر خپلې ژورې خاطرې واورئ .

مېرمن يمداتوميو د يوې مودې لپاره د جاپان د اچي کن په ولسوالی کې ژوند کړی و چې هلته د ٢٠٠٥ کال نړيوال نندارتون ترسره شو. ١٩٧٠ کال نړيوال نندارتون د جاپان په اساکا کې ترسره شو، مېرمن يمدا توميو له دغه نندارتون څخه څلور ځلې ليدنې کړې وې چې له دې نه وروسته له نړيوال نندارتون سره ددې علاقه او مينه نوره هم زياته شوېده .

اواز: هغه وخت چې زيږيدلی يم، جاپان شتمن نه و او خلکو ته معلومه نه وه چې هېواد به په راتلونکي کې د څه ډول په لوري پرمختګ وکړي . خو نړيوال نندارتون خلکو ته نوې هيله رسولې وه . هغه وخت جاپانيانو دا نظر درلود چې يوازې د خپل قوت په اتکا او د سختې مبارزې له لارې د هېواد اقتصاد اباد او غښتلی شی. ما او زما خاوند له واده مخکې د څلورو ځلو لپاره د ١٩٧٠ د اساکا له نړيوال نندارتون څخه ليدنې وکړې.

مېرمن يمدا توميو وايي نړيوال نندارتون د هغې لپاره د احسان وړ هم دی . علت يې دا دی چې له دې مخکې ، د هغې صحت ډېر ضعيف و او کله کله به يې ډاکتر ته تله او هم به يې جراحی ومنله . هغې په ٢٠٠٥ کال له څو ځلو جراحۍ وروسته په ايچي کين کې د نړيوال نندراتون د ١٨٥ ورځو په موده کې د ٢٤٣ ځلو لپاره دغه نندارتون ته ننوتله او د خپل خاوند په مرسته يې ددې نندارتون سيل يي وکړ چې په پايله کې يې نه يوازې د نړيوال ننداتون په اړه زيات معلومات ترلاسه کړي ، بلکې يې صحت هم غښتلی شو .

ددې ميړه د خپلې ميرمن د ښه ساتلو لپاره هم د خپلې ميرمنې سره يې اتلس ځله له جاپان څخه چين ته راغلی ، په تيره بيا وروسته له هغه چې د تير مارچ په مياشت کې متقاعد شو ، په شانګهاي کې يې يو اپارتمان په کرايه ونيوه څو چې له خپلې ښځې سره يو ځاي له نړيوال نندارتون څخه ليدنې وکړي.

اواز) زموږ هدفونه او علاقې يو شان دي . دا ځل هم داسی دی . وروسته له هغه چې پنځه کاله مخکې د ايچي نړيوال نندارتون جوړ شو ، پرېکړه مو وکړه چې له راتلونکي نړيوال نندارتون څخه د ليدنې لپاره شانګهاي ته لاړ شو ، نو له هغه وخته مو د پيسو په راغوډولو پيل وکړ او د کافي پيسو له جمع کولو وروسته شانګهاي ته راغلي يو .

ښاغلي يامادا کانيتوسي وويل چې موږ په شانګهاي کې د کرايې کور د نيولو ، د الوتکو او نندارتون د ټکټونو او د يادګاري شيانو د اخيستلو لپاره اوه لکه ژن مين بي يوانه راغونډ کړي دي . خبريال دده په اپارتمان کې ډول ډول يادګاري شيان ليدلي دي.

د ميرمن يامادا تومييو په نظر د شانګهاي د نړيوال نندارتون پرده تازه اوچته شوېده لکه يو ماشوم د ودې په حال کې دی ، ددې وخت نه دی راغلی چې د روان نندارتون أخري ارزونه وکړو . دې وويل ( اواز) کيداي شی چې لومړی ځل د چين دولتي نندارتون بهرنی بڼه وګورئ او دوهم ځل د خپل خوښۍ وړ نندارتون وګورئ او درېم ځل خوندور خوراک وخورئ .

د ميرمن يامادا تومييو زامن هم له نړيوال نندارتون سره زيات ذوق لري . مشر زوی يې يو ښوونکی دی او د خپلو زده کوونکو لخوا د نړيوال نندارتون د ښوونکي په نامه ياديږي . ددې لپاره چې د شانګهاي نړيوال نندارتون وګوري ، له خپل کار نه يې استعفا وکړه .

ميرمن يامادا تومييو دا پلان لری چې بيرته ايچي ته د ستنېدو وروسته به کتاب وليکي ، په ډول ډول پروګرامونو کې به ګډون وکړي او خپلو لسميانو ته به د خپل ژوند سابقې ورکړي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای