CRI Online

د شانګهاي په نړيوال نندارنون کې د کاپ ورد هېواد د نندارتون له استازي سره ځانګړې مرکه

cri     (GMT+08:00) 2010-08-24 10:17:38


د شانګهاي په نړويال نندارتون کې د کاپورد هېواد نندارتون

د کاپ ورد نندارتون د شانګهاي نړيوال نندارتون کې د افريقا په ګډ نندارتون کې پروت دی او اصلي موضوع يې د وړوکيو ټاپوګانو هېوادونو نړيوال کيدا ده. د دغه نندارتون عمومي استازي جاو ويېرا په وروستيو ورځو کې د سي ار ای له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې له دغې موضوع څخه د افريقا د دغه وړوکي ټاپو هېواد د نړيوال کيدو په بهير کې د خپل پرمختګ ځانګړتياوې وړاندې کېږي.

کاپ ورد د اتلس بحر په يو ټاپو کې پروت کوچنی هېواد دی چې د اوبو له لارې د اروپا، امريکا، افريقا ته يوه مهمه ترافيکي لار ګڼل کيږي. ښاغلي جاو ويېرا په دې اړه وويل، چې د دغه هېواد ځانګړی جغرافيايي موقعيت دلته د مختلفو کلتورونو د تبادلې او يوځايښت لامل ګرځيدلی دی.

((کاپ ورد د اتلس په بحر کې يو ټاپو هېواد دی او له اوږدې مودې راهيسې له زياتو هېوادونو سره نژدې دوستانه اړيکې لري. د پنځه سوه کلونو په اوږدو کې بېلابېلو کلتورونو، په تېره بيا اروپايي او افريقايي کلتورونو دلته سره يوځای او پيوند شوي دي. اوس له دغه هېواد څخه امريکا ته سفر يوازې پنځه ساعتونو، اروپا ته څلور، افريقا ته دوه، او برازيل ته درې ساعتونو ته اړتيا لري . ))

د کاپ ورد پراخوالی يوازې ٤٠٣٣ مربع کيلومترو ته رسيږي، نو ويل کيږي چې دا يو ډېر وړوکی هېواد دی. ښاغلي جاو ويرا په دې اړه داسې وويل:

(("د وړوکيو ټاپوګانو هېوادونو نړيوال کيدا "زموږ د نندارتون اصلي موضوع ده. په نقشه کې زموږ هېواد په سختۍ ليدل کيږي، خو زموږ هېوادوال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ژوند کوي. موږ د بېلابېلو هېوادونو د وګړيو د راتګ هرکلی کوو، ځکه دوی ډېر نوي او تازه شيان را کوي. برسېره پردې، هېله هم لرو چې نړيوالو ته خپل هېواد په ښه توګه ورمعرفي کړو.))

ښاغلي جاو وييرا زياته کړه، کاپ ورد له زياتو هېوادونو سره ډېرې دوستانه او ښې اړيکې لري، نو زموږ هېواد د متخاصمو خواوو ترمنځ د همغږۍ لپاره، بلکې د اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ د پياوړتيا په برخه کې کوښښ هم کولای شي. کاپ ورد له چين سره په تېره بيا د هانکانګ او مکاو له دوو ځانګړيو سيمو سره ډېرې نژدې اړيکې ساتلې دي . هغه هيله من دی چې د شانګهای نړيوال نندارتون له لارې زيات چينايان د دوی هېواد وپېژني او هلته په سيل ولاړ شي او پانګونې وکړي.

د ښاغلي جاو وييرا په اند د شانګهای د نړيوال نندارتون د جوړولو کارونه په ډېر ښه ډول روان دي، هغه په دغه نندارتون کې له برخوالو پرمختيايي هېوادونو سره د چين له مرستې څخه هم مننه وکړه.

(( د شانګهای د نړيوال نندارتون د جوړولو کارونه په ډېر ښه توګه ترسره شوي دي. دا يو اسان کار نه دی چې په يو فعاليت کې مختلف کلتورونه ښکاره کيږي. که څه هم د دغو کارونو د ترسره کولو په بهير کې يو شمېر ستونزو سره مخامخ شوي يو، خو هره ورځ د دغه نندارتون جوړوونکي انتظامي اداره د ستونزو د له منځه وړلو لپاره کوښښ کوي. په روان نندارتون کې، چين له پرمختيايي هېوادونو سره ډېرې مرستې کړې دي، بې له دغو مرستو موږ نشوای کولی چې په بريالۍ توګه پکې ګډون وکړو.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای