CRI Online

د شانګهاي نړيوال نندارتون د يوه اندونيزيايي کارکوونکی په نظر کې

cri     (GMT+08:00) 2010-07-12 09:49:26


د اندونيزيا په نندارتون کې اوږد دۀليز

د شانګهاي د نړيوال نندارتون په پارک کې يوه ودانی ولاړه ده چې د لرګيو او بانسي توکيو په وسيله جوړه شوې ده . دا د اندونيزيا نندارتون دی چې پراخوالی يې څلور زره مربع متره دی او څلور پوړونه لري.په دغه ودانۍ کې سيلانيان د شپږ سوو مترو په اوږدوالي دهليز په تېرولو سره په پوره توګه د اندونيزيا طبيعي سرچينې او ښکلی منظرې کتلای او د دغه هېواد د دوديزو او عصري ځانګړتياوو لرونکی ژوندانه احساسولای شي، دغه راز په دغه هېواد کې د ځانګړو ځمکنيو او سمندري ژوندی پيدايښتو معلومات ترلاسه کولای او له نژدې نه د دغه هېواد له هنري او کلتوري نمايشونو او لاسي اثارو څخه خوند هم اخيستلای شي. په وروستيو ورځو کې د يګياکرتا هنري ډلې د دغه نندارتون په بلنه سيلانيانو ته د اندونيزيا د وهلو د يوې دوديزې الې د غږولو ننداره وکړه . د دغې موسيقي الې وهونکی فرتي مارکوس د دغه نندارتون په اړه خپلې خاطرې خبريالانو ته داسې يادې کړې :


د اندونيزيا نندارتون کې د هنری ډلې مشر(ښی ، دوهم ) د مرکې په ترڅ کې 

(( دا يو ډېر پرتمين نندارتون دی چې د انتظامی حالاتو، پيمانې او امنيتي کارونو په شمول د دغه نندارتون د تشليلاتي کمېټې د تيارۍ بېلابېلې چارې په ډېر ښه توګه ترسره شوي دي.))

تراوسه پورې له اندونيزيايي نندارتون څخه د ليدونکو شمېر له يو مليون څخه زيات دی ، هر سيلانی چې دغه نندارتون ته ننوځی ، لومړی هنري ننداره ګوري ، که څه هم د نندارې سيمې په مخکنی څلور پنځه متره واټن کې څوکۍ پرتې دي ، خو زياتره سيلانيان د صحنې په وړاندې ننداره له نژدې ګوري . د چينايي نندارچيانو د تودو احساساتو په هکله د يګياکرتا د هنري ډلې مشر خبريال ته وويل چې دلته د هنر په اړه د خلکو تاوده احساسات او د زړه له کومې خوشحالتيا پر هغه ډېر اغېزمن دی،سره له دې چې زيات شمېر سيلانيان د نورو نندارتونونو لخوا راجلب شوي ، خو هغه لا هم ډېر خوشحاله دی.

د اندونيزيا په نندارتون کې يوازې دوه دندې بايد د اندونيزيايانو په غاړه ترسره شی چې يوه يې د يادې شوې موسيقي الې وهونکی او بله يې په دغه نندارتون کې د رستوران أشپز دی. ښاغلی سوپاندي يو أشپز دی چې د اندونيزيايي نندارتون په بلنه يې په دغه نندارتون کې د رستوران د أشپز په توګه دنده وګمارل شو. د هغه لخوا پخپله پخول شوی وريجي او د ساتې نومی ځايي کباب د سيلانيانو ډېر خوښ دي چې هره ورځ څه باندې يو زر او پنځه سوه جامع خواړه پلورل کيږي.


ښاغلي سوپاندي د مرکې په ترڅ کې

(( هيله لرم چې لا زيات سيلانيان له اندونيزيايي خوراکونو څخه مزه واخلي څو چې دغه ډول خوراکونه نه يوازې د شانګهاې په نندارتون کې بلکې په چين او حتی نړۍ کې زيات شهرت ومومي.))

د اندونيزيا نندارتون د اندينيزيا د کلتور ، تاريخ او منظرې يوه څرګندويه ده چې پکې سيلانيان کولای شي چې اندونيزيايي قهوه وڅښی ، بوډايي بتان لاس تېر کړي، هنري لاسي اثار وګوري او د أبشار أواز واوري، لکه چې اندونيزيا ته تللي دي . د شانګهاي په نړيوال نندارتون کې د هر هېواد نندارتون د اندونيزيايي نندارتون په شان خپلې ځنګلتياوې هم لري. په اندونيزيايي نندارتون کې کارکوونکي له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې د دغه نړيوال نندارتون د طرح کوونکو غوره ابتکاري استعداد ډېر ستايي . په اندونيزيايي نندارتون کې د نندارې چارې مسئول فيرتي مارکوس داسي وويل:

(( دغه نړيوال نندارتون ډېر په زړه پورې دی ځکه چې نه يوازې دا چې د نندارتون د ټاکلو ، بلکې د سيلانيانو لپاره د ترافيکي اسانتياوو د برابرولو له نظره ډېری مشکلات او ستونزې ليرې شويدي. لنډه دا چې دا ډول نړيوال نندارتون نه د هر هېواد لخوا ترسره کېږي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای