CRI Online

دوی په خپلو سندرو د نړيوالو زړونه ګټلي دي

cri     (GMT+08:00) 2010-09-25 16:22:50

ګرانو اوريدونکو! نيکې هيلې او سلامونه! د تېر جولای په مياشت کې د چين په ختيځ د جه جيانګ ولايت په شاو شينګ ښار کې د کورس په شکل د سندرو ويلو شپږمه نړيواله سيالي روانه وه چې د کورس په ټولنه کې يې د اوليمپيک شهرت ترلاسه کړی . د ناميبي أواز په نامه دغه کورس ډله چې د افريقا له جنوبي برخې ناميبي هېواد څخه راغلې، په د دغه سيالي کې برخه هم درلوده.

د کورس هنر نړيواله سيالي په هرو دوو کلونو کې يوځل ترسره کيږي. سږنۍ پيمانه يې تر ټولو لويه ښکاريدله چې د څه باندې ٨٠ هېوادونو او سيمو تر ٤٧٠ زيات هنري ډلو او څه د پاسه شل زره تنو لوبغاړو پکې ګډون درلود. د جنوبي افريقا، نايجريا، توګو، بنين او داسې نورو افريقايي هېوادونو د کورس هنري ډلو په دغې سيالۍ کې خپلې خپلې ځانګړې نندارې وړاندې کړې. د يادونې وړ خبره دا ده چې د ناميبي غږ کورس ييزه ډلې په وينا به دوی د خپلو سندرو سره د نړيوالو زړونه وګټي.

د ناميبي اواز هنري ډله د هغه هېواد د ولسي کلتوري سازمان له لوري د کورس د سږنۍ نړيوالې سيالۍ لپاره جوړه شوې ده، د دغې ډلې ٣٥ غړي چې له څو اړوندو هنري ډلو څخه انتخاب شوي، مسلکي سندرغاړي نه دي، که څه هم دوی له بېلابېلو کسبونو څخه دغه ډګر ته راغلي او قومونه، نژادونه او عمرونه يې هم بيل بيل دي، خو د کورس له هنر سره د ګډې علاقې او مينې له امله سره يوځای راغونډ شوي دي. دوی پر دې وياړي چې د خپل هېواد په نمايندګۍ په دغې نړيوالې سيالۍ کې برخه اخلي. د دغې ډلې مشرې ميرمن ليديا اوالا په وياړ سره وويل:

((زموږ پر جامو او کميسونو باندې داسې شعارونه ليکل شوي دي: راځئ چې د ترانو او سندرو په وسيلو سره په ګډه نړۍ خپله کړو. موږ غواړو نړيوالو ته ووايو، ټول وګړي چې د پوستکو رنګونه يې بيلا بيل دي، کولای شي چې په يوه ګډه صحنه کې سندرې ووايي. نو په دې اثر زموږ ډله نه يوازې د ناميبي د يووالي نښه ده بلکې د ټولې نړۍ همغږۍ او همکارۍ يوه غوره بېلګه ده.))

په ناميبي کې غالباً د کورس په شکل ټولې هنري ډلې د ولسي ټولنو لخوا رامنځته شوې، نو د ناميبي اواز د هنري ډلې لپاره دا اسانه کار نه و چې په ياده شوې سيالۍ کې د ګډون لپاره کافي پيسې راغونډې کړي، د دغې ډلې غړي انګيلحردت وويل:

((موږ په دغه سيالۍ کې د ګډون لپاره د کنسرټونو د ترسره کولو، د کباب او لاټرۍ ټکټونو د پلورلو له لارې پيسې راغونډې کړې او ټولنيزې مرستې مو هم ترلاسه کړې، دغه راز د ډلې هرغړي لس زره رانده هم لګولي دي چې کابو له لس زرو ژن مين بي يوانو سره برابر دي، خو موږ لاهم ډېر خوشاله يو، ځکه چې موږ بالاخره چين ته راغلو.))

که څه هم دوی خپل هدف ته د رسيدو لپاره ډېر کوښښونه کړي او قربانۍ ورکړي دي، خو د دوی لپاره دا يو اسان او ساده کار هم نه و چې غوښتل يې په سيالۍ کې خپلو سيالانو ته ماتې ورکړي او طلايي مډال وګټي. د جنوبي افريقا د ستيلنبوسچ پوهنتون هنري ډله يوه ډېره غښتلې او قوې سياله وه، دغې ډلې په ٢٠٠٨ کال کې د اطريش د ګراز د کورس په نړيواله سيالۍ کې لومړی ځای نيولی وو. د ناميبي کورس ييزې ډلې د مشرې ميرمن ليديا اوالا په نظر د دوی برخه اخيستنه لا ژور اهميت لري او ويې ويل:

(( په دغې سيالۍ کې زموږ د هنري ډلې د ګډون او ارزښت نړۍ ته ښيي چې نه يوازې اروپايي موزيک، بلکې افريقايي موزيک لکه د افريقا ډله ييز موزيک په شان ريښتنی موزيک دی، موږ د ناميبي او ګردې افريقا په استازيتوب پر نړيوالو غږ کوو چې افريقايي موسيقي واوري او خوښه يې کړي.))

د تېرجولای په ١٥ مه نېټه د کورس د نړيوال سيالۍ په پرانيستونکو مراسمو کې ياده شوې هنري ډلې د چيني او بهرنيو نندارچيانو لپاره په خپله مورنۍ ژبه درې افريقايي سندرې وويلې چې د ټولو لخوا يې تود هرکلی وشو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای