CRI Online

دوی د بس په وسيله له المان څخه شانګهاى ته راغلي

cri     (GMT+08:00) 2010-07-28 17:24:57

د تېر اپريل په ١٥مه نېټه پنځه ويشت المانيان د يوه سور بس په وسيله د المان په جنوب لويديځ له فرېبورګ ښار څخه د چين په لور وخوځيدل او په ٧١ ورځو کې يې له اتلس زره کيلومتره مزل وروسته د تېر جون په ٢٥مه نېټه خپلې موخې ځاى ____ د شانګهاى نړيوال نندارتون ته ورسيدل. که څه هم دوی په شانګهاى کې يوازې لږې مودې لپاره تم شول، خو دغه اوږد سفر او لارې د دوی په زړونو كې نه هېريدونکې خاطرې پرېښې دي.

٦٧ کلنې مېرمن انګ ستاګنيت له تقاعد کيدو مخکې د فرېبورګ ښار په سيمه ييزه اداره کې د بوډاګانو د خير ښېګڼې چارو د يوې مسئولې په توګه دنده ترسره کوله، هغې کله کله له خپل خاوند سره يوځای بهر ته د سيلانۍ په سفر وتله، هغې تل داسې يوه هيله لرله چې يوه ورځ به د بېړۍ په وسيله د نړۍ ګوټ ګوټ سيل کوي. د روان کال د جنورۍ په مياشت کې، کله چې هغه خبر شوه چې يوه د سيلانيانو ډله به د بس په وسيله د اروپا لويې وچې له لارې چين ته سفر وکړي، سمدلاسه يې په دغه ډله کې د شامليدو په غرض خپل نوم ثبت کړ.

((د ايران څخه د تېريدلو پر مهال، دا مې وليدل چې ټولې ځايي ښځې تورې جامې اغوستې وې چې په ظاهره لږ څه تياره مالومېدلې، خو دوى رويه ډېره دوستانه وه او راته يې سلامونه او ستړي مه شي وويلې. په ازبکستان کې موږ اړ وو چې له يو سيند څخه په كېښتۍ كې تېر شو چې ډېر ژور و، خو موږ په پای کې په خير له سيند څخه تېر شو. برسېره پردې، موږ په لارو کې يو ډېر اوږد کاميون وليد، موږ او موټروان په لاره ډېرې د خوښۍ خبرې او مجلس هم وکړ.))

په دغه پنځه ويشت کسيزې ډله کې زياتره تقاعد شوي بوډاګان وو، دوی د دغه سفر په ترڅ کې له سويس، ايټاليا، يونان، ترکيې، ايران، ترکمنستان ،قرغېزستان، قزاقستان له لارې تېر شوي او بيا د شينجيانګ له لارې چين ته ننوتل او له دې نه څه باندې پنځه اوونۍ وروسته شانګهاى ته ورسيدل .

فرېبورګ يو ډېر پاک ښار دی چې پکې د چاپيريال ساتل د يوه ډېر مهم کار په توګه ګڼل کيږي. د نوموړې ډلې د بس ماشين د پاکې انرژۍ د استعمالوونکي تخنيک كارولو نه جوړ شوى. د دغې ډلې ناظم يو سيلانی شرکت دی چې يوازې د بس په وسيله سيلاني خدمتونه برابروي. د دغه شرکت مشر خبريال ته وويل:

((د سيلانۍ صنعت په وړاندې لومړۍ سخته مسئله د کاربن دوه اکسايد خپريدا ده، خو سيلانيان کولای شي چې د پاکو ترافيکی وسايلو په انتخابولو سره دغه مسئله حل کړي. د الوتکې د کاربن دوه اکسايد د خپريدو اندازه ترټولو زياته ده، بس له بايسکېل څخه پرته پر اوږدې لارې سفر د ډېر تطبيق وړ ترافيکی وسايل ګڼل کيږي چې د کاربن دوه اکسايد د خپريدو اندازه يې نسبتاً کمه ده او د چاپيريال ساتنې لپاره ګټوره ده. برسيره پردې، سيلانيان به د بس په وسيله د سفر په ترڅ کې له ځايي وګړيو سره لازياتې خبرې او مالومات تر لاسه کولی شي .))

سيلانيان په بس کې کافي څښي، موزيک اوروي او د لارو ترڅنګ طبيعي منظرې ګوري. مېرمن انګ ستاګنيت په ١٩٨٥ کال کې چين ته يو سفر کړی و، هغې چين ته د روان سفر په ترڅ کې پيدا کړه چې د چيني ښځو جامې د پخوا په نسبت ډېرې ښکلې او فيشني شوې دي، هغه وايي چې د عامو چينايانو ژوند هغې ته ډېرې ژورې خاطرې په زړه پريښې دي.

((شي ان يو ډېر ښکلی ښار دی، په تېره بيا په شپه کې دغه ښار دخوشالۍ له احساساتو څخه ډک دی. ډېرو ښاريانو کاغذبادونه په هوا كړي وو چې رنګا رنګ کوچني څراغونه يې ورپورې تړلي او ډېر ښکلي وو. برسېره پردې، د اوروموچي ښار په ميدان کې ډېرو وګړيو د چيني چيګونګ ( په سپورټ کی ژور تنفس) تمرين وکړ، دا ډېر د توجه وړ او په زړه پورې وو .))

ښاغلي خانس اوکر يو انجنير دی، هغه د لومړي ځل لپاره چين ته راغلی. هغه د چين عصريتوب ته ډېر حيران دى.

(( په شانګهاى کې لارې، پلونه او داسې نور ترافيکی تاسيسات د اروپا د ځينو ځايونو په پرتله ډېر پرمختللي دي. په شانګهاى کې مېټرو ډېر چټک دی او د مېټرو سيسټم ډېر پيچلی دی چې له دې نه د شانګهاى پرمختګ څرګنديږي. موږ په دغه ښار کې د لرغونيو سيمو سيل هم وکړ، نو ويل کيږي چې شانګهاى يو داسې ښار دې چې عنعنات او عصريتوب يې په ښه توګه سره پيوند دي. برسيره پردې د شانګهاى د نړيوال نندارتون له لارې د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ اړيکې لانژدې شوې دي، د نندارتون په پارک کې مې ډېر دوستان او خلك وليدل، زه به دغه په زړه پورې خاطرې تل په ياد ولرم، زه هيله هم لرم چې په راتلونکي کې به بيا هم چين ته راشم!))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای