CRI Online

په جرمني نندارتون کې يو جرمني ځوان

cri     (GMT+08:00) 2010-09-13 18:47:32

د شانګهای د نړيوال نندارتون په پارک کې يوه داسې په زړه پورې پديده ليدل کيږي چې دلته بهرني کارکوونکی په ډېره روانه چيني ژبه د نندارچيانو لپاره خدمت کوي. په ننني پروګرام کې به تاسو د يو جرمني ځوان په باب يوه کيسه واورئ چې تيل ديتکريست نومېږي.

٢٥کلن ديتکريست د کارل مارکس په ټاټوبي يو پوهنتون کې د څلورو کلونو لپاره چيني ژبه زده کړې ده. هغه له دې امله چې له چين سره ډېره مينه لري او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ ټينګولو لپاره خپل خدمتونه ترسره کړي، د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د جرمني نندارتون د يوه لارښود په توګه وګمارل شو. هغه د خپل کار په اړه داسې وويل:

(( ډېر خوشاله يم چې د شانګهای په نړيوال نندارتون کې کار کوم، ځکه دلته هره ورځ له سيلانيانو سره د خبرو اترو فرصت لرم او زما د چيني ژبې د زده کړې لپاره ډېر ګټور دی، هرکله چې سيلانيان په خوښۍ سره له جرمني نندارتون څخه د ليدنې وروسته زموږ د نندارتون ډيزاين ستايي، ډېر خوښ يم.))

د جرمني نندارتون ډيزاين ډېر ځانګړی دی چې له دروازې څخه د ننوتلو ورسته د لمنې په بڼه سيمه تر سترګو کېږي چې دلته د جرمني د بېلابېلو ايالتونو او سيمو په اړه معلومات ليدل کېږي، بيا د يوه تونل له تېرولو وروسته په وار سره د کلتور، ښارونو، فابريکو، د ښارونو مېدانونو په نامه يو شمېر نندارتونونه ليدل کيږي چې د " همغږۍ ښار"موضوع ترې ښکاريږي. ورپسې د انرژۍ سرچينې په نامه لوی تالار ته داخليږي . ديتکريست په دې هکله داسې وويل:

(( په جرمني نندارتون کې د انرژۍ سرچينې لوی تالار د سيلانيانو ډېر خوښ دی، په دغه تالار کې يوه لويه کره ايښې ده ، چې وزن يې له يو ټن څخه زيات دی او پر باندې يې څلور سوه زره دانېled پوښل شوې دي، کله چې نندارچيان په لوړ غږ نارې ووهي، کره به ځنګيږي، مانا يې دا ده چې د خلکو اراده ټينګه شي، غرونه هم خوځيږي.))

د انرژۍ له سرچينو پرته په جرمني نندارتون کې ډېر پرمختللی تخنيکي توليدات هم ليدل کيږي چې له امله يې دغه نندارتون د ډېری نندارچيانو د راجلبولو لامل شوی دی. نندارچيان عموماً دغه نندارتون ته د ننوتلو لپاره د درېيو يا څلورو ساعتو په ليکه روان دي .

ديتکريست وويل، چې له نندارچيانو سره د مرکو په مهال کې يې دا احساس کړې چې نندارچيان له نړيوال نندارتون سره ډېر تاوده احساسات لري. د بيلګې په توګه يوه اويغوري کورنۍ د اورګاډي په وسيله له شينجيانګ څخه د څلورو ورځو اوږد سفر کړی او شانګهای ته يې ځان ورسولو. دغه راز ديتکريست يو لس کلن هلک هم وليد چې په يوه کوچنۍ کتابچه کې يې په دقيق ډول د جرمني د شپاړسو ايالاتو په هلکه مالومات پکې وليکل. په تيره بيا ديتکريست وويل، چې چين ته دده د رسېدو په مهال کې يې حتی چيني ژبې يوه جمله هم نشوای ويلې، خو اوس له نندارچيانو سره هره ورځ د تماس لرلو او خبرو اترو په بهير کې دده د چيني ژبې کچه ډېره لوړه شوېده . ده وويل:

(( هره ورځ مې له نندارچيانو سره د خبرو اترو په ترڅ کې نوي کلمات زده کړل لکه داسې چې ښايي هره ورځ درس وايم او دغه ښوونځی د چين ټولنيز ښوونځی دی.))

ديتکريست د اسيايي هېوادونو، په تېره بيا د چين له وګړيو او خوندورو خوراکونو سره ډېره مينه لري، بلکې له يوې چيني نجلۍ سره يې د زړه مينه هم پيدا شوه، هغه هيله لري چې له پوهنتون څخه له فارعيدو وروسته په اسيايي هېوادونو کې د جرمن په قوسلګري اداره کې کار وکړي .

(( له نورو اسيايي هېوادونو سره هم ډېره علاقه لرم، دلته خوراکونه ډېر خوندور دي، خلک ډېر دوستانه دي او ژوند هم ډېر نيکمرغه دی. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای